دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د سکندر ستونزې او وروستي پرمختګونه

د سکندر ستونزې او وروستي پرمختګونه

۱۹مه

استادشهسوار سنګروال

سکندر له دوه کالو خونړېیو جګړو وروسته، چې نه یوازې د سیمې نامتو کسان، مېړني او پياوړي جنګیالي، عام ولس او ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل، بلکې پخپلو نامتو قومندانانو یې هم زړه ونه سوزوه، چې موږ د ده د پوځونو او ځواکونو زړور او جګړه ییزو چارو کارپوهان «فیلوتاس» او «پارمن یو» د بېلګې په توګه یادولی شو، له مینځه یووړل.

همدا راز د یوې میلمستیا کیسه، چې سکندر ته ډېر بګنوونکی تمام شوه هغه د کلیتوس (کلاټس clitus) وژل وو، چې په سمرقند (مراکندا) کې پېښه شوه.

کلیتوس د سکندر د پلار یو باوري افسر وه، نه یوازې دده پلار ته ډېر خدمتونه کړي ول، بلکې سکندر یې هم له مرګه ژغورلی وو او دګرانیکس د جګړې په مهال یې، که د «سپي تري داتس spittridates» لاس وهلی نه وای، نو په توره به یې د سکندر ژوند پایته رسولی وو.

سکندر چې له خپلې مستۍ او نېشې راوګرځېد او د خپل نامتو قوماندان خاطرې او خپلې تېروتنې او هم د فلیپ او کلیت کورنۍ اړیکې له سترګو تېرولې، په ذهن او انديې دومره فشار پرېووت، چې ان د لېونتوب او نهیلۍ تر بریده ورسېد.

د روفوس د څرګندولو له مخې: « د سکندر پوځیانو د دې له پاره چې د سکندر دغه ناوړي حالت ته د پای ټکی ايښی وي، په رسمي ډول په ډاګه کړه، چې د کلیتس وژنه په ځای وه.»[1]

د کلیتس په ځای وژنه پدې مانا دوئ، یوناني ځواکوکنو ته ور په ګوته کړه، چې ګنې ده ووېل د مقدونیانو وینه ده، چې له تایې ستر سکندر جوړ کړ، چې اوس نه غواړې د فلیپ زوی وګڼل شې او ځان د «امون» زوی ګڼې. . . «پلو تارک» په دي تړاو داسې لیکلي دي:

«کلیتس په داسې حال کې، چې غوښتل یې د هغه له درناوي څخه لاسر غړونه وکړي، ملګرو یې له کوټې او خونې څخه ووېست، خو له بلې دروازې بېرته راننووت بیا یې خوله په سپکو سپورو خلاصه کړه او د اندرو ماش یوري پيد Euripides andromche شعرونه زمزمه کړل:

افسوس! پریونان، چې څومره بدې پېښې روانې دي. . . سکندر، چې له یوه سرتېري نه نیزه اخستې وه او ځان یې د پردې شاته پټه کړی وو، پرې برید وکړ، کلیتس یوه لوه چېغه وکړه او پر ځمکه پریووت.»[2]

د ستونزو په لړ کی، د سکندر یوه بله لویه ربړه اوستونزه له ساکانو سره، چې د دوئ ترمینځ دوستی ناشوني وه، خونړۍ جګړې وې، د ساري په توګه، هغه مهال چې سکندر دژ مي د تېرولو په موخه بخدی ته را روان شو، د ساکا پولې ته نږدې «زنیپا xenepa» ته ورسېد، ناڅاپه پرې برید وشو او «امینتاس» یې وګواښه، پدې جګړه کې هغو کسانو ته ډېره مرګ ژوبله واوښته چې له باختر نه دلته راکډه شوي ول او له بلې خوا سپتامنز له مساګیتي ساکانو نه درې زره سپاره جنګیالیان را ټول کړل او سکندر یې تر سخت برید لاندې ونیو او د هغه د پوځ قومندان «کوی نس coenus» ورسره مقابله وکړه، دواړو غاړو ته درانه زیانونه واوښتل سکند څه باندی دوه کاله پدغه سیمه کې جګړه وکړه او په پای کې په ۳۲۷ م ز کال پدې بریالی شو، چې بلخ، بدخشان، هرات او ان سغدیانه پورې ځمکې، چې د سر دریا دواړو غاړو ته پرتې وی لاندې کړي.

د دی لپاره، چې نیولې سیمې وساتي، په نیول شوو سیمو کې لوې لوې چوڼۍ اوکلاوې جوړې کړی، چې شمېر یې شپږو پوځي حصارونو ته رسید. بیا یې د باختر نوی والي «امینتاس» ته لس زره پلې او درې نیم زره سپاره سر تېري پريښودل او دېرش زره بخدي او نوري ځوانان تر پوځي روزنې لاندې ونیول، چې خپل لښکر پرې پیاوړی کړي …

د سکندر یو بل ستر کار، چې د ده د پوځ یو شمېر پوځیان او ان د ده مور ورسره همغږی نه وه، هغه د رخشانې (رکسانه، روخانه، روښانه Roxana) سره واده وو.

 په (۳۲۷ م ز کال د پسرلي په موسم کی) رکسانه د باختر د یوه سیمه ییز واکمن اکسیارتز (اوګیارتس، هوخیارتس oxyates) لور وه، دې له خپلی کورنۍ سره لکه د یو شمېر نورو مخورو کسانو په څېر یوه غره ته ختلی وه، تاریخپوه کهزاد په دې اند دی چې «ډېرو تاریخپوهانو او څېړونکو د دغه غره موقعیت په رښتنې بڼه ندی په ګوته کړی.»[3]

دا یوازینی تاریخي واده نه وه، بلکې «سلوکوس نیکا تورهم د سپتامنز له لور «اپامه apama» سره واده وکړ.

د سکندر له دا ډول کارونو سره د ده استاد ارستو همغاړی نه وو، ځکه چې ده له یونانیانو پرته نور وګړي «بربریان» بلل.

د دې ټولو کړو وړو او هڅو سره سره سکندر، چې کوم پوځي بنسټونه ورغاول، نووې پتېله چې له خپلو پوځونو سره (چې په هغه کې باختریان، سغدیانان او ساکا ن وو) چې شمېر یې له سل زرونه زیات وومخ په هند وخوځېد.

سکندر د هند په لور

سکندر په لرغونو کیسو او افسانو کې، د افسانوي هند کیسې اورېدلې وې او دا يې د خزانو هېواد ګاڼه.

له دې سربېره د تاریخ پلار هېرودوت غوندې لرغونپوهانو او سیلانیانو د سیمي او په سر کې د هندوستان په تړاو، چې کومې څرګندونې کړیدي، ښايې د سکندر غوږو ته رسېدلي وي.

سکندر د دوه کالو په شاوخوا کې د باختریا او سغدانیه (سوګدانیه) په خاوره کې تېر کړل او په مخزیږدي ۳۲۷ کال یې وپتېله، چې د هند په لور وخوځېږي . دي د پسرلي په موسم کې له یو سلو شل زرو (‍۱۲۰۰۰۰) پلې او له پنځلس زره (۱۵۰۰۰) سپرو سرتېرو سره د هند په نیت حرکت وکړ.

لومړی یې، په هغو باختري ځوانانو غږ وکړ، چې نه غواړي له ده سره د هند په سفر کې برخه واخلي، له خپلو پوځي لیکو ووېستل، «ولې بیا هم د ده په ځواکونو کې د اویا زرو (۷۰۰۰۰) په شاوخوا کې اسیایي سر تېرو شتون درلود.»[4]

سکندر د پارو پامیزاد غرونو خاواک درې له لارې په دوه ورځو کې بګرام ته واووښت او هغې کلا کې واړول، چې ده دوه کاله  دمخه ودانه کړې وه، یانې له زراسپه (بلخ) نه تر دغې کلا پورې لس ورځې پرې تېری شوې.

سکندر مخکې له دې، چې د هند په لور وخوځېږي «نیکانور nikanor» یې د دې پراخې سیمی حکمران وټاکه او بیا یې د کابل شاوخوا سیمې تیریاسپس tyriaspes ته وسپارلې، لکه د «ګروت» په اند، چې د «زراسپه (بلخ) چارې یې «امین تاس» ته په غاړه واچولې.»[5] بیا له کاپيسا نه د تګاو او نجراو له لارې لغمان ته ورسید.

سکندر، چې نیت یې نه درلود په افغانستان کې دومره ډېر تم شي، ولې بیا هم څلور کاله پرې تېر شول او د پوځ غوښنه برخه یې په همدې خاوره کې له لاسه ورکړه. نو ځکه خو په ډېر احتیاط د کوفن kophen د سین په غاړه غاړه «نیسایا» ته ورسېد.

باید په پام کی ولرو، چې نیسایا او نیکایا دوه بیل نومونه او دوه بیل ښارونه ول. د نیسایا په تړاو ډېرې انګېرنې شتون لري. ولسن او مکرندل دغه سیمه په بګرام کې ګڼي. ځنې تاریخپوهان پدې اند دي، چې جلال اباد ته نږدې د «نیاسا nysa» یوه ښار شتون درلود، چې سکندر پکې واړول او دغه ښار «ډایونیس Dionysus» پنوم، چې یو خدایګوټی بلل کېده په خوا شوې وو.

«د نیکایا (مینسه) پنوم یو ښار ابادوو، چې د سکندر له خوا ورغول شو.»[6] له دې سربېره داسې روایتونه هم شته، چې مندوړاو چارباغ ته څېرمه، چېرته چې د لغمان او کابل سیندونه یوځای شویدي د «نیکا naika» پنوم یو ښار د سکندر له خوا، د خپل بري په موخه اباد شوی وو، چېرته چې د نیسا naisa ښار پروت وو. دلته دی، چې سکندر خپل پوځ پدوه برخو ووېشه.

سکندر لا دغه مهال نیکایا «کې وو، چې خبر شو د کونړ خلکو  د ده پرمختګ مخه نیولی ده نو بیا یې د پردیکا س perdikkas او هپستیون haphaestion (هیپاسشیان) په قومانده د کابل سین د جنوب له غاړې ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې ځانونه د خیبر له لارې اباسین ته ورسوي.

سکندر پخپله د ګمبېري او درونټې له لارې مخ په کونړ وخوځېد، خو هلته رښتیا هم له اسپېزو (اسپه زیو، ښایي اوسني یوسفزي وي )واړول، ایله په درې میاشتو کې، چې ویل کیږي ټپې هم شو، لومړی اسمار، باجوړ او جندول ته راووښت او په پای کې دواړه پوځونه د اباسین پورې غاړې د برهان په سیمه کې، چې حسن ابدال او تکسلا ته څېرمه پرته ده یو ځای شول.

ویل کیږي، پدغه سیمه کې د تکسلا پاچا «امپي» ورسره مخ شو اوا مپي ورسره  د مرستې ژمنه یې وکړه، ولې ځنې انګېري، چې د پردیکاس ځواکونو د پېښور، چارسدې، ویهند او نورې په لاره پرتې سیمې ‍لاندې کړې.

«د بکوس وړاندیزونو ته چې په لغمان کې، سکندر غوږ ونیو او بیا مخ په کونړ روان شو، نو بکوس، چې د امپي دوست وو، ځواب ورولېږه چې له سکندر سره روغه او مرسته وکړي. نو ځکه امپې هم لکه د لغمان د واکمن په څېر خپل وړاندیزونه ورغبرګ کړل.»[7]

ـ هیپاسشیان او دیکاس:

د یونانیانو د تاریخ په اړه او په ځانګړي ډول د دوئ د لرغوني تاریخ او په سر کې د سکندر په تړاو ګڼ شمېر لرغونپوهانو او څېړونکو ګڼې څرګندونې کړیدی.

د دغو تاریخپوهانو یوه لویه ښېګڼه، که هغه د سکندر دمخه هم وو خو په ځانګړي توګه بیا د سکندر ځواکونه چې په کوم هېواد او سیمې ته تلل، نو د هغه هېواد د تاریخی او جغرافیوي جوړښت، ټولنیز ارزښت او د بېلابیلو قومونو شتون چې په یادو سیمو کې ودان ول، هر اړخیزه یادونه کړې ده.

د ساري په توګه د هېرودوتس اثار (که څه هم دی دمخه تېر شوی دی) د داریوش ډبر لیکونه، چې د بستون behiston او د ده د هدیرې ډبر لیکونه چې په نخش رستم کې د پارس په لرغونو کنډوا لو کې شته، د سیروس او لوی داریوش ټاکلې زمانه په ګوته کوي.

ډېر جغرافیه پېژندونکي پدې اند دي، چې په اسیا کې لوړه سیمه له دجلې څخه تر اباسین (tigris hindus) پورې یوه هېواد بڼه لری. د «نخش رستم» او د لرغونې ماڼۍ په کنډوالو کې د داریوش په هدیرې باندې کښل شویدي چې د هند د نیمې وچې یو شمېر سیمې د داریوش د واک په مهال نیول شوې وي.

له دې څخه موخه د اوسني هند ټوله جغرافیه نه شو ګڼلی، بلکې ښايي، د هند شمال لویدیځي او د اباسین او جیلم تر مینځ خاوره وي.

له لرغوني مصر نیولی او همغسې له حبشې راواخله تر نورو دغو پراخو سیمو پورې دغه ځمکې تر یوه بریده د کمبیز Cambyses په ولکه کې وې او ده سیروس او داریوش د واک تر مینځ اوه کاله (۷) پدغی پراخې ځمکی حکومت وکړ، خو د دې وس یې ونه موند ، چې خپل ځواکونه ختیځ ته ولېږي.

هېرودتس Herodotus چې دغه سیمې له نږدې لیدلي دي او په دغه لړ کې د سیمو او یو شمېر قومونو یادونه کړېده، چې وېلې دي، «د ګانداریويgandarioi او دادیکای dadekeu تجهیزات درلودل. د پاکتیوک paktiuke خلکو د پوستکي چپني اغوستې او د خپل هېواد لیندۍ او چړې یې له ځان سره ګرزولې.»[8]

هېرودوتس د دوه نوروسیمو یادونه هم کوي او وایي چې «کاسپاتورس» په «پاکتیوک» کې پروت دی. څېړونکي اندېښنه لري چې کاسپارتورس به د پاکتیوک په کوم پلو کې پروت وی؟

د ګریرسن Grierson په ګډون linguistic surrey of indian د هند د ژبو سروې پنوم کتاب کې لیکل شویدي، چې پاکتیویس د هېرودوتس د څرګندونو پر بنسټ د پختون pakhtun له کلمي سره یو ډول دی، که څه هم مورګن سترن او د کمبرج پوهنتون پوهاند بیلی bailey له دې سره مخالفت ښودلی دی، خو دا چې هېرودوت کاسپاپورس paskapuros په پاکتیوس کې ښېي، ولې یو شمېر څېړونکی دا د لیک تېروتنه ګڼی، دوئ انګېري، چې د دغې کلمې سمه بڼه ښایي پاسکاپورس paskapuros وی، چې موخه ترې اوسنی پېښور دی. (د سانسګرت پورو شاپورا=پېښور) د هېرودوتس کاسپاتورس ننی پېښور موږ ته دا ښېي، چې د سایلکس scylax سمندري سفر له دې ځایه پيل شوی دی او د هند سمندر ته رسېدلی دی.

د هېرودوتس همدغه څرګندونې وې، چې تقریباً یوه نیمه پېړۍ وروسته سکندر د همدغې جغرافېې په رڼا کې له اوسني ایرانه نیولې تر افغانستان او ګندهارا پورې، چې له همدې لارې بیا د هند خاورې ته ورننووځي او هلته خپل فتوحات کوي.

کله چې سکندر خپل پوځونه په ۳۲۷ م ز کال په پسرلي کې د اباسین وادي ته ولېږدول، له دې څخه ښکاري، چې بیا هم د ده په مخ کې د هېرودت نخشه پرته وه، چې خپل ځواکونه یې په دوه برخو ووېشل، چې یوه برخه یې هیپاسشیان او پیردیکاس په مشرۍ د خیبر له لارې په اباسین وخوځېده.

که څه هم سراولف کارو په پتانز نومې اثر کې انګېري:

«چې تر اوسه یو لیکلی سند په لاس کې نه لرو، چې سکندر دې له دی سیمې څخه تېر شوی وي …»[9]

که چېرې د سراولف کېرو موخه یوازې سکندر وي، دا خو ښکاره ده چې نوموړی د خیبر له لارې ندی تېر شوی او که چېرې هدف یې د سکندر پوځ وي، نو بیا خو ډېرو څېړونکو دغه خبره کړېده، چې د ده پوځونه، چارسدې  ته ورسېدل او له آباسینه تېر شول. چارسده له پېښور نه وروسته د ګندهارا مرکز ووو نو بیا خو ښکاره ده، چې د پوځ یوه برخه یې د خیبر له لارې له اباسینه پوریوتې ده.

تاریخپوه احمد علی کهزاد د سکندر او د هغه د ځواکونو په تړاو داسې لیکلی دي، «سکندر او دهغه پوځ چې په افغانستانکې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګریوان شو کاپيسا، نجراو، تګاو، لغمان او کونړ له لارې اسمار او له هغه ځایه سوات او بنیر ته ورواوښت او له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ شو.»[10]



) همدا راز تر ۱۷۷-۱۸۱[1]

) پلوتارک د لوی سکندر ژوند لیک۵۱-۵۲ مخونه[2]

) کهزاد احمد علی خان تاریخ افغانستان ۲۶۸ مخ[3]

۱۰۰) هستورین هسټرhistory څلورم ټوک ۳۵۱ مخ

) ګروت د یونان تاریخ ۱۶۶ مخ[5]

) د افغانستان د تاریخي جغرافیې څرنګیالې ۱۷۹ مخ[6]

) سنګروال شهسوار د افغانستان د تاریخی…..هماغه اثر ۱۸۶ مخ[7]

۱۰۴) هېرودتس Herodotus لومړی ټوک ۱۲۵ مخ

) سراولف کارو، پټانز ۷۷ مخ[9]

) کهزاد احمد علی خان افغانستان در پرتو تاریخ ۶۶ مخ[10]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب