سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+ولې | حضرت نبي شېرزی

ولې | حضرت نبي شېرزی

د ولې لفظ په لوستلو سره شاید ځېنو ته یوازې او یوازې پوښتنه یا پوښتنیز حالت وریاد شي؛ خو ځېنو ډېرو ته به پر پوښتنې یا پوښتنېز حالت سربېره ځېنې نورې ماناوې هم ذهن ته ور تداعي شي.

کله چې په پښتو متن کې د ولې کلمه ګورو شاید همداسې فکر وکړو؛ ځکه چې ( ولې ) ډېر وخت په استفهامي حالت کې کارول کېږي. لکه: ولې نه خورې؟ ولې نه ځې؟ ولې نه کوې؟

حمید مومند وایي:

له دې خپلې سپینې ږېرې وشرمېږه

ولې؟ کاندې په روښانه ورځې غلا

یا: خوشال خان خټک وایي:

چې دې خوله له ما غوښته تا له مې درکړه

دا چې بیا له ما ګېلې کړې ولې ولې؟

ولې: د ګرامر یو مهم توکی دی، چې د پوښتنیزو قیدونو په لړ کې د استدلالي قیدونو په توګه کارول کېږي؛ استاد زیار د پوښتنېزو نومځري عنوان په پای کې په یو یادداښت کې لیکلي دي ” د نورو ډېرو ژبو غوندې پښتو د پوښتنو نومځرو تر څنګ یو شمېر پوښتکړولونه هم لري: مهالي: لکه: کله، توني: لکه: چېرې، څرنګیز، لکه: څنګه، څومره ییز، لکه: څو، څومره، استدلالي، لکه: ولې او داسې نور. پښتو پښویه۱۲۰ مخ

ولې د تعلیل د اداتو له جملې څخه دی، چې په وسیله یې د یو کار او کړنې دلیل څرګندونه کېږی، چې ورته نور داسې ادات هم شتون لري؛ لکه: ولې، څله، د څه له پاره، څه لره، د څه له کبله… ولې دلته ناست یې؟ ولې کور ته نه ځې؟ … همدارنګه ولې ډېر وخت په جمله کې د سبب او علت د څرګندولو له پاره د ځکه پر ځای هم کارول کېږي؛ لکه: اجمل خپل زوی ولېږه؛ ولې چې رخصتي یې پوره شوې وه یا احمد خپل زوی وستایه؛ ولې چې په ښوونځي کې په ښه درجه بریالی شوی وو. که چېرته په پورته جملو کې د ولې پر ځای ځکه هم راوړل شي، د جملې مفهوم په خپل ځای پاتې کېږي.

د ولې په مرسته کولای شو چې دوو بېلو جملو تر منځ تړاو پیدا کړو؛ د مولوی احمد په یو حکایت کې لولو: ” چې دا مال هم په دې ځای سره وویشو او خپل وطن ته بیرته وګرځو، ولې هر یو له کینې نه، په دې نه راضي کېدو ” په پورته جمله کې ( چې دا مال هم په دې ځای سره ووېشو او خپل وطن ته بېرته وګرځو ) جملو سره ( هر یو له کېنې نه، په دې نه راضي کېدو ) چې بېلې  جملې دي د ولې په وسیله سره تړل شوی دي.

ولې ډېری مهال له هغو جملو څخه وروسته کارول کېږي، چې د متن راتلونکې جمله په تضاد کې واقع کېږي؛ لکه: زه لیکل کولای شم؛ ولې لیکل سخت کار دی.

همدا ډول ولې په شرطیه جملو کې هم کارول کېږي؛ لکه: زه وخته درځم؛ ولې که ته هم په وخت راشې.

د ولې یوه بله ځانګړنه دا ده، چې ځواب ویونکې یا پوښتل شوي ته د موضوع د غځونې، وسعت ورکولو، شننې، تفسیر او د لا زیاتو مالوماتو د وړاندې کولو فرصت ور کوی؛ ځکه کله چې د یوې موضوع علت او دلایل په ولې سره پوښتل کېږي، نو بیا ډېر تفسیر، شننې …. ته اړتیا لېدل کېږي.

افغان قاموس فارسي او پښتو چې د پښتو ټولنې له خوا ( ۱۳۳۶ ) د کب په میاشت کې چاپ شوی؛ ولې د مانا په تړاو لیکي ”  ( ولیکن ) است او فرهنګ فارسي عمید د ولې  مانا په اما، لیکن او مګر سره کړې ده؛ خو مګر د پښتو ژبې د لغاتو په قاموس زاهد پښتو ــ پښتو سیند کې یې په تړاو هیڅ نه دي راغلي؛ داسې ښکاري چې دغه لفظ دری ژبې څخه پښتو ژبې ته راغلی او همدارنګه د دري ژبې په متنونو کې زیات لېدل او لوستل کېږي؛ په یو متن کې لولو:  ” بنأ بر مریضی دوامدار که از مدتی به اینسو دامنګیرم ګریده است نمیتوانم در این ګرد هم آیی شخصاً سهم ګیرم. ولی روحم و آرزو هایم بدون شک با شماست برای موفقیت این سیمینار از درون قلب دعا میکمن “

 د پښتو ژبې هغو لیکوالانو په متنونو کې په پورته یاد شوي مانا او مفهوم  لېدل کېږي چې د دري ژبې تر اغېزې  لاندې وي یا یې د دري ژبې له ادب او فرهنګ سره زیات او نږدې تړاو موجود وي. عبدالغفور لیوال په خپل تېزس اروایي ښامار په یوه برخه کې لولو:  ” مغاره تحت الشعوري دنیا لپاره یو سمبول دی خو ولې، سمڅه د خلوت لپاره او د تفکر، شهود، الهام حتی وحې راتلو لپاره مناسب ځای ګڼل شوې دی ” که وغواړو د پښتو ژبې په نثري متنونو کې ولې ومومو، په خورا ډېرو لیکوالو او شاعرانو په لیکنو او شعرونو کې یې موندلی شو.

خوشال خان خټک د پښتانه په ننګ او مېړانه اعتراف کوي؛ له بله پلو دا هم وایي، چې دوی به د ننګ مېدان ته را غواړې یا به یې را بولې .

خوشال خان وایي:

ننګ لري پښتانه واړه

ولې ننګ له دوی، نه غواړه

همدارنګه د مولوي احمد د یو حکایت په نثري متن کې لولو: ” که چیرې هغه علم یاد کړی وی ( وای  ) خو مونږ به پوه شوي وو چې ( علم ) وایي، ولې هغه د ټولو خلکو د وړاندې ونه یاده کړې ده او په دې خو هر څوک پوهیږي چې علم د یو څیز نوم دی او ونه د بل څیز. ” په پورته شعر او متن کې ګورو چې ولې د مګر، اما او لیکن په مانا او مفهوم کارول شوې دی.

لکه څنګه چې مو وړاندې هم یادونه وکړه، ولې په ځېنو نورو ماناګانو هم کارول کېږی؛ لیکن چې په جمله کې ورته مفهوم افاده کوي؛ په یو بیت کې لولو:

ګل بخندید از راست نرنجم لیکن

هیچ عاشق سخن تلخ به معشوق نګفت

حمزه شینواری وایي:

هر څو که درته ګونجې وي تندی د زمانې

لېکن چرې شملې د پخوانو مه هېروه

یا

ساقي که حمزه کړې اوس د میو ته توبه

لېکن د زوړ کرم خو دې مشکور دی چې راځي

همدارنګه مولوي احمد په یو حکایت کې لولو: ” عالم ووې، ته ډېره ښه خبره کوې، لیکن دا کار ستا په حال کې لوی نصیحت شۀ، چې ته پوه شې، چې د دنیا کارونه ټول د لباس او د ټګۍ دي … ” ولې د اما په مانا هم کارول کېږي؛ د پوهاند قاسم جمدر ( خوشحال بابا او د هغه د آزادۍ غوښتنې فلسفه ) په مقاله کې لولو: ” … وروسته د څلور کلو بند څخه د یو شمیر دوستانو په وساطت د بند څخه خلاصیږي.اما خوشحال بابا د خپلواکۍ د یو متفکر، عالم، یو ستر فرهنګي شخصیت او د علم په ګاڼه سنبال، د اورنګ او مغلو په مقابله کې د پاڅون فیصله د خپل بندیتوب په وخت کې د خپل وطن څخه لېرې داسې کوي …. په لیکن او اما سربېره ولې کلمه د مګر مترادف هم کېدا شي؛ په دستار نامه کې لولو:  ” په بني اُمیه کښې یزید پلید هم تېر شوی دی. مګر قابل او لایق د دې دستار نۀ وۀ.”

همدارنګه د استاد محمد صدیق پسرلي یو بیت مې لوستلی و، هغه وایي :

د دښمن د سړيتوب په سمه نرمه نه پوهېږي

د مار او د لړم نشته ځواب مګر په تېږه

اشرف خان هجری چې د بند د ناکراریو خبرې کوي؛ وایي:

د ماهي په نس کې پروت لکه یونس یم

مګر خلاص مې په کرم حق تعالی کا

 که چېرته ( ولې، لیکن او اما ) په پورته یا ورته جملو کې د یو او بل پر ځای وکارو کوم مانیز توپیر نه پېښوي.

په متن کې د جملو د غوره پوهاوي له پاره په کار دی، چې په لیکلو کې د لیک نښو ته ځانګړې پاملرنه وکړو او هغه کلمې چې د بڼې له مخې سره ورته دي، مانیز توپیر ته یې ځیر شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره...