دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکلتورميوند ملاله نولسم کتابتون| حبیب وقار

ميوند ملاله نولسم کتابتون| حبیب وقار

څو ورځې وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې د لور ورځ نمانځل کېده او ټولې رسنۍ د لورانو په ښايسته تصويرونو او پيغامونو ښکلې او ډکې وې. په همداسې يوه مهال د کلي عامه کتابتون هوډ وکړ چې د (لور) اصلي حق (تعليم) ورکړي، نو هوډ يې وکړ چې د وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د فاميليو په نسوان ليسه کې نجونو ته د (ميوند ملاله عامه کتابتون) په نوم يو عامه کتابتون پرانيزي چې دا چاره د لوی څښتن ج په مرسته بشپړه شوه او د کلي عامه کتابتون د خوځښت (نولسم) عامه کتابتون شو. د ياد کتابتون له پاره جوړه شوې غونډه د روان لمريز کال د لړم مياشتې په لومړۍ نېټه د دې ليسې د يوې زده کوونکې طيبې له لوري د سپېڅلي قران عظيم الشان د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د غونډې برخه والو او د کلي عامه کتابتون غړو ته د ليسې د مديرې فرشتې خوږياڼۍ له لوري ښه راغلاست وويل شو، زياته يې کړه چې د دوی له پاره دا ورځ د ليسې په ټوله دوره کې يوه تاريخي ورځ ده ځکه چې لومړی ځل دی يادې ليسې ته په دومره لوړه کچه کتابونه راوړل شوي دي.

په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د کلي عامه کتابتون مشر مجيب الرحمن محمودي په خبرو کې وويل که پردۍ او تپل شوې جګړې نه وای اوس به زموږ هرې کليوالې نجلۍ د طيبې په څېر د سپېڅلي عظيم الشان قران تلاوت کاوه. نوموړي د ليسې له مديرې، ښوونکو او اړوندو مسولينو وغوښتل چې د ليسې زده کوونکې د کتابونو مطالعې ته وهڅوي. د غونډې ګډون والو ته يې د کتابتون د شرایطو په اړه څرګندونې وکړې زياته يې کړه: «د هر کتاب د مطالعې په بدل کې به ياد کتابتون ته د مطالعه کوونکي له لوري (دوې افغانۍ) د کتاب د استهلاک له پاره ورکول کېږي، د ليسې ښوونکو، اداري کارکوونکو او ځينو ممتازو او باوري زده کوونکو ته به د کتابتون د غړيتوب کارډ ورکول کېږي څو هر مطالعه کوونکی د ياد کارډ په مټ له کتابتون کتاب واخلي او بېرته يې کتابتون ته وسپاري.» 

محمودي همداراز د ليسې له مسولينو او د سيمې له خلکو وغوښتل چې د ليسې کتابتون ته په خپل کور کې اضافه کتابونه ډالۍ کړي او يا هم که د کتاب اخیستو توانايي لري کتابونه ورته واخلي. نوموړي زياته کړه چې که له يوولسم هر بريالی زده کوونکی يو کتاب او له دوولسم هر فارغ شوی دوه کتابونه کتابتون ته ډالۍ کړي هر کال به د ياد کتابتون د کتابونو شمېر زيات شي او کتابتون به لا غني شي.

ورپسې د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبدالهادي باور خبرې وکړې ويې ويل چې ټولنه د پوهې په مټ جوړېږي او له پوهې پرته ټولنه جوړوی نشو، د کلي عامه کتابون له خوځښت يې مننه وکړه زياته يې کړه چې دوی به د کلي عامه کتابتون دا لوی احسان هېڅ کله هم هېر نکړي: «د کلي عامه کتابتون يوازې دا ليسه او سيمه نه بلکې تر دې وړاندې يې داسې ډېرې نورې سيمې هم رڼا کړې،کتابونه او پوهه يې ور وړي دي.»

باور همداراز وويل، کتابتون د جوړېدو تر څنګ ساتنه هم غواړي او د ليسې له مسولينو يې وغوښتل چې زده کوونکو ته بايد د کتاب د مطالعې او د کتابتون د ښې ساتنې درس هم ورکړل شي، ترڅو کتابونه ښه وساتي او يو کتاب ډېر کسان مطالعه کړی شي. 

نوموړي همداراز زياته کړه: «هغه کسان چې مطالعه کوي او کتابونه لولي هغوی د بل حق نه خوري، هغوی د بل مال، د بل او خپل، خپل بولي.» باور د ليسې له مسولينو سره ژمنه وکړه چې د کتابتون له پاره به د پوهنې رياست له لوري يو کس وګماري.

د غونډې ګډون والو ته د پوهنې د مرکز مسول مولانا روح الله وويل چې زموږ د ټولنې بدبختي له کتاب او پوهنې لرې والی دی زياته يې کړه: «يو څه چې له مرګ وروسته يې هم انسان ته ثواب رسېږي علم النافع دی، نو له کتابتون بايد ښه ګټه واخيستل شي او د کلي عامه کتابتون خوځښت غړو داسې يو بنسټيز کار کړی چې ګټه به يې له مرګ وروسته هم ورته رسېږي.» 

ورپسې د اطلاعات او فرهنګ په استازولۍ ښاغلي جاوېد کليوال د کلي عامه کتابتون له خوځښت څخه د مننې تر څنګ وويل چې د ولايت په کچه د کرزې له وخته را وروسته له پوهنې سره واټن د ډېرېدو په حال کې دی، نوموړي له خلکو وغوښتل چې نور د ټوپک او مرمۍ پر ځای قلم او کتاب ته مخه کړي او خپل هېواد پرې جوړ کړي. غونډه د يوې دعايې سره پای ته ورسېده.

د کلي عامه کتابتون خوځښت له ټولو هغو کسانو چې د ميوند ملالې کتابتون له پاره يې کتابونه ډالۍ کړل نړۍ مننه کوي او ډېر ژر د حضرت بلال عامه کتابتون افتتاح کړي او خپل هدف ته (تر هغې چې د هېواد هر کلي او کور ته کتاب ورسېږي) تر رسېدو پورې به خپلو هلوځلو ته ادامه ورکوي. 

د همداسې يوې ورځې په هيله، په درنښت

حبيب وقار، د کلي عامه کتابتون مرستيال 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب