شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونههېواد ته د تازه ستنیدونکو افغانانو په ملاتړ د اروپایي ټولنې ټینګار

هېواد ته د تازه ستنیدونکو افغانانو په ملاتړ د اروپایي ټولنې ټینګار

تاند (چارشنبه، د قوس ۱۵ مه) اروپايي ټولنې هېواد ته د تازه ستنیدونکو افغانانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د دغې ټولنې د پلاوي شارژدافيره رفايله يوديس چې د يوه پلاوي په مشرۍ تورخم ته تللې او له پاکستانه د شړل شويو افغان کډوالو له کمپ څخه لیدنه کړې، ټينګار کړی چې اروپايي ټولنه د دغو افغان راستنېدونکو د ملاتړ لپاره چمتو ده.

هغې په دې برخه کې د مشخصو مرستو کومه یادونه نه ده کړې، خو ویلي چې له افغانانو سره د دوی مرستې دوام ولري.

له څه مودې راهیسې پاکستان تر ۴ سوو زرو زیات افغانان له دغه هېواده ووېستل چې په هېواد کې یې د سخت وضعیت خبرونه ورکول کیږي.

افغانستان چې لا له وړاندې بشري او اقتصادي وضعیت یې خراب و او د طالبانو له واک ته رسېدو سره دا وضعیت نور هم پېچلی شوی، د کډوالو په زوره ستنول ورته له دې اړخه د لا زیاتې اندېښنې وړ بلل شوی.

که څه هم یو شمېر هېوادونو له تازه ستنیدونکو افغانانو سره د مرستو اعلان کړی، خو طالب چارواکي او تازه ستانه شوي افغانان دا مرستې اساسي نه بولي او د زیاتیدو غوښتنه یې لري.

1 COMMENT

  1. عزیزانو په دې هم پوه شئ چه اروپايي ټولنه بې له خپلو ګټو او رذالتونه چا سره مرسته نه کوي ، دا ټوله بدبختي په افغانستان او نړۍ کې د اسنادو او د خپله اروپاینو د تحقیقاتو پر بڼسټ د اروپایانو توطیې او رذالتونو کار دی! کم له کمه یو سند:https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749
    او داسې زیات تحقیقاتي نور کتابونه لیکل شوي دي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب