شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهپاکستان د تورخم دروازه بیا بنده کړه

پاکستان د تورخم دروازه بیا بنده کړه

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱۵مه) د ننګرهار چارواکي وايي، د تورخم دروازه وروسته له دې تړل شوې چې پاکستان لوري غوښتل چې له خپل ټاکلې سرحد څخه شل متره وړاندې د یوې لوحې د نصبولو په پلمه بله دروازه جوړه کړي، او دوی یې مخه ونیوله.

د ننګرهار ولایتي ادارې په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تورخم کې افغان ساتونکو د پاکستان د دغه اقدام مخه ونیوله او په غبرګون یې پاکستان د تورخم دروازه د ټرانزیټ پرمخ بنده کړه..

په همدې حال کې باختر خبري هم د تورخم د کميسار مولوي عصمت الله له قوله ويلي چې، تېره شپه ناوخته پاکستاني لوري غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان خوا ته شل متره رامخکې د لوحې په پلمه يوه بله دروازه جوړه کړي چې دوی يې مخه نيولې ده.

د باختر اژانس په خبر کې ويل شوي دي، وروسته له هغه چې طالبانو د پاکستان له لوري د نوې نصبېدونکې لوحې مخه ونيوله، هغوی يې په غبرګون کې د ټرانزيټ په مخه دروازه وتړله.

بل خوا په تورخم دروازه کې د کرښې پورې خوا ته د سوداګرو يو استازي ایمل شينواري وويل، د پاکستان حکومت د تورخم دروازه له تېرې شپې راهيسې بنده کړې ده.

د تورخم دروازه داسې مهال تړل کېږي چې تېره اوونۍ هم پاکستاني لوري د تازه مېوو بار وړونکو موټرو پر مخ ياده دروازه درې ورځې تړلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب