یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارينزى

د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارينزى

 سریزه 
او دېرش كاله وروسته…
 (دا دیرش کاله د کتاب د چاپ په کال پوری اړه لری. ۲۰۱۰ م. اوس که دا عنوان نوی کړو؛ نو شی به او ۴۳ کاله وروسته)

په كال 1978 م (1356هـ. ش)  كې په كابل كې د ديارلسو هېوادونو د پوهانو په گډون، د حكيم ابوالمجد مجدود ابن آدم سنايى غزنوي د زېږندنې د نه سوه مې كليزې نړيوال سيمنار جوړ شوى و، هغه وخت زه د كابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي محصل وم؛ خو د هغه وخت له پياوړو ليكوالو حبيب الله رفيع، زلمي هېوادمل، اسدالله شعور او ډاكتر مجاور احمد زيار او د دوى له لارې د هېواد د تاريخ او فرهنگ له ډېرو نومياليو استادانو سره ناسته پاسته درلوده او د دوى له محضر او مجالسو څخه مې گټه پورته كوله.

د هغه سيمينار په درشل كې زه د ښاغلي حبيب لله رفيع او مشرانو استادانو (پوهاند عبدالحى حبيبي، پوهاند عبدالشكور رشاد او ډاكتر روان فرهادي) په مرسته د حكيم سنايي د نړېوال سيمينار غړى شوم او حاضرينو ته مې د حكيم سنايي د استاد، خواجه اسماعيل شنيزى په هكله يوه مقاله واوروله چې د سيمينار د گډون كوونكو او اورېدونكو د پام وړ وگرځېده او ځينو ښاغلو وستايله.

په درېيمه روځ د سيمينار ټول غړي د حضرت حكيم سنايي ټاټوبى او د ده د هديرې زيارت ته لاړو. په غبرگون كې له وردگو څخه تر كابله پورې زه او ښاغلى  هېوادمل په دې خبره غږېدو چې موږ په خپل هېواد او خپلو ژبو كې څه ډول څېړنو او اثارو ته اړتيا لرو؟

ښاغلي هېواد مل په تاريخي پلټنو، د ادبياتو تاريخ، ادبي څېړنو او فولكلورټولونې ډېر ټينگار كاوه؛ خو ما ويل چې د تاريخي څېړنو، ادبي تاريخ، ادبياتو، شعر، داستان او فولكلور تر څنگ، د علمي اثارو ژباړې، ليكلو او خپرولو ته هم ډېره اړتيا لرو. هغه وخت به چې زه كوم كتابتون يا كتاب پلورنځي ته ورغلم، داسې كتابونه مې نه ليدل چې افغاني پوهانو دې د فزيك، كيميا، هندسې، طب، رياضياتو، ټولنپوهنې، انسان پېژندنې، جغرافيې، فلسفې او د علومو، فنونو او هنرونو د سلگونو او زرگونو نورو څانگو په هكله په پښتو يا  دري ليكلي او يا ژباړلي وي؛ ځكه مې ډېره تلوسه درلوده چې پوه افغانان دې تشې ته ځير شي او د خپلو خلكو د اذهانو د روښانه كولو او په تېره بيا د زلمي كهول د علمي تندې د ماتولو له پاره زموږ په خپلو ژبو داسې اثار وليكي يا وژباړي چې د افغانستان د ټولنيز- اقتصادي پرمختگ له پاره لارې اوارې كړي او زموږ وروسته پاتې هېواد د نړۍ د پرمختگ له ستر كاروان سره نژدې كاندي.

زما په ياد دي چې په هغه بحث كې ما د مترقي اثارو په خپرېدلو هم ډېر ټينگار كاوه چې نوي نسل ته نوې ساه وركړي او ځوانان يو ځاى كېدلو، خوځښت، پرمختگ او برياليتوب ته وهڅوي. لكه چې زه او ښاغلي هېوادمل په هغه لنډ سفر كې كومې پايلې ته ونه رسېدو. ده حق درلود چې په هغه وخت كې د كار په هغه ډگرونو ټينگار وكړي چې دى يې اهل و؛ خو ما هم حق درلود چې د داسې كتابونو خپرېدل ياد كړم چې ټولنې ورته اړتيا درلوده او دا كار بايد هغه كسانو كړى واى چې علمي او تجربي وړتيا يې درلوده او د داسې درنو كارونو له پاره يې وخت او امكانات پيدا كولاى شول.

په هغه وخت كې ډېر استعدادونه په ادبي څېړنو او د ادبي ژانرونو په تخليق بوخت وو. كتابتونونه له ديوانونو او د دېوانو او پېريانو په افسانو ډك وو، ټولې دولتي خپروندويه موسسې د ادبي څېړنو، شعرونو او فولكلوريكو آثارو په خپرولو بوختې وې، پېښور خو هره روځ فالنامې او خوابنامې رااستولې او په هېواد كې د علومو، فنونو او هنرونو په اړه د څېړنيزو كتابونو او مقالو ليكل او ژباړل په هېڅ حساب و!

او دا لړۍ هماسې روانه وه. زه چې د اقتصاد د پوهنځي د سوداگرۍ او پيسو د برخې محصل وم، د خپلو نژدې دوستانو تر اغېزې لاندې د فولكلور خوا ته لاړم، د وردگو د واده د بدلو په ټولولو بوخت شوم او د پښتو او دري متلونو غونډولو ته مې ملا وتړله. له خپلو- خپلوانو ښځو څخه به مې بابولالې يا د واده بدلې ټولولې او د صيفل ملوك او بدرۍ جمالې نكلونه به مې ثبتول.

له وردگو څخه چې ما كومې بدلې ټولې كړې وې، د واده له دود سره يو ځاى ښاغلي هېوادمل په كال 1366هـ. ش كې د افغانستان د علومو د اكاډمۍ له خوا په گستتنزي بڼه خپرې كړې. دا ټولګه اوس هډو نه پيدا كېږي او يوازنى نسخه يې له ما سره شته چې د اوسني كتاب بنسټ بلل كېږي.

په هغه كتاب كې د وردگو د واده دود او بدلې راټولې شوې وې او تحليلي بڼه يې نه درلوده؛ خو دا ځلې مو هڅه كړې ده چې يو دود د (ولې)، (څنگه)، (چېرته) او (چا) په سيوري كې وڅېړو او په وردگو (يا ټولو پښتنو) كې د قبيلوي ژوند، ښځه او په ښځه پورې د اړونده مسايلو، واده او كورنۍ يو روښانه انځور وباسو او يوې پايلې ته ورسېږو.

پخوا مو يوازې دا كيسه رااخستې وه چې يوه كورنۍ څنگه د خپل ځوان له پاره يوه پېغله ټاكي، څنگه يې غواړي، دودونه څنگه دي او په پاى كې ناوې له بدلو سره څرنگه كور ته را رسوي؛ خو دا ځلې مو د ډېرو دودونو په عواملو باندې كار كړى او د واده دود داسې تشريح شوى چې د پښتنو د ټول ژوند د يوې خورا مهمې برخې تحليلي انځور يې وړاندې كړى او كېداى شي چې همدا كتاب د پښتنو د پېژندگولي له پاره داسې يوه لاره پرانيزي چې نور ليكوال او څېړونكي دې ميدان ته ودانگي او پښتانه نړېوالو ته همغسې وروپېژني چې دي.

داسې ښكاري چې دا دوه پېړۍ كېږي چې نړېوالو ځواكونو د افغانستان د ټولو خلكو او په تېره بيا د دې هېواد د تاريخ او ملي جوړښت د ملا د تېر يعنې پښتنو د پېژندگولي په برخه كې سترې تېروتنې كړې او دا خلك يې سم نه دي پېژندلي. په نولسمو او شلمو پېړيو كې انگليسانو درې ځلې په افغانستان يرغل وكړ چې له ماتو سره مخامخ شول. د نړۍ دا سيمه يې پرېښوده او بېرته اروپا ته ستانه شول، د شلمې پېړۍ په وروستيو كلونو كې شوروي اتحاد په دې وطن يرغل وكړ؛ خو تر سترو انساني او مالي تلفاتو وروسته بېرته په شا وتمبېدل او سترواكي يې ړنگه شوه او دا ځلې امريكا، ناتو او د نړۍ څلور څلېوښت هېوادونه له ډېر درانده تخينك سره د پښتنو مقابلې ته ولاړ دي، د وخت تېرېدل به وښيي چې افغانستان د سترواكيو هديره ده كه نه؟ په هر صورت زه وايم كه دې خلكو پښتانه سم پېژندلي واى؛ نو له داسې تاريخي تېروتنو سره به نه مخامخ كېدل؛ ځكه نو د پښتنو د قبيلوي جوړښت، فكر، تاريخي ميراثونو، دودونو او باورونو په هكله په لسگونو كتابونو ته اړتيا ده چې نړېوال دا خلك سم وپېژني او وړ چلند ورسره وكړي.

چې له دې اوږدې سريزې څخه تېر شم دا دى تاسو او د وردگو د واده د دود- دستور او بدلو كتاب چې هيله ده په لوستلو يې د ستوماني احساس ونه كړي. لطفاً د كتاب له لوستلو څخه وروسته خپلې نوې خبرې يا انتقادي نظريي له ليكوال سره شريكې كړي چې په راتلونكو چاپونو كې يې په پام كې ونيسي او د تېر وتنو مخه ونيول شي.

په دې كتاب كې د وردگو د واده دود او بدلې راغونډ شوي؛ خو په لمن ليكونو كې هغه توپيرونه راغلي چې نور پښتانه يې له وردگو سره لري او يا په هغو حقوقي تعاملي رواياتو باندې خبرې شوې چې د پښتنو په قبيلوي ټولنه كې واك چلوي او تر اوسه لا ډېر ځواك لري او وخت به وغواړي چې د ټولنې د اقتصادي بنسټونو د بدلون، د ښوونې او روزنې د پرمختگ او د خلكو په اذهانو كې د مثبتو ټكو او نښو د راڅرگندېدو له امله د پښتنو په ژوند، اندودنو او دودونو كې هم مثبت بدلونونه راشي او اوسنۍ ستونزې يو څه كمې شي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب