تاند「پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۲مه」د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نورالدین عزیزي د تاشکند پانګونې نړېوال کنفرانس په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي دي.
یاد وزارت ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورټ، لوجیستیک، برېښنا، کرنې او کانونو کیندنې برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
دغه لیدنه داسې مهال ترسره کیږي، چې د ازبکستان ولسمشر د یاد کنفرانس د پرانېستي مراسمو کې د افغانستان اقتصادي وده د ټولې سیمې د ودې کیلي وبلله او دغه راز یې له طالبانو سره پر تعامل ټینګار وکړ.
بل لورته د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد دې فورم ته غبرګون کې ویلي، چې تاشکند غواړي له طالبانو سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پياوړې کړي.
کارپوهان که څه هم د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو اقتصادي اړیکې مهمې بولي خوټینګار یې دا دی چې دا ډول اړیکې یوازې د هېوادونو یو طرفه ګټو خوندي کولو لپاره دي.