دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+په ګټو کې آسانه دروېزه ده

په ګټو کې آسانه دروېزه ده

استاد سعدالدین شپون

ما به چې پښتو ټولنه کې کنداري ملګري، یوسف خان کاکړ ته خپل  کوم غزل لوست ، ده به ویل شعر خو نه سوای ورته ویلای، خو قافیه  دې  ښه پرله موښلولې ده. چې مې بیا د نظمونو مجموعه، پرخه په ترخه وروښوده، ویل یې چې زما  په تبصره کې د خاشې بدلون نه دی راغلی. چې اوس فکر ورته کوم  خدای بښلي، حق ویل. دا اوسنی ملي سرود په بېخوندۍ کې بې ساري نه دی، د روانو پښتو نظمونو مجموعې ډېری ماته خوند نه راکوي. زما په نېز نقص دومره په لیکونکو کې نه، بلکې په هغه شي کې دی چې  د شعر په نامه  مشهور شوی دی. عام متل تېرشوی چې چا په تیاره غوجل کې، د خپل نوي زېږېددلي سخي خوله کې لاس تپاوه، لاس یې د سپي په خوله برابر شو چې خوله یې ورباندې ولګوله. نو ده وویل چې  اصل کې تاثیر د پندانې دی چې مور ته مې یې ورکوله. . زه وایم د نظم په دومره زیات باب کېدو کې لوی تاثیر د قافیې او وزن دی.

 په وړکتابه کې به موږ له ونې یوه  لښته را بېله کړه، پر باندې سپاره به شوو، د آس  په شان مو زغلاوه، نو مو قافیې تړلې، سپور یم په دلدل باندې، خاندم په بلبل باندې، ځمه مند رسې ته، خاندم پتاسې ته، راغی پرنګی دووس، ورمې کړ لرګی دووس، ښځه يې پالوانه ده، کنده کې روانه ده. یا به مو جومات کې ویل، من الجنت والناس، ملا جینګې داړې ناس. ګویا قافیې مو جنګولې چې بیا وروسته  مو څه له دې شاعره ، څه د بل ،څه لا له ځانه  یو څه زیاتول، کمول،  په همزولو کې د  شاعرانو په نامه  پېژندل کېدو. زه پخپله چې یو وخت  د زیاترو یارانو په اجماع په اوساط الشعرا کې راتلم  اوس مې ترې توبه کښلې ده، نو مې دې تاند کې دیني علما په لار ورکو کې نه ګڼي. (خیر که مې لار ورکی ناثر وبولي) . قافیه او نظم  ما ته داسې ښکاري لکه اتکړۍ او زولنې چې هنرمند د هنر له اصلي توکو، چې تخیل او بیان دی راګرځوي.

ځینې لیکوالان (شاعران)، لکه خوشال بابا، هم قافیه ـ وزن خپلوي، هم تخیل ـ بیان، خو غم دا دی چې شمېر یې کم دی. په نورو کې  اول دوه توکه  ښه پالي خو هم تخیل له بل چا پور کوي، تکراري يې لیکي، هم یې بیان. بهیروال خو خدای شته چې په تخیل او ابتکار پسې هم ډېره خواري کوي، یو نیم ښکلی غونډاری هم ور خوشې کوي لکه د ومان تیږې اغوستل، یا د جلان باره، خو کشکې  په یو څو ګلانو پسرلی کېدای (شوای). د ډاکټر اکبر دقیق او رقیق الفاظ هم همدې پلو  یو ګام دی، خو ګوره که دا میلان عام شي.  ما بهیر کې یارانو ته په زغرده ویل چې خدای ته ګورﺉ شعر مه وایئ، هغوی به یا  ټوکه ګڼله، یا به یې با بیزه اخیسته، زما خاطر به یې کاوه، نه یې ښکنځلم. خو زما په دې کې د خیر یوه مدعا وه او لا هم ده. زه غواړم د پښتنو دا نوی کول، خپل دا ګلالی او ویړ چاپېریال په بره او ساره  په لیکنو کې را وسپړي خو قافیه او وزن یې پښو ته د وربل وراچوي. مجبورېږي چې خبلې فکري زېرمې په باره، لاره، مرداره ….  ولګوي  او حتی ووايي چې شاعره! خدای څنګه  په آسانه په مردارې واړولې. ګویا معشوقه یې مردارې ته ورته بللې. شاعر دا نه غوښتل خو قافیې مجبور کړ. زمري صیب تاند کې په  دې د وربلونو اوږده څېړنه کړې چې ومې لوسته خو په ځینو برخو یې عقیده  نه کوم.

د نثر په  صفت کې به څه وایم ! ملک الشعرا بېتاب یو وخت د مکتب په باب کښلي وو:

 هر چه هست از بهر انسان مکتبست

 ما یه ی فخر فراوان مکتبست

 زما په نېز نثر د پښتنو د کلچر د ثبتولو، د خلکو د هنري تندې  ماتولو او د راتلونکې ټولنې د هنري ارزښتو نو د پاللو او خوندي ساتلو تر ټولو ښه وسیله ده. په تېره نن سبا چې د افغانانو د موجودیت خبره ده. باباګانو ښه فرمایلي خو زه هغه وختونه د اروپا له هغو پېړیو سره  ورته بولم چې هغوی / د بېګناهۍ عصر/  با له. د رحمان بابا، ما غریب لره د خاورو کنډول بس دی اوس یوه یار داسې بدل کړی:

ته د نورو غېږ کې مسته  پرته اوسه     ما غریب لره مو بایل کې مسېج بس دی

 د دې عصر راسپړل چندانې د قافیې سره اړخ نه لګوي. د خلکو قتلان او هردم شهیدي، د راتلونکي افغانستان  دردونه، خوشالۍ، روایتونه، لنډه دا چې ټوله جوله او انګېرنه په بل مخ اوښتې ده. د نن ورځې لیکوالو ته دا بویه چې خپلې غاړې، را تلونکي کول ته خلاصې کړي. توره خو بې هغې د باباګانو سره ولاړه. څه چې پاتې وه، اوس یې ټول ویني چې د چا سره ده. زه چې بهیر یادوم مقصد مې پښتانه منورین، په تېره لیکوالان دي، چې بې له قلمه بله وسله نه لري. د خلکو د پارولو د پاره به نظم ښه وي. ګرځه ملا تړلی له وسلو سره، ځار دې شم پښتونه  له پښتو سره، خو د خلکو د پو هاوي له پاره  نثر ته ضرورت دی. دغه بې قافیې ، بې وزنه ټولنه بې د نثر له مرستې، شواړېږي. هنري نثر بیا نورې خوبایۍ لري چې بل ځل به پرې ورشم.

د استاد شپون دا لیکنه په تاند کې لومړی پلا د ۲۰۱۱ د حولای په ۱۶ خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب