جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د بې خوبه سیوري رڼاګانې | عبدالرشید سعادت

د بې خوبه سیوري رڼاګانې | عبدالرشید سعادت

       شعر د انساني فطرت عاطفي او تخیلي انعکاس دی، چې د شاعر انسان د وجدان په هېنداره کې انځورېږي. یا شعر هغه موخیله او اهنګینه وینا ده چې د تخیل په رنګ کې کلمې غوټه کړي او د انسان د زړه خبره په یو قالب یا بند کې ونغاړي. شاعر له نورو اغېزمن دی او پر نورو اغېزه کوي، دا دوه اړخیزه اړیکه د هنر په دنیا کې د ژوند پېژندنې لار ده. هر شاعر چې دا لار وموندله، نو په حقیت کې د خیال او ښکلاوو ابدي جزیره فتحه کړه او خپل مقام یې ومونده.

     بې خوبه سیوری زما د ګران استاد ګل رحمن رحماني نوی چاپ شوی اثر دی چې د ځوانیمرګ شاعر فرید باراني پر شاعرۍ یې نوستالژیکه او اروايي څېړنه کړې ده، دا کتاب شپږ برخې لري، د ځوانیمرګ شاعر پېژندنه، اثار، باراني او شعر، د باراني د شعر ارواپوهنه، د شعر نوستالژي او باراني د نورو له نظره یې د برخو خلاصه ده. که زه د خپله له انده ووایم ما باراني صیب لیدلی نه و، زه په بغلان پوهنتون کې محصل وم، یوه ورځ کوم ملګري اتاق ته ورځپاڼه راوړې وه، هغه مې لوستله چې د باراني پر انځور مې سترګې ولګیدې د هغه په اړوند لیکل شوی متن مې ولوسته د ځوانیمرګ کیدو کیسه یې په کې راغلې وه، دا یې نه وو ویلي چې چېرته، د چا له خوا او ولې مړ شو؟د شعر نمونې ته یې ورغلم دغه غزل یې په کې لیکلی و:

په دمه تللي وو له هغې خوا ستړي راغلو

معلومه نشوله چې ولې لاړو ولې راغلو

د زمانې غاښونه تېز لکه د مار د زهرو

مونږ یې له پاسه څه په وېره پرې ختلي راغلو

خدایه چې ته د کومې ورځې د راتلو تږی وې

د ګناهو تورې جامې مو اغوستلي راغلو

په کومه لاره چې د مار په لکۍ وختلو

په هغه لاره کې له پړي ډاریدلي راغلو

ونو یې سترګې دېوالونو یې غوږونه لرل

فکر مو وکړلو چې چا نه یو لیدلي راغلو

لا څوک زمونږ له بیا راتللو نه خبر هم نه ول

لکه باران د دروازې تر څنګ غلي راغلو

      په دې ورځپاڼه کې یې څو شعرونه وو، کله چې رحماني صیب د بغلان په پوهنتون کې استاد شو نو یوه ورځ هغه دوه کتاب راکړل چې د یوه نوم یې سکوت سندرې وايي او بل یې د باراني یاد و. دا کتابونه مې مطالعه کړل. د یوه پر پښتۍ د رحماني صیب غزل راغلی و دغه بیت یې د ځوانیمرګ باراني د مرګ سره تړلی و:

د قبر خوله مې د شعرونو پر کتاب وتړئ

چې مې د خاورو پر ځای واخلي ټول مزار غزلې

      د باراني په اړه مې معلومات لا غښتلي شول، د هغه په اړه مې د پوهانو نظرونه ولوستل د شعر او شاعرۍ اړوند مې پوهه ترینګلې شوه، یوه ورځ بیا رحماني صاحب په کڅوړه کې څو کتابونه راکړل چې په هغې کې د باراني کلیات هم و، زړه مې باغ باغ شو له کابله تر غوربند پورې مې ولوسته خو خلاص نه شو، کور ته چې ورسیدم نو پوره مې مطالعه کړ او یوه لیکنه مې هم پرې وکړه چې هغه لیکنه په تاند کې خپره شوې.

      د بې خوبه سیوري اصلي موضوع د فرید باراني د شعر رواني او نوستالژیکه څېړنه ده، چې په دې کتاب کې په ځينو نورو موضوعات بیان کړي چې هغه موضوعات دا دي:د نوموړي په ژوند شاعري، نورو نومونه، د باراني شعر، د شعر ارواپوهنه او د شعر نوستالژي. هره برخه به یې په لنډه توګه معرفي کړم.

       باراني د بادغیس ولایت اوسیدونکی دی د لېسې زده کړې یې په هرات کې کړي. د لېسې له زده کړو وروسته ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي سېول څانګې ته بریالی کېږي له انجینري یې زړه تورېږي، کابل ته راځي طب پیلوي په وروستیو کې یې له طب هم زړه تورېږي انګلسي او د قرآن کریم تفسیر لولي او فکر پرې کوي. د یو تجسس ذهن په درلودو سره یې سرګردانه روح په افغانستان ټینګ نه شو تر برلین پورې ورسیده او هلته یې د اسلام دین په اړه له یهودیانو سره بحثونه وکړل کله چې یې هغوی مات کړل نو د اوسپنې په میله یې وواهه او دغه سرګردانه انسان یې د ژوند له رنګین بڼ څخه رخصت کړ. په هغه ورځ چې یې د ځوانیمرګ جنازه له برلین څخه کابل ته راوړله یو څو خواخوږو یې د کابل په هوايي ډګر کې انتظار وېسته آسمان غمګین و او له درده یې اوښکې راروانې وې، د څه ځنډ وروسته د سرګردانه انسان جنازه کابل ته راورسیده هرات ته یې ولېږدوله مور، خویندو او ورونو یې د مسافر ځوانیمرګ په ویر ډېرې کریکې ووهلې او د جمعې له لمانځه وروسته یې د تنهايي په کور کې د تل لپاره د سکون ساه واخیستله.

په بې خوبه سیوري کې د باراني تخلص یو شاعرانه کیفیت بلل شوی دی. د تخلص په ټاکنه کې د ده فکر دا وه چې انسان باید یوازې د ځان لپاره تړلی او محدود نه وي، دا په دې فکر کې دی چې نورو ته ورسېږي، د خیر ښېګڼې تلپاتې یا نه درېدونکې روحیه ورسره وي، باران هم همداسې دی په وچه، غره، اغزي او ګل یو ډول ورېږي. طراوت، زرغونتیا او د اوبو زېری او خوښي رامنځته کوي.

      د بارانی شاعري فطري ده او طبیعي اړخ لري. کسبي او تقلیدي نه وه، د شعر وړانګو یې د هغه د درون لید لوري او فکر له ډېوې څخه رنګ اخیستی و. د شعر په تیورۍ کې د شاعر کیدلو سرچینې بېلابېلې دي، چې رحمان بابا درد ښودلی دی. خوشحال بابا محبت ورسره ملګری کړی دی. د باراني د شاعرۍ سرچینه درد دی چې درد یې ټولنیز او ټول شموله دی. باراني د لومړۍ شعري ټولګې په سریزه کې لیکلي دي:(( زه په خپل ژوند کې یو څه چې ډېر ځورولی یمه، هغه زما د زړه نهايي بې موجبه درد و او همدغه عامل و چې نن دا کتاب ستاسو مخې ته پروت دی، زما هغه شېبې اوس هم یاد دي چې ژوند ته مې صرف همدومره وصیت درلود.))

مرګ راته ښه دی ژونده غلی شه ساه مه راکوه

د دې ناکامه ضمیر شاه ته پناه مه راکوه

ځینې وخت به مې له خولې دا چیغه ووتله:

په دغه ښار کې چې خندا یې د ژوندون مالګه ده

غوږ راته ونیسئ چې زه هم په ژړلو ارزم

      باراني له غضنفر صیب سره په مرکه کې ویلي دي چې زما شاعري له دوه شیانو اغېزمنه ده یو الهام او بل خپله تاثر دی. په طبیعت کې چې ما هر څه لیدلي که هغه محرک وي او که نه وي نو پر ما یې اغیزه کړې ده او په اړه مې یو څه ورته لیکلي دي. فرید باراني په پښتو او دري ژبه شاعري کړې ده، ډېری شاعري یې په پښتو ژبه کړې ده. په ټوله کې د باراني د شاعرۍ غوره ځانګړنه د نویو ترکیبونو کارول دي، ده داسې ترکیبونه وکارول چې پخوا چا کارولي نه وو؛ لکه: د مېږیانو د لښکر حسادت، د سترګو تبسم، د لېونتوب مبارکي، ړنګ تحمل، له بخارۍ نه ساړه څڅېدل… .

       پورته مې اشاره وکړه چې باراني په دري ژبه هم شاعري کړې ده. د محتوا او ژانر له اړخه یې دري او پښتو شاعري سره غاړه غړی دی یو تر بل یې دومره زیادت نه ښکاري د کمیت له اړخه یې د پښتو شاعرۍ تله درنه ده دواړو ژبو ته یې له زړنه کار کړی او هېڅ کله یې د نشنلیستۍ له زوایې نه نه دي کتلي:

پښتو مې زړه دی او دري مې د زړه سر دی قسم

زه له دې دواړو نه بغیر اوسېدلای نشم

     د باراني دري شاعري هم له احساساتو مالامال ده دلته به یې یو غزل وړاندې کړم:

قطره در دامن این باد منم

ها اګر شکی بیفتاد منم

به سیه دیده ی من خوب ببین

نګار یک صدو هفتاد منم

آنکه در آتش سوزان رسید

و آنکه در فلسفه زاد منم

اشک می بینی و باغ می بخشی

در پی روی تو معتاد منم

پرده صبر به نفس پوشیدی

ها بیا دستت مریزاد منم

عشق در دامن ګلریز تویی

ناله در دامن ګلزاد منم

آب دادی به جان ز استغناء

دانه در خرمن آباد منم

ابرها ګریه کنان از من خیست

حال ببین مست منم شاد منم

حمل امانت هستیم تمام

حیرت مسئله بنیاد منم

زده در قطره ی بویناک جهش

حکم جاوید خدا داد منم

     د باراني د شعر ارواپوهنه

     ارواپوهنه هغه علم دی چې د انسان کړه وړه او روحي ښکارندې په کې په علمي او مسلکي ډول څېړل کېږي. ارواپوهنه له ادبیاتو سره داسې ده لکه نوک او اورۍ  یو د بل بشپړوونکي دي. باراني په شعر کې ځان د یو ارواپوه په څېر راڅرګند کړی دی، ځکه چې د هغه د شعر موسیقي او اهنګ یو ډېر خوږ او رواني تناسب لري، کله د غره د ویالې په څېر له شور او غورځنګ څخه ډک وي او نږدې بوټي ټول په شور راولي کله د سمندره په شان ارام روان وي. د باراني رواني تصویرونه د فلسفې، عرفان او په ځانګړو اساطیرو روایتونو ولاړ دي. دلته یې د غنم د سرلیک لاندې یو رواني شعر وړاندې کوم:

غنم

بې پاسه ژوند دی کنه

هر څه د کاشکې سره نه ختمېږي

باید حسرت ووژني

او خپل پاسته لاسونه

د ژوندانه د ستومانیو په ایرو ولړې

تر څو چې ټولو ته جوته شي چې

د یو انسان د غلطیو د جبران لپاره زجر کاږو

او د هماغه ممنوعه مېوې لپاره چې پرې وشړل شوو

لا هم په ځمکه کې خاره واره یو

او د یوې ګولې ډوډۍ لپاره

او د یو څو بې پته ورځو، تورو شپو په خاطر

د خپل نیکه زړو خوبونو ته جنت جوړوو

      غنم په اصل کې یو لفظ دی خو تر شا یې د آدم ع لویه کیسه پرته ده چې د پښېمانۍ او پر خاورینه ځمکه د زجر او ځور داستان پروت دي. د ژوند د ستومانیو او اړونو انځور ګري ده. د باراني په شعرونو کې ډېر اروايي شعرونه شته دې.

      د باراني د شعر نوستالوژي

      نوستالوژي په اصل کې یوناني کلمه ده چې د درد او بېوزلۍ، یا وطن ته د بېرته ستنېدو سودا ته وايي. کله دا کلمه په همدې مانا سره د لومړي هومر په اودیسه کې د اتل اولیس لپاره کارولې چې د ټرای له جګړو وروسته د کور کلي په یادونو کې په زړه تنګۍ جګړه کوي، تل یې ښکلې مېرمن او زوی وریادېږي. نوستالوژۍ د ارواپوهنې او طب وروسته د هنر دروازه ټکولې ده. په هنر او ادبیاتو کې بیا د نوستالوژۍ کلمه د رواني ناروغۍ یا د کرکټرونو د رواني ستونزو په سبب نه وه، بلکې د رواني او طبي متونو خلاف په رومانټیکو احساساتو واوښته، شاعر او ادیب د تخیل او اسطورو په مرسته خپلې ماضي ته لاس ورکړ او د استوګنې په نوي چاپېریال کې د غبرګون مانا غوره کړه.

