Homeخبرونهد افغانستان په اړه د امریکایي استازي د سفرونو د لړۍ بیا...

د افغانستان په اړه د امریکایي استازي د سفرونو د لړۍ بیا پيل

تاند (چارشنبه، د قوس ۱۵ مه) د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام وېسټ د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د خپلو تازه سفرونو د لړۍ د پيل خبر ورکړی.

نوموړي په خپله اېکس( پخواني ټویټر) پاڼه کښلي چې دا سفرونه یې پرون د دسمبر په پنځمه پيل شوي او تر پنځلسمې به دوام ولري.

پاکستان، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او قطر د دغو سفرونو هدفونه ښودل شوي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او نه پوهیږي د امریکا استازی له کومې اجنډا سره د افغانستان په تړاو سفرونه پيل کړي.

ویسټ پر داسې مهال دا سفرونه پيل کړي چې په وروستیو کې د افغانستان ستونزې او د طالبانو رژیم سره د نړیوالو د تعامل څرنګوالی د یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو ناستو په پام وړ موضوع بدله شوې او ورسره  د طالبانو د رژیم پر ضد یو شمېر هېوادونو کې غونډې پيل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...