د ژوند په چارو کې همغږي، پلان، زغم او درناوی ډېر مهم رول لري. که د نړۍ د بریالیو شرکتونو شالید ته وګورو، وبه وینو چې د بېلابېلو کلتورونو اشخاص سره راټول شوي، یوه ګډه موخه تعقیبوي او په ګډه کار کوي. همدا یووالی، نظم او ګډ مسؤلیت هغوی ته دا توان او انرژي ورکوي چې په لنډ وخت کې سترې بریاوې ترلاسه کړي.
خو زموږ په ټولنه کې بیا د ګډ کار مفکوره دومره پیکه ده، چې آن د یوې کورنۍ غړي هم نشي کولای اوږده موده په یوه شرکت کې یوځای کار وکړي. د دې تر شا اصلي لامل د روڼ، عملي او منظم پلان نشتوالی دی. که له پیل نه یو واضح پلان موجود نه وي، کارونه ګډوډېږي، مسؤلیتونه نه وېشل کېږي، اختلافات رامنځته کېږي او ځینې ترې ناوړه استفاده کوي.
بهرني شرکتونه د یو منظم جوړښت له مخې پر مخ ځي. له رئیس، جنرال منیجر، اداري مشر نیولې تر نورو مسؤلینو پورې، هر څوک د خپلې پوهې، تجربې او پانګې پر بنسټ ټاکل کېږي او د خپلې دندې له مخې عمل کوي. دا روڼوالی او منظم جوړښت د دوی ګټه، پرمختګ او دوام تضمینوي.
که افغانان غواړي بریالي، دوامدار او پراخ سوداګریز شرکتونه جوړ کړي، باید له پیل نه یو لیکلی، منظم او پیاوړی پلان ولري. په دغه پلان کې دې هر کس ته د هغه د وړتیا او مسؤلیت له مخې دنده وسپارل شي. دا به نه یوازې د سوداګرۍ دوام تضمین کړي، بلکې د اختلافاتو، بېباورۍ او ناسم برداشتونو مخه به هم ونیسي.
په ټوله کې، د ګډ کار بریا د همغږۍ، واضح پلان او د مسؤلیتونو د عادلانه وېش پورې تړلې ده. که دغه اصول جدي ونیول شي، افغانه ټولنه کولای شي په کمه موده کې اقتصادي ثبات، پر ځان بسیا تولیدات او پرمختګ ته ورسېږي.