جمعه, مارچ 29, 2024
Homeټولنیز زړښت ته | ډاکترماخان میږی شینواری

 زړښت ته | ډاکترماخان میږی شینواری

دا چى زه كله كله وايم چى زوړ يم، فكر كوم چى ګوندې دا ټوكى دي او تواضع. داسى فكر نه كوم چى ګوندې زوړ يم، داسى فكر نه شم كولى چى ځواني را څخه تللى، داسى توان یا استعداد زه هم په ځان كى ګورم چى فكر وغولوم. دا استعداد په هرانسان كى شته او هر انسان د خپلى ګټى لپاره د واقعيت څخه خپل فكر ځغلولى شي. 

زړښته! 

زه له تا څخه نه ډاريږم، راځه! زه چى وغواړم تا نه درك كوم، دا تجربه مى د كوچنيوالى د ځان سره روزلى چى څه مى ښه نه راځي، يا د څه چى ډاريږم هغه جدي نه نيسم، مګر درباندې پوه يم چى ګير دې يم او خلاصون در څخه نه شته، خو تر څو چى زه د فكر كولو توان لرم او زده كړه كولى شم، ځان هم ځوان احساسوم. دا كه زده كړه وي، كه د خلكو طبيعت، كتاب او يا د ژوند تجربه وي، فكر ځوان ساتم، ته مى ترڅو چى فكر له كاره نه شى باسلى، زه تاته نه تسليميږم. كه بدن مى له حركته وباسى، لټ مى كړې، له منډو رامنډو مى وغورځوې، تاثير دې نه قبلوم، ځكه چى فكر كوم او فكر روزم، تاته نه غواړم چى وخت ولرم، له تا غواړم چى وتختم، بدن مى تاته تسليم دۍ مګر كوښښ كوم چى په احساس او فكر مى برى ونه مومى. 

نه! داسى نه ده!  

په احساس او فكر مى نه بريالى كيږې، جوارګر نه يم چى تاسره په دي شرط كيږدم خودا ځما له تا سره وعده ده.زه لا خوبونه لرم، د هيواد لپاره، د هيوادوالو لپاره او همدارنګه د ځان او خپل ژوند لپاره،  چى ددې لپاره بايد ځان ځوان حس كړم او فكر ځوان وساتم او دا قدرت بايد ځان كى وبولم چى په دې كړاوونو بريالى كيږم، خوبونه مى خوبونه نه پريږدم، ددې لپاره مى ډير وخت تير كړى، دامى ژوند دۍ، ددې د سرته رسولو لپاره ستا په مخامخ هم مبارزه كوم، تر څو مى چى تا فكر له ځوانى نه وي غورځولى، خو زه په دې فكر نه يم چى ګوندې ته به ځما په فكر برى ومومى، ځكه چى ځما فكر له دې هيلو او خوبونو څخه نه شي تيريدلى او ددې هدف په لور به روان وي . كه د لاسونو، پښو او نور بدن څخه دا قدرت ووت نو فكر به همدا نارې وهي چى هدف ته د رسيدلو لپاره كلك همت، وايي چى كلك عزم غرونه ړنګوي،  نو ته! زړښته ! بايد په دې باور ولرې چى ستا زور هم ځما په عزم، خيالونو او خوبونو نه بريالى كيږي چى هغه ځما هيلى دي او زه د هغو لپاره ژوندى يم. فيلسوفان وايى چى: تر څو چي انسان زده كړه كولى شي، ځوان دی او همدارنګه وايي چى د انسان اخرنۍ زده كړه مرګ دى. نو ته! زړښته!  

زما په فكر هلته بريالى كيدى شى چى مرګ تا زما له فكر سره غبرګ خاورو ته یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب