سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد پکتیکا په خیرکوټ کې اورلګېدو ډېر مالي تاوانونه اړولي

د پکتیکا په خیرکوټ کې اورلګېدو ډېر مالي تاوانونه اړولي

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۲ مه) راپورونه وايي چې تېره شپه ناوخته (د چهارشنبې شپه، د غبرګولي ۲۱مه) د پکتیکا وړلایت په خیرکوټ کې پراخ اور لګېدلی چې له کبله یې دوکاندارانو او پانګه‌والو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

د شاهدانو په وینا اور  د د لرګيو د بازار او د تېلو ټانک تر منځ بل شو او وروسته نورو برخو ته خپور شو.

سرچينو زياته کړې، چې اور لومړی په يوه مازدا موټر کې ولګېد. په دغه موټر کې چې شاوخوا ۵ لکه پاکستانۍ کلدارې هم سوځېدلې دي.

سرچينې وايي، د دې اورلګېدنې له امله د تېلو ټانک ځينې برخې هم سوځېدلې او ګڼ شمېر نور دوکانونه هم زيانمن شوي دي.

د اورلګېدنې لامل تر اوسه معلوم نه دی، او د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه هېڅ څرګندونه نه ده کړې.

په افغانستان کې د بې احتیاطیو او د خوندیتوب د اصولو د نه رعایتېدو له کبله د اور لګېدو پېښې ډېرې کېږي. د همدې روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي۱۸ مه) د کابل ښار په کمپنۍ کط په یوه مارکیټ کې اور ولګېد چې له کبله یې خلکو ته ډېر مالي تاوانونه واوښتل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...