چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهحقاني: وطن مو د دین او شریعت لپاره پرېښی و، دین تر...

حقاني: وطن مو د دین او شریعت لپاره پرېښی و، دین تر هر څه را ته محترم دی

تاند (چارشنبه، د قوس ۱۵ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د دغه وزارت له یو شمېر چارواکو سره په غونډه کې دوی ته ویلي چې مخکې یې وطن د دین او شریعت لپاره پرېښی و او دین تر هر څه ورته محترم دی.

د هغه په وینا، ځینې خلک د وطن او ملت نارې وهي، خو د دین غم ورسره نشته، خو دوی ته دین او شریعت تر هر څه محترم دي.

حقاني له خپلو چارواکو غوښتي چې خلکو سره د ښه چلند تر څنګ دین او شریعت ته لومړیتوب ورکړي او احکام یې عملي کړي.

هغه ټینګار کړی چې د رژیم چارواکي او منسوبین یې باید په نېکو اخلاقو خلک اصلاح او دوی سره همکارۍ ته را وبولي.

ښاغلي حقاني د وطن پرېښودو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو اشاره یې ښایي پاکستان ته وي چې ویل کیږي دی او ډېر نور طالب چارواکي د جمهوري نظام خلاف د جګړې پر مهال هغه هېواد کې اوسېدل.

6 COMMENTS

  1. دین او شریعت درته محترم ده که د ای اس ای امرونه درته محترم دی له دی معلومیژی چی ای اس ای درته کومه بله نسخه نوشته کړی ده چی اوس نه دملت نه دوطن نه دناموس پروا در سره شته په دین اوشریعت کښی هم ویل شوی چې د خلکو خدمت د وطن او ناموس ساتنه فرض ده مګر تاسو ته دی ای اس ای امرونه له شریعت نه هم معتبره دی که دپه دی لاره روان اوسی او د پاکستان په ګټه د دین او شریعت نه استفاده کوی فکر نه کوم چی دا بی سره او پښو حکومت دې ډیر دوام وکړی او دا تاته هم ښه معلومه ده چی بیا به همدغه د انګلیس لمسی پنجاب ته منډی وهې او ته هم پوه یې چی ملت ستا نه ده او د زور او ظلم حکومت ډیر دوام نکوی

  2. که وطن او خلک تاسو ته اهمیت نه لري ، نو بیا د دین لپاره سعودي عربستان ته لاړ شه او د کعبې شریفې خدمت وکړه.
    له فلسطینیانو نه خلک نورو هېوادونو ته لاړل او وطن یې اسرائیلو ته پرېښود ، چاته ښه شوه . نن ولې سرګردانه او دومره پرېشانه دي ؟
    حکومت د خلکو پرزړونو کیږي . له تاسو مخکې خلکو هم خپل ولس ته اهمیت نه ورکاوو ، ډالري معاشونه یې اخیستل ، هره ورځ به دوبۍ کې ناست وو. له ځانونو یې فرعونان جوړ کړي ول . نن ډۍ په ډۍ په تاجیکستان ، ازبکستان ، ایران ، ترکيې او نورو هېوادونو کې لالهانده او سرګردانه ګرځي .
    حکومت کول پر هدیرو او کنډوالو نه کیږي . تاسو ته باید له هرڅه نه مخکې خپل ولس او خلک مهم وي . که ولس و ، د اسلام مقدس دین به هم وي او که ولس درنه بېزاره شو، بیا به تاسو هم نه وی .

  3. خلیفه ابن خلیفه کلونه مخکی د دین او شریعت پخاطر خپل وطن پری ایښی ؤ خو نن ورځ ئی د وطن او قدرت پخاطر خپل دین او شریعت پری ایښی دی.
    امّا لوپر خانه!
    په هره اندازه چی منفی بافی وکړې نو په هغه اندازه به دی د مغز او زړه او کُلمو او لړمون رګونه نور هم سره ګډ وډ سی او آخر به خپل ځان هم نه پیژنې. لږ د سړی غوندی ږغیږه ( البته د انګریزی او مارکسیسټی مدرسی په شاګردانو کی خو ما سړی نه دی لیدلی ).

  4. https://www.youtube.com/watch?v=L6PgGF1CiMU
    DG ISI Hamid Gul: Haqqani & Hekmatyar are as Pakistani as I am.

    ښاغلیه،
    حميدګل خو دې د پلار او حکمتيار دغسې منښته کوي چې حکمتيار او حقاني زما په شان سوچه پاکستانيان دي.
    ياره، دا دين او د شريعت خبرې دې يوازې او يوازې د خپل ځان او د ولس تېر ايستنه ده او د نړيوالو سترګو ته خاورې ورشيندل دي.
    دا ډېره د شرم خبره ده چې حميدګل د آی ايس آی مشر په زغرده دې د پلار او حکمتيار په منښته کوي او ته بيا د دين خبره کوې، نو دا خو ښکاره ده چې دلته اوس پنجاب حاکم دی او افغانستان په لوی لاس د پنجاب ګوتو ته ورغلی دی او د پنجاب يوه نارسمي مستعمره ده.

  5. د تاند محترم ادارې ته،
    حقاني: وطن مو د دين او شريعت لپاره پرېښی و، دين تر هر څه را ته محترم دی
    په دغه ليکنه کې د نظر څرګندولو په برخه کې هغه بدبخته لوفر بيا پر محمد صلی الله عليه وسلم لګېدلی دی چې ټول پوهيږو چې د تېرو څو لسيزو راهيسې چا له مارکسېزم او لېننېزم، چا له مذهب او چا بيا له ديموکراسۍ او نورو څخه نامشروع ګټه پورته کړه.
    مذهب يوه روښانه پديده ده چې هر چا ترې د خپل ځان او سياسي واکمنۍ د بقا او ثبات لپاره ګټه پورته کړې ده، خو دا د بدبخته او د بېدينه زوی تل پر مقدساتو او اسلامي ارزښتونو تېری کوي او کله پر پېغمبر صلی الله عليه وسلم او کله د هغه پر بيبيانو لفظي ګوزار او د هغوی په حق کې ګستاخي کوي، نو له تاسې محترمو څخه په درناوۍ هيله کيږي چې د دغه بدبخت دغه ګستاخانه څرګندونې له ليکنې ايسته او نوم او د بريښليک (ايميل) يې په بلاک او رد ليست کې واچوئ چې خپلې ګستاخۍ او بې ادبۍ ته هېڅکله لاسرسی ونه لري.
    نور نو دا سپی دی او غپيږي به. که هدايت يې نصيب وي، خو خدای دې ورته هدايت وکړي او کنه، نو الله تعالی دې يې د مغزو په سکته اخته کړي چې …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب