شنبه, مې 11, 2024
Home+د اکرم عثمان د ادبي جايزې څلورمه سېالي

د اکرم عثمان د ادبي جايزې څلورمه سېالي

په ځانګړی ډول د لنډ كيسو لپاره

د فردا کلوب د ارواښاد ډاکټر صاحب اکرم عثمان د عالي ادبي هستونو او خدمتونو په خاطرد اکرم عثمان د ادبي جايزې د راتلونکي کال څلورمه سېالي اعلانوي.

د دغې ادبي ، په ځانګړې ډول داستاني جایزې موخه د داستان ليکنې په ډګر کي د افغانستان د نویو او تکړه څېرو میندل او پيژندنه جوړوی. د اکرم عثمان د ادبي جايزې مديريت ټولو داستان ليکونکو ته په هيواد کي دننه او له هيواده بهر بلنه ور کوي، چي د خپلو دووغوره داستانونو د را لېږلو له لاري په دغه ادبي جايزه کي ګډون و کړي . د دغې ادبي جايزې صلاحيت لرونکي ډله به درېيوغوره شوو داستانونو ته د (اکرم عثمان) ادبي جايزه ورکړي. په جایزې برسېره به د جایزې د ګټونکي کیسې سویدنی ژبې ته هم وژباړل شي او له اصلي ژبې سره یو ځای به په يوه ځانګړي کتاب کې له چاپ شي.

د جاېزې د ګډون شرايط:

۱. ستاسي ليکلي داستاني (کيسه ايز) آثار بايد د ۲۰۲۳ کال د دسمبر له ٥ څخه د ۲۰۲۴ کال د جنوری تر ٣۱ نېټې پوري د ادبي جايزې ادارې ته را و رسېږي.

۲. د سيالۍ لپاره دې ليکوال يواځي دوه داستانونه په دري او یا پښتو ژبو راوليږي.

۳. ټول اثار بايد په word کې ليکل شوي وي او دغه بريښناليک [email protected] ته دې راواستول شي

اثار دې په فایل کې د برېښناليک (attachment) ضميمه شي او دا سرلیک دې ورته غوره شي: ( د اکرم عثمان د ادبی جایزې څلورمه سیالي)

۴. د اثر د څښتن پوره مشخصات (نوم، تخلص، د زېږېدو نېټه، د زېږېدو ځای، د اوسېدو اوسنی ځای، د تحصيلاتو کچه، د چاپي اثارو شمیر او سرلیکونه، د اثر نوم، د پوستي ادرس، د تليفون شمېره) دې په يوه ځانګړې پاڼه کې، له ټيپ شوو آثارو سره يو ځای را ولېږي.

وخت: شنبه ۱۵ / ۲ / ۱۴۰۳ ـ May 4 , 2024
مکان: استکهلم ـ سویدن
د کلتور رود د ادارې په په همکارۍ
د اکرم عثمان د ادبي جايزې مديريت
فردا کلتوري کلب په سویډن کې

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب