محمد عارف رسولي: د چاپیریال ساتنې کارپوه
لنډیز. زیاته اړینه او مهمه مسئله داده چې د کمال خان بند د عمر دوام او خوندیتوب چې د رسوباتو په کنترول پورې تړاو لري، په هکله ډاډ ترلاسه شي، نو اړتیا ده بند ته د رسوباتو د راتګ د مخنیوي لپاره د بند د شاوخوا تخریب شوو او له نباتي فرش څخه لوڅو ځمکو د واټرشید د مدیریت په طریقه بیا رغونه وشي. په خړوبو شوو ځمکو کې د اوبه خور او دریناج سیستم په اغیزو لکه واټرلاګنګ او مالګینتوب باندې ځان پوه او مدیریت یې وکړو. د اوبه خور او دریناج د کانالونو سیستم یې باید په مسلکي توګه سم دیزاین او پلی شي چې د ځمکې لاندې اوبه تر کچې زیاتې راپورته نه شي، ځمکې له مالګینتوب څخه وساتل شي او په پای کې په بزګرو کورنیو او ټولنه بدې اغیزې ونه لرلي. د اوبه خور دا پروژه نه یوازې د انجنیرۍ له اړخه بلکه د چاپیریال، روغتیا، ټولنیزو مسئلو، کلتور، ښکلا او سیاسي نظره په اړونده اغیزې کولی شي. د کمال خان د اوبه خور د سترې پرژوې دا اغیزې به هيله ده تر زیاتې کچې مثبتې وي؛ خو ممکنې منفي اغیزې یې هم باید له پامه ونه غورځوو. د زیاتو مثبتو اغیزو تر څنګ، کله چې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، تر څه وخت وروسته د ځمکې سر پلو ته د اوبو د کچې تر اندازې زیات راپورته کېدل به د «واټرلاګنګ» مسئله رامنځته کوي. واټر لاګنګ هغه وخت واقع کېږي چې د اوبه خور او اړونده دریناج سیستم په یوه سیمه کې، د کره علمي اړوندو ارزونو وروسته سم طرح او دیزاین او بیا مدیریت نه شي، نو د آبیارۍ او دریناج کانالونه له رسوباتو او هرزه ګیاوو ډک او اوبه پکې راپورته شي او په ټوله کرنیزه سیمه کې د ځمکې سرته تر دوه متره را لنډې شي، نو کرنیزه خاوره د اوبو په واسطه مشبوع یعنی مسامات یې بند او پکې د هوا د نشتون شرایط او ستونزه رامنځته شي. د هوا په نشتون کې، د ګیاوو ریښې د یو شمېر کیمیاوي تعاملاتو له کبله د خاورې د اوسپنې او منګانیز اکسایدونو د کمښت په ګډون ناروغه کېږي. همدارنګه، اوبه له ځان سره مالګه راپورته او د نباتاتو د ریښو په ساحه کې یې پرېږدي، همدا مالګینه اوبه او خاوره کښتونو او ځمکو ته زیان رسوي، له اوبو د راولاړې ناروغۍ، د اوبو ککړتیا او زیات نور زیانونه لري. نو ځکه اړینه ده د کمال خان بند د خړوبه شوو ځمکو د اوبه خور ارزونه د سیستم په روښ او د مودل کولو په مرسته وشي، تر څو د چاپېریال ساتنې له نظره د اوبه خور سالم او ښه حاصل ورکوونکی سکیم د کمال خان په ملي پروژه کې رامنځته او سم مدیریت شي ترڅو چې دوام او ګټې یې تلپاتې وي.
کلیدي کلیمې: رسوبات، د بند عمر، د ابریزې او دریايي حوضې هر اړخیزه مدیرت، د دریناج سیستم، واټرلاګینګ، د خاورو مالګینتوب، جمعي اغیزې،
- د موضوع معرفي
الف – د کمال خان بند د عمر او اغیزمنتوب موضوع. د کمال خان بند په شاوخوا او پورته سیمو کې د خاورې تخریب، رسوبات، د سیلاونو په واسطه د رسوباتو بند ته راوړل، د بند ډکېدل او د عمر کمېدلو په هکله لنډ بحث، تر څو یو څه لنډ مسلکي معلومات وړاندې شي او د لا نورو بحثونو او څېړنو لپاره لاره پرانیزي.
ب – د کمال خان بند د اوبه خور د پروژې اغیزې. په کرنیزو ځمکو کې د اوبو د راپورته کېدو (واټرلاګینګ)، د خاورې مالګینتوب، د کرنیزو ځمکو په بډاینه، حاصل ورکولو او چاپیریال باندې یې اغیزې.
ج – عامه پوهاوی. په پورته دواړو مهمو مسئلو به په دې لیکنه کې د عامه پوهاوی لپاره، د انجنیرانو او د کرنې د پوهانو، پلان کوونکو او په ځانګړې توګه د پروژې څخه ګته اخیستونکو بزګرانو د معلوماتو د زیاتولو او عامه پوهاوي لپاره به معلومات وړاندې شي.
د – په مسلکی توګه به استدلال او وړاندیزونه وشي، چې ولې د دې اړتیا ده د کمال خان بند، د اوبه خور په پروژه او خړوبو شوو ځمکو باندې باندې د نړۍ په کچه د وړتیا لرونکو کارپوهانو د یوه ټیم په مرسته ارزونه وشي، ترڅو اړینې مسلکي سپارښتنې وکړي او اړین مدیریتي پلان وړاندې کړي.
د لیکنې محدودیت: دالیکنه د وخت د کمښت، د لمړي لاس کره داتا او معلوماتو د کمښت او نشتون او له اړوندو خواوو سره د نه مشورو له کبله محدودیتونه لري او یوه دفتري لیکنه ده چې په نوره نړۍ او افغانستان کې د اوبه خور د ورته پروژو د اسنادو د ارزونو، په چاپیریال د هغو د اغیزو او د لیکوال د مسلکي تجربو په بنا تیاره شوې ده.
۲.د موضوع اهمیت او تفصیل
۲.۱ رسوبات او د کمال خان بند عمر خورا زیات اهمیت لري. د رسوباتو مسئله په کمال خان بند کې ځکه مهمه ده چې د بند عمر او د بریښنا د تولید موثریت ورپورې تړلي دي.
کمال خان ستر ملي بند او ستراتیژيکه ملي پروژه ده، نو مصؤنیت او د عمر زیاتوالی یې د هېواد لپاره ستر ستراتېژیک او اقتصادي اهمیت لري او په ملي اعتماد به ورزیات کړي. خو د بندونو د عمر اوږدوالي او له د برښنا انرژۍ د اغیزمن تولید په مخ کې ستر خنډ د بند په کاسه کې د رسوباتو راغونډېدل دي، چې لامل یې د پورته او شاوخوا ځمکو فرسایش او تخریب دی. نو اړتیا ده چې شاوخوا او پورته ځمکې د واټرشيد منجمنت په طریقه بیا ورغوو او نباتي فرش یې احیا، خاورې یې په خپلو ځایونو کې ټینګې کړو، رسوبات یې حد اقل ته ورسوو او د بند عمر، مصؤنیت او د برښنا اغیزمن تولید یقیني کړو. په دې مسئله به د موضوع په تفصیل کې نوره رڼا واچوو.
۲.۲. د کمال خان بند د خړوبه شوو ځمکو له واټرلاګینګ او مالګینتوب څخه ساتل هم بله مهمه مسئله ده. کله چې تر ځمکې لاندې اوبه د ځمکې د مخ دوه متره ژوروالي ته راورسېږي، دې حالت ته (Waterlogging) وايي. په دې حالت کې د خاورې مسامات بند او مشبوع شي، خاوره له مالګینتوب سره مخ، بډاینې ته یې زیات رسيږي، حاصلات یې کمېږي او د واټرلاګینګ او مالګینتوب په دوام له حاصله بیخي لوېږی. نو دا زیاته مهمه ده چې سر له اوسه د کمال خان بند په علمي، ارزونو، پلانونو او پلي کولو یې له دې ننګونو وساتو.
۳. د موضوع تفصیل
۳.۱. د موضوع د تفصیل لپاره په لمړي سر کې، د کمال خان بند د خړوبه شوو ځمکو د پروژې ګټو ته یو لند اجمالي نظر. د دې لیکنې اصلي موخه د اوبه خور د پروژې په احتمالي جانبي اغیزو او اړوندو تدبیرونو باندې بحث دی، خو په سر کې به ځینو مهمو ګټو ته اجمالي اشاره وکړو.
د کمال خان بند به د بریښنا د تولید، د ۱۷۴ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر څنګ خورا زیاتې نورې ګټې هم ولري. دا بند به مرسته وکړي د ټولو اړوندو سکتورونو لکه د کورونو د مصرف او څښاک، چاپیریال، صنعت، د کرنې خړوبولو او نورو لپاره د ډاډ وړ اوبه تهیه، د زیاتو خلکو لپاره به د کار شرایط برابر، د کرنیزو توکو په پخو موادو بدلولو او په ارزښت ورزیاتولو کې به یې مرسته وکړي، په دې ترتیب به د کرنیزو توکو د پروسس کار وباریان یا (اګری بزنس) رامنځته او وده به وکړي، دا به سیمه ایز او ملي تجارت او اقتصاد ته زیاته ګټه ورسوي. د چاپیریال لپاره به یې ځینې ګټې دا وي چې په بوټو او شته ځنګلونو، ورشو ګانو، د حیات وحش په سیمو او په کمزورو ځمکو به د کرکیلي فشار کم کړي. د کبانو د روزنې لپاره به د اوبو ذخیرې رامنځته، په غذايي رژيم کې به ګټوره او د غذائیت یوه ستره منبع ورزیاته کړي، د کار او معیشت د رامځته کېدو او د ټولې سیمې په غذايي رژيم کې او غذائیت خوندي کېدو او په پای کې د خلکو روغتیا ته به ګټه ورسوي.
۳.۲. د موضوع تفصیل لمړۍ برخه د کمال خان بند عمر او د انرژۍ تولید. رسوبات د بند عمر لنډوي او د برښنا انرژۍ د اغیزمنتوب د کمښت او د دې انرژۍ د تولید وسیلو د سولیدو او تخریب لامل کېږي. د رسوباتو رامنځته کېدل یوه پروسه ده په کومه کې چې د خاورې ذرې له خپلې بدنې جدا او د اوبو، باد یا نورو وسیلو له لارې د اوبو په ذخیرو، سیندونو او کانالونو کې اچول کېږي (Tundu et al., 2019). د رسوباتو رامنځته کېدل او په اوبو کې یې راټولېدل یوه پېچلې پروسه ده چې د واټرشید (آبریزې) د رسوباتو له کچې، د انتقال له سرعت او د راټولېدو د څرنګوالي له کبله سره توپیر لري (Ezugwu, 2013). د رسوباتو راټولېدل د اوبو په بند کې د بند کاسه چې اوبه پکې ذخیره کېږي راکموي او د ذخیرې عمر او هم په پای کې د سیند د اوبو د بهیر عمر رالنډوي (Eroglu et al., 2010).
د کمال خان بند او د انرژۍ د تولید دوام لرونکي کول. د بند اپرېشن د زیاتو رسوباتو له کبله له ستونزو سره مخ کیدی شي، او په اوږدمهال کې د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت او عمر کموي، په داسې حال کې چې په لنډ وخت کې د اپرېشن قیمت لوړوي او د د برشنا د تولید موثریت کموي. نو ځکه په زیاته کچه د هایدروپاور سکتور د واټرشېد منجمنت د اکوسیستم په خدمتونو پورې اړه لري او سکتور درک کړې ده چې په پورته لنډسکېپ او واټرشېډونو کې د رسوباتو مدیریت د سکتور د ستراتېژۍ هراړخیزه برخه باید وي(Annandale, Morris, and Karki 2016).
۳.۳. د بند تر جوړېدو وروسته د رسوباتو کنترول
- تر سیلاو وروسته د سیلاو د خړو اوبو لیرې کول د بند له کاسې. تر سیلاب سمدستي وروسته د رسوباتو مقدار زیاتېږي؛ نو ځکه، هڅه کېږي چې دا اوبه په دې وخت کې په بند کې ونه ساتل شي او و ایستل شي.
- د رسوباتو خوځول په میخانیکي وسیلو. رسوبات د بند په کاسه کې راټول شوي رسوبات باید په خوځښت راوستل شي، د خوځښت حالت ته یې باید دوام ورکړل شي، او په دې ترتیب ورسره مرسته وشي چې د دروازې په لوري لاړ شي او له بند څخه ووزي.
- په پورتنۍ ساحه (کچمنت ساحه ) کې د خاورو د فرسایش او تحفظ تدبیرونه تر لاس لاندې ونیول شي. دلته ټول هغه میتودونه په نظر کې نیول کېږي چې د خاورو تخریب کموي او په خپل ځای کې ثبات وربښي. دا ممکن، د بوټو او ګیاوو کرل وي، د څارویو د څړ کنترول وي، د تیراسونو جوړول وي، د ځمکې د مخ پوښ کول په نباتي فرش وي او د کانتور په اوږدو کې د مختلفو جوړښتونو رامنځته کول وي چې اوبه راتم او په ځمکه کې جذب کړي. نړیوالې تجربې ښيي چې دا میتود د رسوباتو په کنترول کې زیات ګټور دی، ځکه کله چې د خاورې فرسایش (تخریب) کم شي، ارومرو، د رسوباتو ستونزه هم کمېږي. خو باید ومنو چې د کچمنت او واټرشید بیا رغونه تر څو د خاورې فرسایش کم کړي زیاته خرچه او لګښت غواړري (Garg, 2009).
- د بندونو د رسوباتو مدیریت همدارنګه په لاندې دریو عمومي برخو ویشل کېدی شي: (۱) هغه چې رسوبات له ذخیرې چپ کړل شي، (۲) هغه چې د بند په کاسه کې راټول شوي رسوبات تخلیه او و ایستل شي، (۳) هغه چې بند ته رسیدونکي رسوبات په لمړي سر کې حد اقل ته ورسول وشي (چک ډمونه جوړ شي) او د واټرشید پروګرام د بند په شاو خوا او پورته سیمو کې پلی شي. په نړۍ کې د رسوباتو د مدیریت راز راز ستراتېژۍ کارول شوې او ښې پایلې ورنه اخیستل شوې دي.
۳.۴. د موضوع د تفصیل دوهمه برخه: د دې لیکنې د تفصیل دوهمه برخه په دې هکله ده چې: (۱) د کمال خان په خړوبه شوو ځمکو کې د واټر لاګینګ او د خاورې د مالګینتوب په مسئلو او ناوړه اغیزې یې په کرنیزو ځمکو، د خاورې په کیفیت او بډاینه او ټول چاپېریال به څه وی او، (۲) کومې ارزونې، مدیریتی تدابیر او پلانونه ورته په کار دي چې د اوبه خور جانبي اغیزې راکمې او له منځه یوسو او د ځمکو بډاینه وساتو.
د کمال خان بند او د هغه په مرسته د خړوبه شوو ځمکو، د اوبه خور (آبیارۍ) د کانالونو او ویالو، د دریناج د کانالونو او کرنیزو ځمکو ابادول او نور د افغانستان یوه ملي او ستراتیژیکه پروژه ده. دا به زیاتې اقتصادي او په چاپيریال مثبتې اغیزې ولري نو باید و ارزوو چې دا اغیزې کومې دي او څنګه یې زیاتولی شي. همدارنګه، د اوبه خور او دریناج دا ستره پروژه به د وخت په تېرېدو سره په چاپیریال او د کرنیزو ځمکو په بډاینه د اوبو د راپورته کېدو او د خاورو د مالګینتوب او القلی کېدو له کبله منفي جانبي اغیزې هم وکړي، چې باید په لمړی سر کې یې د وړتیا لرونکو کارپوهانو په مرسته ارزونه وشي، مدیریتي پلان ورته جوړ او پلی شي.
۳.۵. په نړیواله کچه د اوبه خور او دریناج په سکیمونو کې د مالګینتوب عمومي ستونزې
دلته د مسئلو د روښانتیا لپاره له نورې نړۍ څخه د دریناج د ستونزو، د اوبو د راپورته کېدو او د خاورو د مالګینتوب په مسئلو باندې لنډې خبرې کوو. زیاتې مسلکي ادارې او د هغو له ډلې د هندوستان د اوبو د منابعو وزارت واټرلاګینګ داسې تعریفوي: هغه وخت چې د اوبو کچه د ځمکې لاندې دوه متره ته راورسېږي. په داسې حالت کې اوبه د کپیلري عمل په واسطه په خاوره کې نور هم راپورته کېږي او د خاورې مسامات (واړه سوري ) بندوي او مشبوع کوي یې. په داسې خاوره کې هوا چې د نبات د ودې لپاره اړتیا ده نه شي چلېدی او دې پروسې ته واټرلاګینګ وايي.
واټر لاګینګ او مالګینتوب په وچو او نیمه وچو ځمکو کې د نامناسب دریناج او د اوبه خور په سترو کرنیزو پروژو کې زیات وختونه د ځمکې لاندې اوبو د کچې د نه کنترول له کبله رامنځته کېږي، کله چې د ځمکې د سطحې د یوه یا دوه متره کچې ته راورسېږي، بیا د کپیلري عمل په مرسته د نبات د ریښو سیمې ته ځان رسوي، او که د اوبو پورتنۍ سطحه مالګه ولري، نو د ریښو د سیمې لپاره د مالګې یوه دایمي منبع کېږي، ځکه اوبه یا د نبات په مرسته مصرفیږي او یا هم د خاورې په پاسنۍ برخه کې تبخیر کېږي. دا عملیه د اوبه خور په هغو سیمو کې چې ګرمي په کې زیاته وي، په چټکۍ رامنځته کېږي، په تېره په هغه سیمه کې چې ځمکه په نوبتي توګه د زیات وخت لپاره خاره پاته کېږي.
القلي کېدل، چې په خاوره کې د سودیم له زیاتوالي څخه عبارت دی، په حقیقت کې د مالګینتوب یو خطرناک شکل دی، له منځه وړل یې او د ځمکې بیا ورنه رغول ستونزنمن کار دی. د ریښو په سیمه کې زیات مالګینتوب د نبات وده د زیاتې انرژۍ د لګښت له کبله، کموي. د کښتونو زغم د مالګینتوب په وړاندې سره توپیر لري: شفدر او شولې د مالګې په وړاندې تر وربشو او غنمو زیات حساس دي. د کرنیزو ځمکو هر اړخیزه مطالعه تر څو د اوبه خور څخه راپیدا شوي مالګینتوب اغیزې و څېړي، ښيي چې د شولو او غنمو حاصلات په لږ بډایه ځمکه کې ۵۰٪ او په مالګینتوب سره اغیزمنه شوې ځمکه کې بیا ۸۵٪ تر عادي ځمکو کم وي.
په هندوستان کې د « کارنل د مالګینتوب د تحقیقاتي مرکز او هالند د وغننجن پوهنتون » ګډه څېړنه ښيي چې د هند په وچو او نیمه وچو ځمکو کې د اوبه خور په مرسته د کرل شوو ځمکو څخه (۶) ملیونه هکتاره د واټرلاګینګ او (۸.۵) میلیونه هکتاره ځمکه د مالګینتوب د مختلفو ډولونو له کبله یا بیخي له حاصله لوېدلې او یا یې حاصل کم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې هندوستان په دې هکله زیاتې علمی څېړنې کړې او د مالګینتوب د مخنیوي په چارو یې زیاتې پانګونې هم کړې دي. د مالګینتوب ننګونه په هند کې د اوبو د راپورته کېدو او د دریناج د مناسب سیستم د نه شتون له کبله د چاپیریال یوه ستره ستونزه ده چې په خړوبه شوې کرنه کې پانګونه له خطر سره مخ کوي.(Indo-Dutch Network Project (IDNP). Drainage Research.)
د خړوبو شوو ځمکو تر واټرلاګینګ او مالګینتوب وروسته، په ځمکو مختلف حالتونه ورغلي: یا یې حاصل خیزي له لاسه ورکړې، محدود کښتونه ورباندې کرل شوي، په ځمکه کې یې د کښت ګڼوالی له لاسه ورکړی او په پای کې د کښت ځمکه یې کمه شوې ده، له کلیو خلک مهاجر شوي، د اغیزمنې ځمکې بیا رغونه یې په زیات قیمت تمامه شوې او زیاته پانګونه یې غوښتې او یا خو ټولنیز او اقتصادي حالته یې خورا خراب شوی دی.
د مالګینتوب تر ټولو زیات قبول شوی تعریف د امریکا د کرنې په وزارت کې په pHs ( د مشبوع شوې خاورې pH) بنا دی، چې ECe ( برقي کندکتیویتي د مشبوع شوې خاورې، dS m-1) وي او د خاورې ESP ( د خاورې د تبدیل وړ سودیم خمیرپه سلنه).
مالګینه خاوره: دا خاورې هغه دي چې په 250C کې یې ECe له 4dSm-1 څخه زیات وي، pHs یې له (۸.۲) کم وي، ESP یې له ۱۵ کم او کلورایدونو او د سودیم سلفتونو، کلسیم، او مګنیشنیم زیاتوالی ولري.
ساډیک (Sodic Soils) خاورې: هغه خاورې دي چې pH یې له (۸.۲) زیات وي، ESP یې ۱۵ یا زیات او د کاربونټونو او سوډیم بایکاربونټونو زیاتوالی ولري. ECe یې ممکن لوړ وي که له هغو مالګو پیدا شوی وي چې د القلي د هایدرالیسیز توان ولري؛ که داسې نه وي، نو بیا په 25 0 C کې تر 4dSm-1 څخه کم وي.
مالګینې – ساډیک خاورې (Saline – sodic): د دې خاورو pH تر (۸.۲) په 250C کې زیاته وي، CEe له 4dSm-1 څخه زیات او ESP تر (۱۵) زیات وي. دا خاورې د مالګینتوب او ساډیکشن ( سودیم کېدو) په یوه ترکیبي پروسه کې جوړې شوې دي.
د مالګینتوب/سودیم زیاتیدو کلیدي درجه | مالګینتوب:
ECe(dSm-1) |
د سوډیم زیاتوالی (Sodicity) | |
pH | ESP | ||
کم | 4-8 | 8.2-9.0 | <15 |
متوسط | 8-25 | 9.0-9.8 | 14-40 |
قوي | >25 | >9.8 | >40 |
خو د ښه مدیریت په مرسته موږ کولی شو دا ستونزې راکمې کړو. د مثال په توګه په مصر کې د دریناج سیستم په مرسته یې د خاورې مالګینتوب راکم کړی، په متوسطه ډول د غنمو حاصلات یې په یو هکتار کې له یوه ټن څخه تر ۲.۴ ټنه په یوه هکتار کې رسولي، د جوارو حاصل یې له ۲.۴ څخه تر ۳.۶ ټنه پورې رسولي، کله چې د دریناج بیخبنا تکمیله شوه.
۳.۶. د کمال خان بند خړوبه شوو ځمکو په شرایطو کې د اوبو د راپورته کېدو او د خاورې د مالګینتوب مسئلې
د ننګونو شتون ته ګوته نیول. په ټوله نړۍ کې شواهد ښيي چې د اوبه خور د پروژو سم مراقبت نه کېږي او دا به زموږ د هېواد په شرایطو کې لا نور ستونزمن کار وي. که د کمال خان بند د اوبه خور په پروژه کې د اوبه خور او دریناج د کانالونو سم دیزاین ونه شي او بیا سم پلي نه شي، د اوبه خور او دریناج د کانالونو د حفظ مراقبت او پاک ساتلو لپاره اړینه پانګونه خوندي نه شي، کرنیزې ځمکې سمې اوارې نه شي، اوبه زیاتې پکې ضایع شي، بزګرانو ته د ترویج خدمات چې څه وخت، څنګه او څومره اوبه ګښتونو ته ورکړي – وړاندې نه شي. خلک کرنیزو ځمکو ته تر اړتیا زیاتې اوبه ورکړي، د اوبه خور او دریناج سیستم د کم ظرفیت له کبله سم مراقبت نه شي، ډېری بزګران د مثال په توګه بېله کوم علمي اګرونومیک پلان څخه د زیاتو اوبو مصرفوونکو کښتونو لکه شولو ته مخه کړي، تر اړتیا زیاتې کیمیاوي سرې او کیمیاوې حشره وژونکې دواوې وکاروي نو هم به تر ځمکې لاندې اوبه به ککړې اوهم به د ځمکې اوبه تر دوه متره ژوروالي زیاتې راپورته شي، دا راپورته شوې اوبه به د ریښو د ساحې خاوره مشبوع او مسامات به یې بند، له مالګینتوب سره به یې مخ، او حاصل ورکوونکې بډایه کرنیزې ځمکې به خدای مکړه له حاصله وغورځوي.
له بلې خوا، د اوبه خور په سترو او په ځانګړې په وچو او د زیات جذب لرونکو خاورو لرونکو سیمو او هموارو خړوبو شوو ځمکو کې زر وي که وروسته اړ یو چې یو اغیزمن او کار ورکوونکی د دریناج سیستم ولرو. دا خبره د نړۍ د دریناج په ۱۳ ام کانګریس وویل شوه. د دریناج د ککړو اوبو خالي کول تل د ککړوالي یو ستر لامل و. که دا په ټوله نړۍ کې مهمه خبره وي، نو د افغانستان په شرایطو کې خو د زیاتې پاملرنې وړ خبره ده او باید زیاته تیاري ورته ونیول شي.
د اوبه خور او دریناج نړیوال کانګریس په مختلفو غونډو کې د ۴۴ مختلفو مسلکي څېړنیزو لیکنو د ارزونې په بنسټ د اوبه خور د مهمو منفي اغیزو او د هغوی د له منځه وړلو لپاره امکانات په ګوته کړل چې دلته به په لنډه توګه تشریح شي: (۱) د خاورې د مالګینتوب په سرعت زیاتېدل په طبیعي توګه په خړوبه شوې ځمکه کې بلکه همدارنګه د اوبه خور په اوبو کې هم د زیاتې مالګې د شتون له کبله وي، (۲)هغه دریناج چې د ریښو له ساحې باید تروې یا مالګینې اوبه راوباسي، د هغو اوبو منبع ده چې حلېدونکې مالګه او ځینې نور کیمیاوي مواد لري او ډیری وختونه د کښتونو لپاره د زهر لرونکو موادو په کتار کې راځي. نو ځکه هر کال په نړۍ کې ۲ تر ۳ ملیونه هکتاره خړوبه شوې ځمکه د مالګین کېدو له کبله له تولیده لوېږي. په هغو سیمو کې چې ورباندې اغیزه شوې په ټوله نړۍ کې د ټولو خړوبو شوو ځمکو د ۱۰ تر ۴۸ ٪ سلنه پورې رسېږي او دا به په تېره په وچه او نیمه وچه سیمه لکه د کمال خان بند په شاوخوا او نیمروز ولایت کې، په زیاته کچه د خاورې د مالګین کېدو کچه زیاتوي.
د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو او کرنې د سازمان (FAO) د سروی مخې د نیمروز ولایت د زرنج ولسوالۍ او شاوخو سیمې خاوره (silty loam) ډول ده او زیات ریګ لري او د اوبو جذب یې زیات دی او په غالب ګومان به د کمال خان بند په ټوله خړوبه کېدونکې سیمه کې همدا حالت وي. په داسې حالت کې به ککړې سطحي اوبه په کم وخت کې په اسانۍ سره تر ځمکې لاندې اوبو ته رسېږي او هغه به هم ککړې کوي.
۳.۷. د کمال خان بند په خړوبه کېدونکو ځمکو کې د اوبو کیفیت ته ننګونې
که بزګران کیمیاوي سرې او د حشرو ضد کیمیاوې دواوې په بې رویه توګه وکاروی، نو د سطحي او ترځمکې لاندې اوبو په کیفیت باندې به بده اغیزه وکړي، د دریناج په اوبو کې د نیوترین ( نایتروجن، فاسفورس، پوتاشیم… ) موادو شتون به د الګل (اوبړیو) او په اوبو کې د هرزه ګیاوو زیاتوالی به په اوبو کې اکسیجن کم کړي او په اصطلاح ( Eutrophication) به په ټولو او په تېره په کښتنیو ویالو او کانالونو کې رامنځته او د اوبو کیفت ته به زیان ورسوي، کانالونه به ډکوي چې پاکول به یې زیات وخت او امکانات غواړي او ډیری وختونه به یې پاکول عملي نه وي. نو دا به هم د کرنې په ځمکو کې اوبه راپورته کوي، د واټرلاګنګ او د ځمکې د خاورې د مالګینتوب او القلي کېدو خطرونه چې پورته یاد شول، به لانور زیاتوي.
۳.۸. د نیمروز خاوره، توپوګرافي، اقلیم او د کرنیزو خاورو مالګینتوب
د ملګرو ملتونو د « خوراک او کرنې » سازمان په افغانستان کې د خاورې یوه سروې کړې چې د نیمروز ولایت د زرنج ولسوالۍ هم په کې شامله ده، زرنج او د چاربورجک ولسوالۍ سره ګډه پوله لري چې د کمال خان بند په کې واقع دی. د زرنج ولسوالۍ پورته سروې ښيي چې خاوره یې ( Fluvic Gypsic Solonchaks) او (Gypsic Solonchaks) ډوله ده او دا سروې به په غالب ګومان د ورڅېرمه کمال خان بند د خړوبه شوې ځمکې په ټوله سیمه کې هم سمه وي.
که څه هم د سروې له مخې د دې سیمې خاوره ښه دریناج لري، خو له بله پلوه وچ او نیمه وچ اقلیم لرونکې دا ډول پورته یادې خاورې زیاته مالګه لري، نو کیدای شي په خړوبه شوو ځمکو او په راګرزیدونکو اوبو کې به زیاتې مالګې وي، نو باید د خړوبه شوو ځمکو د مالګینتوب د څرنګوالي، ډولونو او پکې شته عناصرو د هغو د مدیریت په لارو چارو د نړیوالو وړتیا لرونکو کارپوهانو په مرسته خورا دقیقې څېړنې وشي او د دریناج یو مناسب او اغیزمن سیستم ورته رامنځته او پلی شي، تر څو دا خطر مدیریت او کنترول شی.
۳.۹. کمال خان بند د خړوبه شوو ځمکو د پروژې لپاره مدیریتی تدابیر
د دریناج په ۱۳ ام نړیوال کنفرانس کې (IDW-13) کارپوهان په دې یوه خوله شول چې اغیزم دریناج لپاره اړتیا ده د ارزونو مختلف میتودونه په کارواچول شي، لکه د واټرلاګینګ د (اوبو راپورته کېدو) او د مالګینتوب د ستونزو مخنیوی، د « اوبو- خوړو-انرژي » محور په نظر کې نیول چې ایکالوجیکي مسئلو ته اړین پام کوي تر څو زیاتې پایداره پایلې تر لاسه کړي. د دریناج د هولیستیک یا هراړخیزه میتود قدمونه دادي چې د ذینفع کسانو له پیله تر پایه بریالی او جوړونکی مشارکت په کې خوندي وي، له کروندې تر حاصله او له وزیره تر مدیره په کې ګډون ولري.
د ځمکې معاصر دریناج غوښتنه کوي چې هغه به د چاپیریال له نظره پایداره وي، په دې معنی چې په سیمه ایزه او د کروندې په کچه به د اوبو د غوره توازن ارزونه په کې وي، د بیځایه زیاتو اوبو له کارونې به مخنیوی کېږي مګر هغه وخت چې د لیچینګ ( مالګې وینځلو) لپاره کارول کېږي، د اوبو ایکالوجیکي اړتیا به په نظر کې ساتي، او د زیاتو اضافي اوبو لپاره به د دریناج سیستم رامنځته کوي.« نو دا حقیقت روښانه کوي چې هر څومره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره، لږ اوبه وکارول شي په همغه کچه به د اوبو کیفیت ښه وي. هر څومره چې اوبه بیځایه وکارول شي، هم به ضایع شي او هم به یې کیفیت خراب وي.»
۴. پایلې
د کمال خان بند یوه ستره ملي او ستراتيژیکه پروژه ده، د (۱۷۴۰۰۰) هکتاره کرنیزو ځمکو خړوبول، د ۹ مېګاواټه پاکې بریښتا تولید او په سیمه کې د سیلاونو کنترول او نور خورا زیات اقتصادي، غذايي خوندیتوب، د کاراو ثروت د خلق او په سیمه کې د تولید شوې برښنا په مرسته د صنعت وده او نور د دې پروژې ستراتیژیک اهمیت ښه راښيي. نو د بند د عمر اوږدوالی، د بند مصؤنیت او د خړوبه شوو ځمکو د حاصل ورکولو وړتیا لوړ ساتل هم باید د یوې ستراتېژیکې او لوړ اهمیت لرونکې مسئلې په توګه ومنل شي او ورباندې پانګونه وشي.
په ټول کچمنت یا دریايي حوضه کې د رسوباتو د کنترول لپاره باید د واټرشید منجمنت څخه کار واخیستل شي. لامل یې دادی چې رسوبات د بند د ذخیره کموي او د انرژۍ د تولید میخانیکي اجزا اغیزمن او زر خرابوي. په بند کې راټول شوي رسوبات د علمي څېړنو په اساس په کال کې د بند د کاسې ظرفیت (۱٪) یو سلنه کموي، مصؤنیت یې له تهدید سره مخ کوي، او بیله غوره مدیریت څخه په چاپیریال بده اغیزه کوي.
د واټرلاګینګ د (اوبو راپورته کېدو) او د مالګینتوب د ستونزو مخنیوی باید د یوه اغیزمن دریناج سیستم په مرسته وشي او همدارنګه، د « اوبو- خوړو-انرژي » محور په نظر کې ونیول شي چې ایکالوجیکي مسئلو ته اړین پام کوي تر څو زیاتې پایداره پایلې تر لاسه کړي. د دریناج د هولیستیک یا هراړخیزه میتود قدمونه دادي چې د ذینفع کسانو له پیله تر پایه بریالی او جوړونکی مشارکت په کې خوندي وي، له کروندې تر حاصله او له وزیره تر مدیره په کې ګډون ولري.
۵. وړاندیزونه
- د کمال خان د اوبه خور د پروژې جانبي احتمالي اغیزې په ځايي چاپیریال او ټولنیزو چارو باندې باید د یوه مجرب ټیم لخوا و ارزول شي او مناسب مدیریتي او د نظارت پلان ورته جوړ او پلی شي، تر څو:
- د ستونزو وړاندوینه وکړي،
- هغه لارې پیدا کړي چې د پورته ستونزو مخه ونیسي، او
- مثبتې اغیزې زیاتې کړي.
- د اوبه خور او دریناج د کانالونو طرح او دیزاین باید د ځمکې د میلان، توپوګرافي، د هغې د خاورې د جوړښت، د خاورې د پروفیل، اقلیمی شرایطو او نورو په نظر کې نیولو سره سم په عصری توګه د مودل جوړولو له لارې باید وشي. تر څو د دریناج مسئله سمه حل او له واټرلاګینګ او د خاورې د مالګینتوب او القلي کېدو مخنیوی وشي.
- په دې سیمه کې به نور راز انکشافي او صنعتي پروګرامونه پیل شي، نوي استوګنځایونه او ښارګوټي، صنعتي او تجارتي مارکیټونه، د ترانسپورت لارې، تم ځایونه او نور به رامنځته او له دې ټولو د را پیدا کېدونکي ککړوالي او په چاپېریال یې د اغیزو لپاره باید د « ځمکې د پایداره پلان کولو» یعنې (Sustainable Land Use Planning) میتود په مرسته هر څه ته مناسب ځایونه وټاکل شي، ترڅو د بیځایه او غیر پلاني انکشافات مخه ونیول شي.
- د فاضله جامدو مواد، کیمیاوي موادو، او نورو خطر لرونکو موادو د تخلیې لپاره باید یو لنډفیل (Landfill) دیزان او جوړ شي.
- هغه ځای وټاکل شي چې وروسته د مالګینو اوبو د تخلیې ځای شي
- د پروژې د کار په وخت به د موادو د اخیستو (Barrow Pits)او هم د ضایع شوو موادو (Debris)د ساتلو ځای په ګوته او مدیریت
- د دې لپاره چې نیمروز او په ځانګړې توګه سرحدي سیمې یې اوس یوه مهمه بندرګاه او له چابهار او ایران سره تړلې ساحه او د پلان له مخې به د لاجورد له لارې سره وصل شي، نو په مناسب ځای کې به د صنعت او تجارت او ترانزیتي مسئلو د مدیریت لپاره اسانتیاوې او بیخبنا رامنځته شي، ، کیدی شي دولت هلته د تجارت او پانګونې د هڅونې لپاره یوه آزاده تجارتي او صنعتي سیمه رامنځته کړي، ترڅو نړیوالو پانګوالو ته د پانګونې لاره پرانیزي او همدارنګه به له سرحده تر زرنج او نوره سړک دواړو غاړو ته یو اقتصادی دهلیز رامنځته شي او باید په علمي توګه پلان شي. نو د دې او نورو دولتي او خصوصي سکتور ګډه اغیزه به د کمال خان بند تر څنګ په پروژه او د ټولو ګډې اغیزې (Cumulative Impact) به په سیمه، ټولنه او چاپیریال څه وي او کومو مدیریتي تدبیرونو ته اړتیا ده چې په نیمروز کې د دې ټولو پرژو د کمال خان د اوبه خور د پروژې په ګډون پایداره انکشاف ته لاره اواره شي او له ننګونو سره مخ نه شي.
- همدارنګه، اړتیا ده چې د اقلیم بدلون اغیزه هم په سیمه، په اوبو، کرنه او په ټوله پروژه وارزول شي او اړین تدابیر وسنجول شي.
- باید د کندهار د کرنیزو علومو په ملي پوهنتون او د نیمروز په پوهنتون کې د ورته مسئلو په هکله څېړنیز مرکزونه رامنځته شي او په ورته مسئلو لکه د کمال خان بند او د دې بند د خړوبه شوو ځمکو له مالګینتوب څخه د ساتلو او نورو ورته مسئلو کې پوهه خلق کړي او تر نورو اړوندو خواوو یې ورسوي.
- د واټرشیډ منجمنت په مرسته په ټوله سیمه کې د ځمکو بیا رغونه وشي، نباتي فرش یې د احیا شي، واړه واړه چکډمونه د د خوړیو( ګلي) د کنترول لپاره رامنځته او د هغو د پراخېدو او نویو نورو د رامنځته کېدو مخه د ونیول شي.
References:
Milo Holy (1993) IS IRRIGATION SUSTAINABLE? Canadian Water, Resources Journal, 18:4, 443-449, DOI: 10.4296/cwrj1804443
Victor Fagorite, Reservoir Sedimentation: Causes, Effects and Mitigations, International Journal of Advanced Academic Research | Sciences, Technology and Engineering | ISSN: 2488-9849 Vol. 5, Issue 10 (October 2019)
Ahmadzai, H. and Omuto, C. 2019. Afghanistan soil catalogue. Kabul. FAO. 236 pp. Licence: CC BY-NC-SA 3.0 IGO.
C.J. Sloff (1997) Modelling reservoir sedimentation processes for sediment management studies.
T.C. Dougherty – A.W. Hall, HR Wallingford, FAO Irrigation and Drainage Paper 53