دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزپښتنې ښځې او عربي او غربي کلتورونه

پښتنې ښځې او عربي او غربي کلتورونه

بخت مرجان بختیار

ښځه په دې وروستیو کې یو ځل بیا د بحث هسته ګرځېدلې ده. پېړۍ پېړۍ کېږي، چې د ښځې اړوند بحثونه روان دي. د اوسنیو او پخوانیو بحثونو یو توپیر دا دی، چې پخوا هڅه کېده، ښځه د نر تر لاس لاندې، همداسې په مظلومیت کې وساتل شي، اوس وخت کې هڅې دا دي، چې ښځه تر نرینه پورته پوړۍ ته وخېژوي او په اصطلاح پر وړاندې یې نر مظلوم کړي.

یوه خبره چې له میلادمخکې وختونو را نېولې تر اوسه ثابته پاتې ده، هغه له ښځې سره د یوې انسانې نه، بلکې د الې په څېر چلن دی. پخوا هم نر راپورته کېده، ښځه یې فرضا له ځان ټیټه ګڼله، ښځه د بحث مورد وه، نن هم د ښځې په اړه اکثر نظریات د نر دي. ښځه په ډېرو هېوادونو کې نر راپورته کړه او حتا ځان یې ترې کم وباله. کټ مټ لکه یوه اله، چې کله یې تر پښو لاندې کړې او کله یې پر سر کېنوې.

سقراط چې له میلاده څلور پېړۍ مخکې یې ژوند کاوه، ویل به یې چې ښځه وکړه، که ښه او ښکلې وه، ژوند به دې ښه شي، که بدرنګه  وه، فیلسوف به درنه جوړ شي. نیچه به ویل، چې ښځه دویم جنس دی. بودا ښځه د نر کمزروي ګڼله او ښه یې دا بلله چې نر ترې لېرې واوسي، ځینو فیلسوفانو حتا د ښځې پر انسانیت هم شک وکړ او سوالونه یې را پورته کړل، چې ښځه انسانه ده او که نه؟ فرانسویان په شپږمه میلادي پېړۍ کې له ډېرو بحثونو ورسته دې پایلې ته ورسېدل، چې ښځه انسانه ده؛ خو سپکه او ذلیله ده او د خدمت لپاره پیدا شوې ده او….

په اوس وخت کې مذهبي خلکو ښځه د احترام وړ وبلله، انسانه یې وګڼله، خو د پښتنو غوندې ټولنه کې یا د کور وبلل شوه او یا د ګور. فیمینسټان راپورته شول، ښځه یې نیمه نړۍ وبلله، ښکلا یې وګڼله او جنس لطیف یې ورته وویل.

په ټوله کې ښځه خور یاده شوه، مور یاده شوه، لور شوه او د دې اړیکو پر اساس یې خلک دې ته راوبلل، چې درناوی یې باید وشي.

په پورته ټولو نظریاتو کې ښځه داسې بلل شوې، لکه یوه اله چې وي. سقراط یې په اړه داسې خبرې کړې دي، لکه یو څوک یې چې د جامو، بوټانو او نورو وسایلو په اړه کوي. نیچه چې ښځه دویم جنس بللې او په اړه یې د جنسیت سوال ور پیدا شوی دی، مانا دا چې د انسان له کتاره یې باسلې. په ټوله کې چې ښځه د بحث وړ ګرځېدلې، مانا دا چې د الې په څېر ورته کتل شوي دي. حتا که ښځې هم د خپل ځان په اړه د بحث جرات کړی، غواړي ووایي، چې زه انسانه یم، خور یم، مور یم او…لور یم.

له ښځې سره د یوې الې په توګه دا وړ چلندونه په پښتنې ټولنه کې ډېر وشول او روان دي. یوې ډلې خلکو پښتنه ښځه راکش کړه، مطلق عربه یې ترې جوړه کړه، د عربانو کلتور ورته دیني ښکاره شو او له ښځې یې غونډه پښتونولي وغورځوله. بله ډله خلک راپورته شول، د فیمینسټیکو نظریاتو په تعقیب یې ښځه راکش کړه، د غرب غونډ کلتور یې پرې پلی کړ؛ فرضا یوې ډلې خلکو له پښتنې ښځې پښتون ټیکری ایسته ګوزار کړ، د عربو بوقره یې ور پر سر کړه، بلې ډلې خلکو ټیکري، بورقې او د حجاب نور توکي ترې ایسته وغورځول او د غربیانو غوندې یې لوڅه ودروله.

که پښتونولۍ ته سره راشو، پښتنې ښځې د خبرو انسانانې وې، د لنډیو طبقه وه، فتحې یې کولې، تر درباره یې لاره لرله او له نرینه و سره یې مټ په مټ د ژوند ټولې چارې مخته وړې. که نر به شپون و، ښځې یې شپانتي ورسره کوله، که نر به پټی کولبه کاوه، ښځه به پټي ته ورسره تلله، همداسې به که ښځې اختر کې ټال کې زنګل، نر به هلته ورسره زنګل، که واده کې به یې شور و شرنګ را اخېسته، نر به اټن ورسره کاوه او که…

په ټوله کې ښځه نازو وه، زرغونه انا وه، ملاله وه او … ښځې احمدشاه ابدالي وروزه، میرویس نیکه یې وروزه، امان الله خان یې وپاله، د انګرېز لښکرو ته یې ماتې ورکړې، شعر یې ووایه، ټپې یې وکړې او د شاه محمود غوندې ورونو په مړینه یې مرثیې ولیکلې.

پر دې ټولو سربېره د نورو ټولنو تر څنګ په پښتنې او افغاني ټولنه کې له ښځې سره تاوتریخوالی روان و، لوستي او فکري خلک د دې تاوتریخوالي د حل په لټه کې شول؛ خو دا چې خپل حل یې نه لاره او یا خپله د حل په لټه کې نه شول، نو یا خو یې د اسلام دین تر ظهور وروسته د عربانو کلتور کټ مټ را واخېست او دلته یې د پلي کېدا هڅه وکړه او یا یې د غربیانو کلتور را واخېست او دلته یې تبلیغ ورته وکړ.

ځینې اندېښنې ایجاد شوې؛ لومړۍ خو دا چې فکري قشر ولې د دې تاوتریخوالي حل ته په پښتنې او افغاني دودونو کې حل ونه لټاوه؟ بله دا چې ښځې ولې تر اوسه ځان د یوې الې په حیث وساته، د بحث مورد شوه، تر پښو لاندې شوه، پر سر کېنول شوه؛ خو خپله یې ماحول بدل نه کړ؟ یعنې که پښتنه ښځه خپله هم را پورته شوه، د خپلو حقونو سوال یې وکړ، په ادعایي شکل یې دا خبرې راپورته کړې، چې ګواکې ښځه انسانه ده، نیمه نړۍ ده، مینه ده او ښکلا ده؛ خو د دې خبرو لپاره یې کار ونه کړ.

ښکاري داسې چې لا هم ښځې په دې تمه دي، چې سړي ورته ماحول بدل کړي او دوی له لاسه ونیسي، چې په دې لاره روانې شئ! که پښتنې ښځې د پښتونولۍ په چوکاټ کې د خپلو حقونو غوښتنه پخپله وکړي او د پښتنو ښځو پر وړاندې روان تاو تریخوالي ته د پښتو په چوکاټ کې د حل هڅه وکړي، باور دا دی، چې یو دایمي حل به ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب