یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+منډه/ اجمل پسرلی

منډه/ اجمل پسرلی

پرخې د پارک په منځ کې د اوږدې چوبي چوکۍ شاوخوا ریږیدلې پاڼې درنې کړې وې. د شمال له څپو سره به یوه نیمه پاڼه لږ وخوځیده، په نورو لکه چې د سهارني باد زور نه رسیده چې د ګرد میدان لور ته یې ورغړوي یا یې پسې پورته کړي.

دا مې دریمه اونۍ ده چې زه سهار په دې پارک کې منډې وهم. په دې چوکۍ باندې یو سړی ناست وي چې په لومړیو ورځو کې به یې اوږده سپینه چوټۍ شاته تړلې وه. نن سبا یې ویښته نه وي سر ټول او چې کله د نن غوندې شمال وي، سپینې څڼې یې باد ببرې کړي وي. هر کله چې د ده مخې ته تیریږم سر خوځوي او زه لاس ورته پورته کوم. د ده له چوکۍ سره د منډې دوره شمیرم چې څو ځله له لوی ګردي چمنه راګرځیدلی یم.

عادت ارادي نه وي چې څو ګامه مخته ولاړم پام مې شو چې بوډا خو نن نه شته، چوکۍ تشه ده او ما لاس پورته کړ. راوګرځیدم په همدې چوکۍ کښیناستم .

داسې احساس مې وکړ لکه د مني د وخت ځاله چې له ورایه خلکو ته ښکارې، راپاڅیدم.

پرون سهار چې مې منډې وهلې په اخره کې مې پښه واوښته درد یې وکړ دغه شیبه مې هم په پښه کې څړیکو تر زړه لاره وکړه. تر کښیناستو مخکې مې چې کله منډه وهله درد یې نه کاوه. درد هم داسې شی دی چې ورپام دې شي پسې زیات شي.

 د پارک له مخامخ دروازې سره یو سړی داسې راته ښکاره شو لکه هاغه بوډا ، ورروان شوم شمال یخ لګیده. لکه چې بیرته ووت. پسې ووتم. د کوڅې د دواړو لوریو له ونو بیلې شوې زیړې پاڼې شمال ته نڅیدلې، که له درده په هوا کې تاویدلې.

 ساعت ته مې وکتل نن مې کمې منډې وهلې دي. زه باید د ډاکټر په وینا لږ تر لږه پنځه څلویښت دقیقې منډې ووهم دا خو لا پنځلس دقیقې شوې دي. پښې دې درد کاوه، پښه مې ټینګه کړه درد نه و. د پارک په لور مې شاته وکتل له لویې دروازې د چمن په منځ کې اوږده چوکۍ وړه ښکاریده شاوخوا یې شمال پاڼې په هوا کړې وې، نه پوهیږم چې هاغه د چوکۍ له پښو سره پرخو درنې کړې پاڼې پورته شوې وې که باد نورې پاڼې راپه مخه کړې دي.

بوډا به څرنګه نه وي راغلی؟

سترګې مې سره ټینګې کړې، د پښې له درده مې پورته وکتل، د نرۍ وریځې شاته د لمر سترګه پوره ګرده ښکاریده خو سترګې یې نه وړې. د پارک  خواته مې مزغی کوږ کړ، کوڅه ګرځیدلې وه، د پارک ور پناه و. هاغه بوډا که هاغه بل سړی څه شول؟

څرپا شوه، دوی نه وو، شمال پاڼې څنډلې، مځکې کشولې.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب