جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبد ليکوالۍ سياست | اجمل ښکلی

د ليکوالۍ سياست | اجمل ښکلی

که سياست د واک او ځواک(اقتدار) د ترلاسي او ساتلو لار وي؛ نو د واک و ځواک حوزې يوازې تر ولسمشرۍ او نورو پورې نه محدودېږي، بلکې ډېرې دي. ميشل فوکو د ځواک او ډسکورس په تړاو دا خبره کوي، چې يو شخص په ورځني ژوند کې هم له سياست نه کار اخلي.
په اصل کې هر فرد چې په يوه نقش کې دى، دا نقش د ده يو مقام دى، چې په خپله محدوده کې يوه اتارټي يا واک او د ده حيثيت ورسره تړلى. يو فرد د پلار، ورور، مور، استاد او په بل هر نقش کې د خپل ټولنيز مسؤوليت له مخې د خپل واک د ساتلو او چلولو هڅه کوي.
که د قدرت لپاره دا اړينه وي، چې خلک له ځانه خوښ وساتې، نو دا خلک يوازې د ملت په سطحه نه وي، بلکې په کور کې هم بايد مشر يا بل فرد د خپل سياست له مخې د کورنۍ غړي قانع او ارام وساتي، ګنې د ده واک و ځواک ته ګواښ پېښېداى شي.
دا خبره به ضمنا وکړم، چې زموږ ارباب اقتدار خو يا د ولس د خوشحالولو هڅه و نه کړه او يا په ځينو مواردو کې يې هغه سرچينې په خپل لاس کې وانخيستې، چې ولس يې پرې ارامولاى شو. د ولس ارام ساتل ځکه مهم دي، چې ولس د ځواک سرچينه ده.
زما خبره د قدرت پر حوزو وه. کورونه، ښوونيز مرکزونه، ليکوالي او داسې نور هغه د ځواک او واک مرکزونه دي، چې موږ ورته نه متوجه کېږو. په ښوونيز مرکز کې د استاد او شاګرد او په ليکوالۍ کې د ليکوال او لوستونکي اړيکه هم په يوه ډول دا ځانګړنه لري. کامياب استاد هغه دى، چې خپل شاګردان له ځانه راضي وساتي او د هغوى د رضايت لپاره سياست پکار دى. په ښوونيز ډګر کې کامياب سياست ډېر اړخونه لري، استاد شاګردانو ته څه وايي، څنګه يې وايي، د هغوى پوښتنو او مخالفتونو ته څنګه ځواب وايي، په ټولګي دننه او بهر يې له هغوى سره چلن څنګه دى. دا د کامياب ښوونيز سياست بېلابېل اړخونه دي. که يو استاد خپلو شاګردانو ته بې ګټې او زاړه شيان تدريسوي، کامياب يې نشو بللاى. که نوي او جالب موضوعات انتخابوي؛ خو د تدريس شېوه يې جالبه او پخه نه ده، بيا هم کامياب نه ښکاري. له شاګرد سره له درس بهر چلن هم مهم دى. زما تجربه دا ده، چې د شاګردانو مخالفتونه او پوښتنې دې په سړه سينه واورېدل شي او له احساساتو پرته دې ورته ځواب وويل شي. دا ممکنه ده، چې يو شاګرد شوخ وي، استاد ته پکار دي، چې پر ځينو خبرو او حرکتونو ځان ناګاره کړي او آن د لويو استادانو تاريخ وايي، چې د شاګردانو پر ډېرو بدو چلنونو يې هم پښه راښکلې.
ما داسې استادان هم ليدلي، چې په ډېره وړه خبره ډېر بد غبرګون ښيي. که غواړئ، چې د استادۍ منصب مو خوندي وي، ډېره غوسه مه کوئ. خپله غوسه يوه وخت او د يوې درنې ستونزې حل ته وساتئ، بلکې د غوسې د ښودو لپاره ضرور نه ده، چې بد رد ووايئ، د مخ او سترګو حرکتونه مو هم ډېر ځاى نيسي.
په ټولګي کې ډېره بې تکلفي نه ده پکار، چې بيا د استاد او د يوه بې تکلفه ملګري ترمنځ توپير ختم شي؛ خو يوه نيمه ټوکه ټکاله مو په شاګردانو کې له نفوذ سره مرسته کوي، شاګردان په نوم رابلل، کله کله د يوه نيم نوم هېرول، داسې کلمه ورته نه کارول، چي هغوى پرې د خپلو ټولګيوالو ترمنځ د حقارت احساس وکړي، د شاګرد درناوى او هغه بېسواده نه ګڼل، پر ځاى ستاينه او پر ليکنه يې مستدل او نرم انتقاد او داسې نورې هغه لارې چارې دي، چې د استادۍ د منصب له ساتلو او اقتدار سره مو مرسته کوي.
که د ليکوالۍ برخه راواخلو، دلته هم د تدريس غوندې لومړى دا مهمه ده، چې ته خپلو لوستونکو ته څه لرې. که سودا مو ښه وه، لوستونکي پخپله درماتېږي؛ خو له کتاب بهر هم ځينې سياستونه دي، چې د يوه ليکوال په توګه په لوستونکو کې ستا د منصب او واک و ځواک له ساتلو سره مرسته کوي.
د کتاب د چاپ مهال. کله په يوه ټاکلي مهال کې لوستونکي يوې موضوع ته ورمات وي، که د ليکوال کتاب په دې موضوع وي، همدا يې مناسب وخت دى. زه فکر کوم، چې د نصير احمد احمدي بغدادي پير په هغه تاريخي مقطع کې لاس په لاس خرڅ شو، چې د افغان ملتپال او مذهبي ناسيوناليست پوړ ترمنځ فضا خړه وه او بيا ورپسې د زمري اته ويشتمه هم راغله.
خو ځينې موضوعات ټاکلې مهالي مقطع نه لري، په داسې حالت کې ليکوال د خپلو کتابونو د خپراوي ترمنځ مهال ته ګوري. کله په يوه ځل د څو کتابونو خپراوى او کله د لوستونکو د تلوسې لپاره د کتابونو د چاپ ترمنځ ځنډ ته اړتيا وي.
بله مهمه موضوع تر چاپ وروسته د کتاب لپاره د تبليغاتو ده. کله تبليغات اغېزناک وي؛ خو کله نه تبليغات بريالي وي. ځينې وخت د يوه ليکوال د يوه اثر لپاره دومره چغې ووهل شي، چې هغه کتاب بې اغېزه شي. په داسې مواردو کې پټه خوله سياست بريالى دى. په دې حالت کې د خاموشۍ غشى تر يو عالم چغو رسا لګي، ځکه چې عام تمايل دا دى، چې تبليغات د بې کيفيته څيز لپاره کېږي.
د تبليغاتو يوازنۍ لار پر خواله رسنيو د کتاب په اړه تبصره او پوسټ نه دى، مخکتنې هم دي. د مخکتنو سياست هم کله بريالى وي او کله برعکس د ليکوال منصب ته زيان رسوي؛ نو که پر ليکوال د شهرت هوس غالب شي، خپل کتاب او ځان ته زيان رسولاى شي، ځکه لوستونکي هغه ليکوال نه خوښوي، چې د خپل کار پخپله ستاينه کوي او بيا بيا يې کوي.
آن پر پښتۍ د ليکوال او څېړونکي له نوم سره د تحصيلي القابو ليکل/ نه ليکل هم د ليکوالۍ د سياست برخه ده.
زموږ په افغاني ټولنه کې سياست ته په ښه نظر نه کتل کېږي؛ خو که ځير شو، سياست يوه وسيله ده او د وسيلې ښه والى او بدوالى په استفادې او پايلې پورې تړلى. دا يو واقعيت دى، چې ليکوال، استاد، دوکاندار په خپله حوزه کې له سياست څخه کار اخلي؛ خو که دا سياست د لوستونکو، شاګردانو او پېرونکو په تاوان وي، هله پرې نيوکه کولاى شو. که په ګټه يې وي، بيا خو ښه کار دى او بايد پام ورته وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب