Homeخبرونهد تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه

د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱۵ مه) په تورخم کې د یوې لوحې پر سر د اختلاف له حل کېدو وروسته د تورخم دروازه د باري موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

دا لاره تېره شپه هغه مهال بنده شوه چې د طالبانو ځايي چارواکو د پاکستان له لوري له صفري نقطې د افغانستان خوا ته د یوې لوحې پر نصبېدو اعتراض وکړ.

په تورخم کې یوه پاکستاني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پاکستاني رسنیو ته ويلي چې دا لار د دواړوو خواوو ترمنځ تر خبرواترو وروسته خلاصه شوې ده او اسناد لرونکي خلک پرې تګ راتګ کولی شي. د دغه چارواکي په وینا، يوه جنجالي لوحه بورډ ليرې کړل شوې ده.

باختر خبري هم د تورخم د کميسار مولوي عصمت الله له قوله ويلي چې، تېره شپه ناوخته پاکستاني لوري غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان خوا ته شل متره رامخکې د لوحې په پلمه يوه بله دروازه جوړه کړي چې دوی يې مخه نيولې ده.

د باختر اژانس په خبر کې ويل شوي دي، وروسته له هغه چې طالبانو د پاکستان له لوري د نوې نصبېدونکې لوحې مخه ونيوله، هغوی يې په غبرګون کې د ټرانزيټ په مخه دروازه وتړله.

بل خوا په تورخم دروازه کې د کرښې پورې خوا ته د سوداګرو يو استازي ایمل شينواري وويل، د پاکستان حکومت د تورخم دروازه له تېرې شپې راهيسې بنده کړې ده.

د تورخم دروازه داسې مهال تړل کېږي چې تېره اوونۍ هم پاکستاني لوري د تازه مېوو بار وړونکو موټرو پر مخ ياده دروازه درې ورځې تړلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...