انجنیر فرید احمد باوري
افغانستان د زیرزمیني اوبو له اړخه یو خوار او فقیر هیواد دی، تر ځمکې لاندې یې په کافي اندازه اوبه نشته، په افغانستان کې د اورښتونو کموالی او شدیدآ نامنظم اورښتونه د دې سبب دي چې تر ځمکې لاندې په کافي اندازه اوبه را ټولې نه شې. د افغانستان د اورښتونو زیاتي اوبه د ځمکې په سر باندې تبخیریږي او کامل جذب نه تر سره کیږي، د دې تر څنګ د افغانستان لویه برخه داسې غرونو نیولې ده چې زیات میلان لري دا هم د دې سبب کیږي چې د اورښتونو اوبه تیز حرکت وکړي او سمې جذب نه شي، د هیواد په شمال کې موسمي بارانونو د اوبو د جذب چار یوه اندازه سمه کړې ده، معمولاً اوبه د ځمکې د بېلابېلو طبقو ترمنځ په خالیګاوو کې ځای نیسي، د اوبو لویې زېرمې په ریګي طبقو کې تر سترګو کیږي چې داسې طبقې د افغانستان د کټواز په غرونو کې تر سترګو کیږي، د افغانستان تر ځمکه لاندې اوبه ۸۵ سلنه خوږې دي خو د ځمکې له قشرونو د تېرېدا په وجه خپل شیرین والی له لاسه ورکوي.
د افغانستان د شمال غرب ځیني چینې له تباشیري طبقاتو سره تړاو لري چې اوبه یې هایدروجن سلفایډ لرونکي بلل کیږي او دا د دې څرګندوي کوي چې نوموړي اوبه له نفتي او ګازي طبقو څخه راتیریږي..
د افغانستان د جنوب او شرقي سیمو اوبه درزي اوبه دي چې د مګماتیکي او متحوله ډبرو تر منځ دي.
په بامیان ولایت کې د مینرالي او معالجوي اوبو ځنیي چینې تر سترګو کیږي همدارنګه د کابل په استالیف سیمه کې د کلورایدـ هایدروکاربونیټ ،مګنیزیم او کلسیم لرونکو اوبو چینې شته دي.
د افغانستان د زیرزمیني اوبو جیولوجیکي فعالیت خورا کمزوری دی او په هیڅ حساب دی ځکه د افغانستان د ځمکې په قشر کې د چونې ډبره ډېره شتون لري، په مرکزي ولایتونو کې زېرزمیني اوبه کاربن ډای اکساید څخه مشبوع وي چې دا ماده په اوبو کې د کلسیم کاربونیټ د انحلال سبب ګرځي خو کله چې د ځمکې سرته راوزي کاربن ډای اکساید یې فرار کوي او یوازي سپین پوډر ته ورته ماده یې پاته کیږي چې د چینې یا کاریز په شاوخوا باندې راټولیږي.
په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو مطالعه خورا مهمه او اړینه چاره ده، افغانستان د ځمکې لاندې اوبو له کمښت سره مخ دی چې دا کمښت به په را روانو کلونو کې ستر کړاونه وزېږوي نه یوازې د کرنې او تخنیک په برخه کې بلکې د څښلو په برخه کې به له سترو ننګونو سره مخ شو.