شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاماراتو ته تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې سفر

اماراتو ته تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې سفر

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هیواد تر نولسو کلونو کشره لوبډله نن / چهارشنبې/ په اسیايي جام سیالیو کې د ګډون لپاره  متحده عربي اماراتو ته ځي.
د کرکټ بورډ ویندوی سید نسیم سادات رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان به د ډسمبر په ۸مه نېټه په لومړۍ مسابفه کې له هندوستان سره مخامخ شي.
د ښاغلي سادات په وینا، افغان لوبډله به په الف ګروپ کې دوې نورې سیالۍ د ډسمبر په ۱۰مه نېټه له نیپال او د ډسمبر په ۱۲مه نېټه له پاکستان سره وکړي.
د یادو سیالیو لپاره یوه اوونۍ وړاندې کرکټ بورډ د نصیراحمد تر لوبډلمشرۍ لاندې ۱۴ـ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

افغانستان په ۲۰۱۷ م کال کې د اسیا جام سیالیو پایلوبه ګټلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب