دوشنبه, مې 6, 2024
Home+سونډ، زنجیل یا زنجفیل، ادرک

سونډ، زنجیل یا زنجفیل، ادرک

تاند- که د سونډ له ځانګړتیاوو خبر شئ حتماً به یې په خوړو کې نه هېروئ.

سونډ ۱۲ خاصیتونه لري:

۱- ټپ ښه کوي او د پوست لکه له منځه وړي.

(لږ څه تازه سونډ میده کړئ او له یخي سره یوځای یې پر ټپ کښېږدئ. دا کار په اوونۍ کې یو وار وکړئ چې لکه او د ټپ ځای ورک شي.)

۲- التهاب له منځه وړي. د وینې د جریان له ښه کېدو سره هم مرسته کوي. څوک چې سالنډي لري د ادرک د شېرې دوه څاځکي دې د زیتون له غوړو سره یوځای کړي او بیا دې وخوري.

۳- د سر پخې له منځه وړي او د وېښتو له ودې سره مرسته کوي.

(یو څه رنده شوي ادرک له اوبو سره یوځای کړئ او په یوه بوتل کې یې واچوئ او بیا یې پر سر وشیندئ)

۴ – د مخ پوستکی مو ځوانوي

ادرک د پوستکي مړې حجرې پاکوي. د دې هدف لپاره ادرک له شاتو سره ګډ کړئ او پر پوستکي یې وموښئ.

۵ – د زکام مخه پرې ونیسئ.

د زکام په مهال په چای کې ادرک واچوئ او پر ځان کمپله راکش کړئ.

۶ – حساسیت ضد طبیعي درمل دی.

که الرژي لرئ، د ګلانو له بوۍ یا دوړو سره حساسیت لرئ، ادرک یې مخه نیسي خو د ورځې څو پیالې چای، چې ادرک مو ورسره ګډ کړی وي، وڅښئ.

۷ – ادرک مو ځوان ساتي

څېړنې وايي، ادرک د عمر د زیاتوالي له کبله د انسان د حافظې د خرابېدو مخه نیسي. د حافظې قوت زیاتوي.

۸ – د زړه بدۍ له ښه کېدو سره مرسته کوي.

که مو زړه په هر علت ډکېږي، ادرک وخورئ، ښه به شئ.

۹ – د هاضمې د خرابوالي له ښه کېدو سره مرسته کوي.

که سو هاضمه لرئ، په نس کې درد لرئ او یا مو معده خواړه سم نه شي هضمولی نو لږ څه وچ – پوډر شوی ادرک وخورئ.

۱۰ – د ښځو د میاشتني عادت د درد له کمولو سره مرسته کوي.

۱۱ – د سرطان له مخنیوي سره مرسته کوي.

په یوه څېړنه کې ثابته شوې چې د انسان د لویو کولمو د سرطان له کمولو سره مرسته کوي خو د سرطان په اړه تر اوسه ټولې څېړنې سل په سلو کې تایید شوي نه دي.

۱۲ – د مازغو له سلامتیا سره مرسته کوي او نه یې پرېږدي چې په الزایمر اخته شي.

1 COMMENT

  1. ښاغلی لیکونکی ورور د سونډ او ادرکو ګټی لیکلی ولی زيانونه او جانبي عوارضو ته یی اشاره نه ده کړی.

    په پښتو کی یو متل دی واي: چه هر څه ډیر شی نو ګنډیر شی.

    که سونډ د دری نیم او څلور ګرامو څخه د ورځی زیاد مصرف شی نو کوم لیکونکی ورور چه پورته ۱۲ ګټی لیکلی دی دغه ګټی به معکوسی او سرچپه شی.
    د سونډ طبعیت ډیر ګرم دی، که ډیر وخوړل شی د انسان وینه نري کوی او د وینی فشار لوړ بیایی. همداسی نور….. حتی که يو څوک واده ولری او د خواب بستر ته ځی نه باید د سونډو د خوړو څخه ډیره استفاده وکړی. ځکه خپل هدف ته نشی رسیدلای. ډیر ژر به د ګرمی له وجی ……. شی.
    سونډ د کورکمان د فامیل څخه دی. باید په خوړلو کی یی ډیر احتیاط وشی.
    کله چه ځوک قلبی مریض وی، دیابیت او یا د نورو ناروغیو دوایانی خوری باید د سونډ دخوراک په هکله د ډاکتر سره مشوره وکړی.

    ټول سبزیجات ګټور دی خو په خوراک کی یی ترتیب او اندازه پکار ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب