Homeخبرونهد اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۰۱ تنه...

د اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۰۱ تنه مړه او ژوبل شوي

تاند「پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۲مه」د طالبانو ‏د ترافیکو عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د عرفې له ورځې بیا د لوی اختر تر څلورمې ورځې پورې په ټول هېواد کې ۱۱۷ ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

یاد ریاست زیاتوي، چې په دغو ترافیکې پېښو کې ۴۳ تنو ژوند بایللی او ۱۵۸ نور ژوبل شوي.

یاد ریاست ویلي، مړه شویو کې ۳۱ نارینه، ۲ ښځې او ۱۰ ماشومان شامل دي.

سرچینه د ټرافیکي پېښو لامل ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي.

د طالبانو د ترافیکو ریاست یو ځل بیا له هېوادوالو غوښتي، چې د موټر چلونې پر مهال ټرافیکي اصول او قوانین په بشپړ ډول مراعت کړي.

تر جګړو وروسته په افغانستان کې ترافیکي پېښې هغه لوی عامل دی چې ډېری افغانان پکې ژوند د لاسه ورکوي.

د نظر خاوندان د موترچلوونکو د بې احتیاطۍ ترڅنګ د حکومت بې غوري او د ولایتونو ترمنځ د معیاري سړکونو نشتون هم د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...