جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه ځاځي اریوب کې خلکو په خپلو پیسو پُل جوړ کړ

په ځاځي اریوب کې خلکو په خپلو پیسو پُل جوړ کړ

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۲ مه) د پکتيا د ځاځي آريوب ولسوالۍ اوسېدونکو په شخصي لګښت يو پُل جوړ کړی او او اوس ورڅخه کار اخیستل کېږي.

د سیمې اوسیدونکي وايي د دې پُل پر جوړولو یې شاوخوا ۳ ميليون افغانۍ لګولي دي. دا پیسې چې د ځايي سوداګرو، مسافرو او خلکو سره راټولې کړې وې.

سرچينې زياتوي چې دغه پُل ۱۸ متره اوږدوالی او ۳ متره پلنوالی لري، چې د دې ولسوالۍ شاوخوا ۲۰۰ کورنيو ته د تګ راتګ اسانتيا برابروي.

خلک د دغه پُل په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، نور به د بارانونو او سېلابونو پر مهال له ستونزو سره نه مخامخ کېږي.

تېره اوونۍ په خوست کې هم د ځايي اوسیدونکو په شخصي لګښت دوه پُلونه جوړ شوي وو.

په پکتیا او خوست کې پخوا خلکو په خپلو پیسو او خولو څو سړکونه هم جوړ کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...