تاند「پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۲مه」سي بي اس نیوز د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې اسرائیل پر ایران د برید لپاره چمتوالی نیولی دی.
د دې خبر له خپرېدو سره هممهاله امریکا بیا ویلي، چې ښایي ایران په ځوابي بریدونو کې بغداد کې امریکایي سایټونه په نښه کړي.
ځینو امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد ایران سره د ترینګلتیاو له زیاتوالي سره سم، له منځني ختیځه خپل ځینې کارکوونکي وباسي.
د راپور لمخې، امریکا دا مهال بغداد کې له خپل سفارته “غیر اړین کارکوونکي” او په خلیج فارس کې له خپلو څو اډو د پوځي کارکوونکو کورنۍ تخلیه کوي.
راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د چارواکو په حواله راغلي چې دغه اقدام د امنیتي وضعیت په تړاو داندېښنو له امله ترسره کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې منځني ختیځ لپاره به د ټرمپ استازی نږدې ورځو کې له ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي هوکړې په موخه د خبرو شپږم پړاو پیل کړي.
بل لورته د ایران دفاع وزیر عزیز نصیرزاده ویلي، که اټومي خبرې بې پایلې شي او پر ایران جګړه وتپل شي، نو د دغه هېواد سپاه پاسداران به ټولو کوربه هېوادونو کې امریکایي اډې په نښه کړي.
د نظر خاوندان په دې باور دي چې د اسرائیلو او ایران ترمنځ جګړه یوه اوږدمهاله، پیچلې او څو اړخیزه جګړه ده چې تر ډېره سیاسي، مذهبي، پوځي او ستراتیژیک اړخونه لري.
دوی وایي دا جګړه تر ډېره غیرمستقیمه بڼه لري، خو وخت ناوخت د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې پوځي نښتې، هوایي بریدونه یا د استخباراتي عملیاتو راپورونه هم خپرېږي.