شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهلوړو زده کړو وزارت: دولتي پوهنتونونه د پوهنتون له استادانو د زده...

لوړو زده کړو وزارت: دولتي پوهنتونونه د پوهنتون له استادانو د زده کړو فیس نه اخلي

تاند (چارشنبه، د قوس ۱۵ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د دولتي پوهنتونونو د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه به د دولتي پوهنتونونو له استادانو د زده کړو فیس نه اخلي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا فیس به له دې وروسته د طالبانو د رژیم له بودیجې ورکول کیږي.

د پوهنتون یو شمېر استادانو د دې پریکړې هرکلی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د افغانستان یوه لویه برخه پوهنتوني کادرونه له هېواده وتلي او پوهنتونونه د علمي کادرونو له کمښت سره مخ دي.

یو شمېر خلک نیوکه لري چې طالبان په علمي بنسټونو کې له ایډیالوژیک چلند سره دا بنسټونه زیانمنوي، خو طالب چارواکي دا ادعاوې بې اساسه بولي.

د طالبانو رژیم له بیا واکمنیدو سره، تراوسه د لوړو زده کړو وزارت لپاره دوه ځلې له تر ټولو سختو طالب څېرو څخه وزیران معرفي کړي چې له کړنو یې خلک ناخوښ دي.

د لوړو زده کړو اوسنی وزیر شېخ ندا محمد ندیم چې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله له نیږدې کسانو څخه دی، په تر ټولو افراطي نظریاتو او کړنو تورن دی.

1 COMMENT

  1. هغه بل ځل د امریکایی ب – 52 الوتکو دوی له افغانستان نه ورک کړل . دا ځل به ملا خډل ملاندیم ، ملا باقي ، ملا حکیم ، ملا ډاټسن ، ملا ثاقب او غیب اله د خپلو جاهلانه کړنو له امله داسې ورک کړی ، چې ان شاءالله بیا به د ټالب نوم هم څوک وانه خلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب