جمعه, مې 3, 2024
Homeادبکره کتنهزرتار | نورالله زهير

زرتار | نورالله زهير

«زرتار» د ښاغلي عطامحمد مياخېل چاپ شوی اثر دی. سروش خپرندويي ټولني لومړی ځل (۲۰۱۹) م کال په (۱۶۴) مخونو کي د (۱۰۰۰) ټوکه په اندازه چاپ کړی دی.  «زرتار»  کي د سيمي او نړۍ د (۴۷)  مشهورو ليکوالو، شاعرانو، پوهانو، مبارزينو او سياسيونو  په سلګونو بېلابيلي ويناوي راغلي دي، چي ښاغلي مياخېل ژباړلي او راټولي کړي دي.

دا ويناوي په بېلابيلو ويبپاڼو کي په خواره ـ واره ډول خپرې شوي دي. اوس د خوښۍ او وياړ  ځای دا دی چي په کتابي بڼه چاپ  او د مينه والو  لاسونو ته ورسېدې. موږ ئې ژباړن او خپرندوی ټولني ته مبارکي وايو او د لا بريا په هيله ئې يو.

ښاغلی عطامحمد مياخېل وخت په وخت له ژوند سره تړلي موضوعات ژباړي. خپلي پښتو ته د ژباړي له لاري ريښتنی خدمت کوي. د همدې ژباړي له لاري کولای شو چي د خپلي ژبي علمي اړتياوي پوره کړو. له نورو ژبو سره د پښتو ژبي اړيکي پيدا کړو او هغه څه دخپلي پښتو ژبي ځولۍ ته ډالۍ کړو چي اړتيا ورته لرو. همدا ژباړه ده چي د ژبو، ملتونو  او  کلتورونو  تر منځ اړيکي جوړوي او ملتونه يو بل ته نژدې کوي.

د «زرتار» لوستلو په وخت کي به داسي احساس کوئ چي د بېلابيلو پوهانو او عالمانو سره خبري کوئ او يا هغوی ته غوږ ياست. د ژوند، ميني، علم، سياست، پوهي، ادب، ښکلا او له ژوند سره  د نورو تړلو موضوعاتو په اړه به ډېر څه پکي ولولئ. دا د نړۍ د بېلابيلو  پوهانو  تجربې دي  چي ګټه ترې واخلو ؛ د هغوی له افکارو سره اشنا شو: د هغوی هغه لاري چاري عملي کړو چي نړيوال شهرت ته پرې رسېدلي دي. څنګه ئې د ژوند له سختيو سره مبارزه کړې ده؟ څنګه هغه مقام ته رسېدلي چي تر مرګ وروسته ئې هم نومونه ژوندي پاته دي.

څو ويناوي له زرتاره د نمونې په ډول:

۱ـ  ناپوهي لوی درد  دی. (توماس کارلايل)
۲ــ تر ټولو ډېر غمجن هغه څوک دی چي تر ټولو ډېر خاندي. (ژان پل سارتر)
۳ــ پاکه  پوهه په ناپاکه زړه کي ځای نه نيسي. (سقراط)
۴ــ د ژوندانه پر ستونزو بری موندل ريښتنې بريا  ده. (ناپيلون)
۵ــ هره جدايي يو ډول مرګ دی او هر ليده کاته يو ډول قيامت. (شوپنهاور)

«زرتار» ولولئ. ډېر څه به ترې زده کړئ. له بېلابيلو  افکارو سره به اشنا شئ او د ژوند په اړه به ډېر څه مطالعه کړئ.
په پای کي ښاغلي مياخېل ته د اوږد، سوکاله ژوند او روغتيا  لاسونه لپه کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب