سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلو اړولو...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلو اړولو ادعا وکړه

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۲ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې جنګیالیو یې په دوو جلا عملیاتو کې، په بولان کې لویه لاره محاصره کړه او په جعفرآباد کې یې «اشغالګرو ځواکونو» ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه خبرپاڼه کې د چهارشنبې په ماښام یې رسنیو ته لېږلې، ویلي چې د دوی جنګیالیو پرون (سې شنبې) ماښام شپږ بجې د بولان د مارګټ په سیمه کې پر لویه لاره محاصره پیل کړه، چې له دوو ساعتونو زیات دوام یې وکړ. د محاصرې پر مهال جنګیالیو موټرونه ناڅاپي تلاشي کړل او یو شکمن کس یې ونیوه، چې وروسته یې خوشې کړ.

د دغه بېلتون غوښتونکي ځواک په ادعا پاکستاني پوځ د جنګیالیو د څارلو لپاره یوه څلور وزرې (ډرون) کارولې وه، چې د جنګیالیو له خوا وویشتل شوه او ویجاړه کړل شوه.

په یوه بله حمله کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ جنګیالیو د چهارشنبې د شپې په شاوخوا لسو بجې د جعفرآباد د شفیع‌آباد په قیدی شاخ سیمه کې د پولیسو پر پوستې د لاسي بم برید وکړ، چې د دښمن ځواکونو ته پکې مرګ‌ژوبله او مالي تاوان واوښت.

د پاکستان پوځ د بلوچستان د ازادي پوځ د ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو عموماً د دې بېلتون غوښتونکې ډلې ادعاوې تایید کېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...