شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبدمیني انتظار شاعرانه هنر/ شریف الله دوست سرواني

دمیني انتظار شاعرانه هنر/ شریف الله دوست سرواني

د کندهاریو، مېرمنو شاعرانو په منځ کي نن سبا دخورا ښه قریحې لرونکې  پښتنه شاعره  (مینه انتظار) خور ده. زه يې له شعرونو سره د ږغیزو او لیکنیزو رسنیو له لاري له ډیره وخته اشنا یم ؛ په ورستیو کي يې یوه ښکلې شعري ټولګه هم له چاپه را ووتل ، چي رښتیا ډیره لوړه او اوچته شاعري شمېرل کیږي ، شاعري يې په پوره اخلاقي شجاعت سوې ده ، په شعر کي يې هنریت ، پیغام ، مفهوم ، لوړ فکر ، دقت ، باریک لید ، نوښت او نوچار ، نرمه ژبه په ډیر هنري انداز او پښتني لفافه کي نغښتي دي .

 دمېرمن (انتظار) د شعر شمع د وخت کړاونو ، کږلیچونو او تاوجنو رواجونو چوپه نه کړه ، دحالاتو او ستونزو سره په جګړه کي يې ماته او شکست و (نه) منل ، دبریا په لور يې  دکړاونو هیښنده ، هوډمن ګامونه مخي ته کښېښودل تر څو شاعرانه هنر او غزل يې تر منزل پوري په خوندیتوب سره پناه یوړل او دستړي هوسۍ په څېر يې دکسي غره کي  دخپل لرغوني کهاله (بیټ نیکه کهول) دلرغونو مشکونو او اشلکونو(شعرونو) رنګ او بوی تازه وساته .

د (انتظار خور) د شاعري اندپوهه د دې دزړه فلسفه ده او هغه کي دوخت پیغامونه يې دشعر ماغزه دي ، یعني هغه څه چي يې حالات پر زړه را اوروي دفلسفي شعر، هنري غالب کي يې اچوي .

د (میني) شاعري د اند وخیال له یوازیتوب څخه رڼا اخلي ، ځکه يې نو په شعر کي داسي ټولنیز انځورونه او پیغامونه هم موندلای سو چي( روان ) پکښي اور اخلي او للوپه کیږي ځکه چیري چي نسل وژنه وي ، دجګړې تنور غورې وهي او ګرمېده يې دککریو په سکروټو وي ، هلته شاعرانه پیغامونه بیله کابو له ( آه او چیغو) سره مله وي .

شعرونو کي يې دپښتني مېرمنو دودونه ، عادتونه ، د ژوند ډول ، رواني ، عاطفي ، اخلاقي جوړښت ، عقیدوي ارزښتونه ، دعامه اوخاصه پوهي کچه ، ملي محور او په وړاندي يې ټولنیز غبرګونونه او چیلنجونه ، دوستي د دښمنۍ پر ځای او ګذشت د خشونت پر ځای غوره ځای ناستی دی .

د میني انتظار شاعرانه بیلګي زیاتي دي خو دلته یوازي یوه بیلکه را اخلو :

لال مي په زړګي کي دی ، کوثر مي په لاسونو کي

خوله کي مي سندري دي هنر مي په لاسونو کي

مخ که مي دزلفو تیارو ونیوی نوڅه وسوه ؟!

ورځ مي په لاسونو کي، سحر مي په لاسونو کي

خیر که لاري توري وي ، سفرمو وي بېحده سخت

ګرانه ! د وفا داسمان لمر مي په لاسونو کي

خپله جادوګره شاعري پرې زر زرینه کړه

واخله ستا دیاد داوښکو زر مي په لاسونو کي

ما چي انتظار کي دچا سر سپین کړ خو وصل سوم

(میني!) دا دخپل صبر ثمر مي په لاسونو کي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب