کله چي مو په ملي و سماجي ښه او بد سر خلاص سو او د ګرچاپېر د وحشتونو يوه بې رحمه نظاره مو په نصيب سوه او د کابل جدايي مي په مغزو او زړه کښې قرار قرار احساسوله نو مي ملت پالني د زړه سړو سکروټو ته لمن وهل پېل کړ ۔۔۔
په داسي وخت کښې به مي د ماشوم زړه ژړا په ملي ترانو او سرودونو قراروله ، له وخت سره سره چي مي فکري سويې څه نا څه ارتقاﺀ وکړه نو مي اتفاقا يوه ورځ د استاد اکاډميسن سلېمان لايق يو نظم “راتلونکو ته” تر سترګو تېر سو او بيا يې بېخي په تکرار تکرار ويلو بوخت سوم چي تر څو مي د استاد کتاب “يادونه او درمندونه” په لاس راغلی. دې کتاب او د کتاب خالق راته په زړه کښې خپل کچه کور هغه وخت په يوه ماڼۍ بدل کړ کله چي مي پرې د لوی استاد نور محمد ترکي او امين افغان پور سريزي وليدلې ۔۔
بيا مي د دې کس بل کتاب “کيږدۍ” تر لاسه کړ چي پکښې يو نظم وو “خوان شاعر ته” او په دې نظم کښې يې دا ځوان شاعر “د هلمند د غورځنګونو د عطاﺀ” په نوم ياد کړی وو۔۔۔
نو فکر به مي هغه وخت حتما کړی وي چي دا ځوان به څوک وي چي مي استاد ورته د هلمند د غورځنګونو نوم غوره کړی دی.
وخت توره په لاس تېرېده او موږ ورپسي ځغستل، بيا مي دا خبره له فکر وتلې وه چي په کوټه (شالکوټ) کښې د پښتو اکېډمۍ له پلوه په ستمبر ٢٠١٥ کښې يو پښتو نړيوال سيمينار جوړ سوی وو او زه هغه وخت په يوولسم ټولګي کښې وم او له پوهنځۍ مي ځان ورته را ورساوه ،خلګو پر خپل نوبت مقالې وړاندي کولې نو په دې منځ کښي يو سپين ژيری کس مدعو سو چي له رنګه يو پير يا يو ملنګ ښکارېدی او راغلی دريځ ته، چي يې وينا پېل کړه له ورايه ملتپالنه ترې څاڅېدله چي دوه شعرونه يې دا وو :-
پنجابي تېل يه وهلي لاس يه نه ټينګوي لاس
خدايه خير مو کړې پښتو ته خان لاهور ليدلی دی
او
د پنجاب زهريله خړه د اټک تر ستوني راغله
ساده خانه لا لګيا يې د بچاؤ بچاؤ نارې کړې
نو مي له يوه او بله و پوښیل چي دا څوک دی نو ملګرو به ويل دا عبدالهادي ملا نومېږي خو ماته هغه د لايق د غورځنګونو عطاﺀ را په زړه نه سو ولي چي فکر مي هم ورته نه وو چي زه نېغ په نېغ هغه د استاد لايق ځوان شاعر وينم.
وخت ضرب په لاس تېرېده او موږ هم هغسي ور پسي ځغستل چي مي په کال ٢٠١٦ کښي له عصمت الله زهير (باچا) سره په سنډېمن روغتون کښي ليدنه و سوه او په رسنيو کښې سره انډيوالان سو نو مي د باچا له لاري قرار، قرار د ملا له شعر سره اشنايي راتله ، بيا به داسي کېده چي به مغزو غوښتل چي داسي ډک شعر ووايم چي ليکلی هم د شعر په ژبه وي نو به مو د زهير پاڼي ته مخه کوله او د ملا په غزلو به مي تنده ماتوله تر هم دې حده چي مي پر ملا خوند واخيست، يوه ورځ مي ناڅاپه يو ځل بيا د ژمي په شپه “کيږدۍ” ته لاس کړ چي تر څو خپل ملي ريږد اخيسی لوڅ بدن پکښې پټ کړم نو مي “ځوان شاعر” په مخه راغلو نو دا ځل دا ځوان شاعر هغسي بېګانه نه وو. بيا په کال ٢٠١٧ کښې باچا د ملا په کتاب “د وخت ضرب” و نازولم. اوس راځو د وخت ضرب ته.
لکه څنګه چي غني خان په وجوديت يا ايګسسټنس، خوشحال په نيشنلزم، پروفېسر زار محمد راز د خدای په رشته او په مکان و زمان پوی کړی وم هم دغسي عطايي ملا په “حسن او ميني” ډېر ښه سم پوه کړم. “د وخت ضرب” اول ځل په کال ٢٠١٥ کښې چاپ سو چي د خپل فکري او فني وزن له سوبه ډېر زر په لر او بر کښې خلاص سو او دويم ځل بيا په ٢٠١٩ کښې په کوټه کښې چاپ سو ،که څه هم په دې شعري ټولګه کښې د شاعر موضوع “مينه او حسن” دی خو هغه د سليمان لايق نظم دا نارې وهي چي په يو وخت کښې دا سړی په خپله شاعري کښې کلک ملتپاله او انقلابي هم پاته سوی دی ۔۔۔
عطايي ملا هغه په زړه سخت سړی دی چي يې زه او زما په څېر بېخي نور تر لاس نيولي د حسن په لوی سمندر کښې د ځانه سره ډوب کړل “د وخت ضرب” د راتلو سره سم يې په هغه ځوانانو کښې هنګامه جوړه کړله چي تل خلګو په تشو او خالي شعرونو غولولي وو چي يې په متن کښي هيځ نه درلودل او د رديف و کافيې په جامو يې ځانونه پټ کړي وو. “د وخت ضرب” دا ظلم وکړ چي د ټکو د تراشالو بازار يې کلک ور سوړ کړ۔۔۔
زمان خبر وو چي دا د ديارلس کلونو معشوم (چي په اول ځل خپل پلار د ميني او حسن په مانا پوی کړی وو) به د حسن او ميني په هوا کښې ساه اخلي او په هم دې هوا به ډېر نور سالنډي خلګ هم ساتي ۔۔۔
هادي ملا په دې شعري ټولګه کښې په هر شعر کښې يو خپل انفراديت لري چي په بله مانا په هر هر شعر کښې “هاديت” لري او هر شعر يې يو نوی رنګ او جديديت لري چي له ورايه ښکاري چي دا شعر د ملا دی لکه د مثال په توګه :-
مينه حسن لېونۍ کړه لټوي د صحرا لاري
بڼو غره ته کډه وکړه جوړوي د وفا لاري
يا
يو خوا حسن دلفرېبه بل خوا سترګي بې جلبه
ستا فطرت ربه جنجال دی منځ کښې هسي زموږ قصه ده
که څه هم کتاب لويه برخه ميني او حسن له په بېش کښې ورغلې ده خو افغانيت او نيشنلزم تر خپله وسه خپله ونډه خپله کړې ده لکه د مثال په توګه :-
زه کابل وم د خيالونو ته فرنګ د هوسونو
تا را وران کړل محلونه ما در جوړي هديرې کړې
يا
د خنزير ډالر په وازګه غوړوې ږيره ناپاکه
رب دي غرق کړه سامريه له خره ولوېږې دجاله
عطايي ملا له دې سره سره د غريبۍ او بې وسۍ لمرونه هم ګاللي وو چي يې له شعر څخه طبقاتي رنګ هم څاڅي چي د مثال په توګه يې نظم “د خان هوس” او “خان ته ځواب”يا دا چي:
بېوسي ده خو ياري ده ته غم مه کوه ملنګي
زما د زړه وينه نکريځي زما د سترګو تور دي خال سه
عطايي ملا که څه هم په ټوله ژوند له چا داد نه دی غوښتی خو د دۀ کار دومره زورور وو چي يې خلګ دې ته و هڅول چي ملا و ستايي، او کار يې دومره زورور وو چي باوجود له دې چي څو لسيزي پټ وو مګر چي کله ښکاره سو بيا يې مخه نه ونيوله سوه که په هم څو څو ځله د ملا شاعري په يوه او بل سوب له منځه تللې ده خو ملا اوس هم ډېر څه لري په بله مانا په شاعري کښې د ژوند هر اړخ لري ۔۔۔
زه نه غواړم چي ليکنه څه نوره راڅخه اوږده سي ، بس له ځوان کهوله هم دغه خواست کوم چي ملا دي يو ځل حتما و لولي چي تر څو د خپل زره تقاضه پورا او د فکر تشتيا ډکه کړي ۔۔۔
په پای کښې و خپل ملا ته “د وخت ضرب” د دويم چاپ تبريکي ور کوم او د سليمان لايق پر دې شعر خپل ليک ته د پای ټکی ږدم چي ۔۔۔۔
يه د هلمند د غورځنګونو عطا
د ياغي سين د فريادونو عطا
د ويدو دښو په سړه سينه کښې
د يو ملت د عذابونو عطا
/
د هر ماښام له وينو ډک ګوګل نه
ستا د خوږمن زړګي نارې اورم
د هر غمجن نسيم په ښکلې ژبه
ستا د دودونو اشارې اورم
له خپل عطايي ملا نه د نوري ميني په هيله..!!
شالکوټ (کوټه)