جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهساينسپوهان ولې فکر کوي چې الماس د سرطان په پېژندلو کې مرسته...

ساينسپوهان ولې فکر کوي چې الماس د سرطان په پېژندلو کې مرسته کولی شي

تاند (شنبه، د سنبلې لومړۍ)  څېړونکو ویلي، د الماسو پر بنسټ کوچني سینسرونه کولای شي مرسته وکړي چې معلومه کړي د سینې سرطان نژدې لیمفاوي غدو ته خپور شوی که نه.

د بریتانیا ساینسپوهانو د الماسو په مرسته د سینې د سرطان د خپرېدو د موندلو لپاره یوه نوې طریقه جوړه کړې ده.

کله چې سرطان خپرېږي، ډېری وخت یې لومړنی تمځای نژدې لیمفاوي غدې وي. ډاکټران عموماً د راډیو اکتيف له څرک لګوونکو یا فلوروسېنټ رنګونو څخه کار اخلي څو د سرطان حجرې ښکاره کړي او د ناروغۍ د خپرېدو کچه وټاکي.

خو دغه لارې ځینې نیمګړتیاوې لري: ځینې ناروغان له دغو رنګونو سره حساسیت لري او ځینې روغتونونه د راډیو اکتيف موادو د کارولو لپاره اړینو ځانګړو وسایلو ته لاسرسی نه لري.

اوس څېړونکو د سینسر نوې بڼه جوړه کړې چې دوی یې بې‌زیانه او د غیر راډیو اکتيف بدیل بولي. د دوی په وینا، ډاکټران کولای شي د سینې د سرطان د عملیاتو پر مهال یا تر هغې مخکې د مقناطیسي مڅرک لګوونکې (کشفوونکې) مایع د ناروغ په تومور کې تزریق کړي. دا مایع بیا له خپرو شویو سرطاني حجرو سره یوځای لیمفاوي غدو ته رسېږي.

د دې لپاره چې ډاکټران دغه مایع وڅاري او هغه غدې مشخصې کړي چې باید د جراحي عملیاتو په وسیله لرې شي، له داسې مقناطیسي سینسر څخه به کار اخلي چې په سر کې یې یو کوچنی الماس ځای پر ځای شوی وي. الماسونه د نایتروجن خالي مرکزونه لري، چې د «رنګ مرکزونه» هم ورته ویل کېږي، او دا مرکزونه د مقناطیسي ساحو حساسیت لري.

ګاوین مورلي، چې د دې څېړنې له لیکوالانو او د وارويک پوهنتون د فزیک استاد دی، وویل: «دغه رنګه مرکزونه الماس ته دا وړتیا ورکوي چې د مقناطیسي ساحې کوچني بدلونونه حس کړي او همداراز الماس ته ښکلی ګلابي رنګ ورکړي.»

د مورلي ډلې د سینسز سر یوازې تر ۱۰ ملي‌متره پورې کوږ دی، چې دوی وايي دا د الماسو لومړنی سینسر دی چې مقناطیسي څرک لګوونکې مایع موندلی شي او لاهم دومره کوچنی دی چې په عملیاتو کې ترې ګټه پورته شي.

څېړونکو خپلې موندنې په Physical Review Applied ژورنال کې خپرې کړې دي.

ډاکټر سټوارټ رابرټسن، چې په انګلستان کې د سینې د سرطان جراح دی، وویل اوس مهال مقناطیسي سینسرونه په منظم ډول کارول کېږي څو معلوم کړي چې د سینې سرطان خپور شوی که نه.

نوموړي زیاته کړه چې دغه نوې طریقه کولای شي «د مقناطیسي ټکنالوژۍ په لا ښه پرمختګ کې مرسته وکړي».

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب