سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد امریکا دفاع وزیر وايي، د افغانستان د جګړې اصلي پېټی د...

د امریکا دفاع وزیر وايي، د افغانستان د جګړې اصلي پېټی د امریکا پر اوږو و

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۲ مه) د امریکا د دفاع وزیر، پیت هېګسیت، د خپل هیواد سنا جرګې ته وویل چې د افغانستان د جګړې اصلي پېټی د امریکایي ځواکونو پر اوږو و.

هېګسیت د چهارشنبې په ورځ، د جون ۱۱مه، د سنا جرګې د وسله‌والو خدمتونو د کمېټې په یوه استماعیه ناسته کې له دې کبله له سختو نیوکو سره مخامخ شو چې د افغانستان په جګړه کې یې د ناټو متحدانو ونډه کم ارزښته وښوده.

ده د نړیوالو متحدانو دوو‌لس کلن ملاتړ کم اهمیته وباله، ویې ویل: «د جګړې ډېره برخه امریکایانو پر مخ وړې»،
د این بي سي نیوز د راپور له مخې، د هېګسیت څرګندونو د سنا جرګې غړو، په ځانګړې توګه د کنېټیکټ ایالت د ډیموکراټ سناتور کریس کونز د غبرګون سبب شو. کونز د ډنمارک په شان د هغو کوچنیو متحدانو قربانۍ یادې کړې، چې له محدودو امکاناتو سره سره یې درنې مرګ‌ژوبلې ورکړې. نوموړي وویل: «دا ویل چې د هغوی تلفات کم ارزښت لري، یو بشپړ ناسم تصور دی.»

هېګسېت که څه هم د متحدانو قربانۍ ومنلې، خو ټینګار یې وکړ چې اصلي بار د امریکا پر اوږو و. هغه وویل: «موږ د هغوی ونډه ستایو، خو د ماموریت اساسي برخه امریکایي ځواکونو پر مخ وړې.»

په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوالو امنیتي مرستندویو ځواکونو (ISAF) په ماموریت کې ټولټال ۳۲ هېوادونو برخه لرله. د بریتانیا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، بریتانیا ۴۵۷ سرتیري له لاسه ورکړي وو، چې له امریکا وروسته تر ټولو ډېر تلفات و. کاناډا، جرمني، او ایټالیا هم د پام وړ تلفات لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...