      نوستالوژي شاعرانو او لیکوالانو په بېلا بېلو ماناوو کارولې ده، هوګو له وطن څخه د لرې والي او درد په مانا کارولې ده. بودلر د نورو هېوادونو سره د مینې او ورکو شیانو سره بېرته د مینې او پالنې په مانا کارولې ده. موږ که د باراني د شعر نوستالوژي په محتوايي لحاظ د تېر ارمان، له حال شکایت، یوازیتوب، ناهیلۍ، له خلکو زړه بدوالی، د نړۍ بدرنګۍ، مادي او معنوي غربت، مرګ، وروسته پاتې والی او د یوې اېډیالې خیالي او تر اوسه مبهمې نړۍ(ارمان ښار) له یادونو څخه جوړه ده.

      د تېر ارمان:

ماشومتوب ښه و د دردونو ارزاني خو نه وه

د څیز ژړا وه څه خبره د زړګي خو نه وه

      مستقبل خوبونه:

د قبر خوله مې د شعرونو په کتاب وتړئ

چې مې د خاورو پر ځای واخلي ټول مزار غزلې

 

     له حال شکایت:

زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده

په اور وسوځه دا تورې قلمونه

      اندېښنې او رواني سرګرداني:

      کله چې انسان د ځمکې پر مخ پښه ایښې نو د اندېښنو باد هم پرې راغلی دی، تل په اندېښنه کې وي. هره څومره چې یې ژوند ارام وي بیا هم یوه اندېښنه یې زوروي. په ټوله کې انسان هېڅ وخت له اندېښنې او وسواسې خالي نه دی.  باراني هم له دې اندېښنو خالي نه دی:

زه یې تر شا پلی اندېښنې مې له ما وړاندې اوس

دا رټلی عشق به نور څه چارې په ما کاندې اوس

یا:

هم یې روح هم یې وجود راته شل کړی

پیدا شوی يو ښامار مې په بدن کې

ډلې ډلې اندېښنې ورته را درومي

سم جوړ شوی یو مزار مې په بدن کې

       اندېښنې هغه ناروغۍ ته ورته دي چې ستړیا او خپګان دواړه له ځان سره لري. باراني مخکې روان دی او اندېښنې یې ورپسې روانې دي، دومره یې کړولی یم نه پوهېږم چې نور به څه راباندې کوي. د دې اثر د نومونې وجه هم د باراني د شعر له یوه عنوان څخه اخیستل شوې ده، چې هغه شعر په لاندې ډول دی. البته دغه شعر یې په دې اثر کې راغلی نه دی بلکې په کلیاتو کې یې راغلی دی:

بې خوبه سیوری

له کوم احساس نه

چې تا خپلې ارادې څارلې

ما د هماغه احساس

په مضطربه لاره

خپل د مسیر په وارخطا مزل کې

د ژوندانه بې خوبه سیوري تر پښو لاندې کړل

او ذهنیت له مکررو انګازو نه مې

د عشق په قیمت

هغه ناولي تور غږونه ټول کړل

چې په لمانځه کې به یې هم مزاحمت کولو

او نیمه شپه به یې هم نه پرېښودې

چې یو آرامه خوب ته غېږه کښېږدې

ما د ژوندون د دې بې خوبه سیورو

د ورکېدو قاطع تصمیم نه درلود

زه مې د هیلو په محشر کې داسې ورک او لېونی ښه ومه

خو خدایزده چا راته په غوږ کې ووې:

چې ژوند آرام نه لري

لکه اوبه روان دی

د ټولېدو لپاره لپه غواړي

جام نه لري

    په ټوله کې په دغه اثر کې د باراني د ژوند، شاعرۍ، زده کړو په اړه ښه څېړنه شوې، یوه نوې موضوع ده تر دې دمه ما داسې کوم څوک لیدلي نه دي چې د یو شاعر د شاعرۍ په اړه یې اروايي او نوستالژیکه څېړنه کړې وي. موضوع نوې ده او همدا د یوې غوره موضوع ځانګړنه ده، چې باید نوی والی ولري.

    رحماني صیب د باراني د شعر رواني او نوستالوژیکه څېړنه ډېره ښه کړې، د هرې موضوع اړوند یې بېلګه راوړې او بیا یې تشریح ورکړې ده. دا اثر کومه ژبنۍ ستونزه نه لري، نثر یې روان دی او په ټوله کې د څېړنې له اصولو سره برابر دی په دې هیله چې نورې څېړنې هم وکړي او د پښتو ژبې او ادب پر بڼ نورې لورونې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب