تاند「چهارشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۱مه」امریکايي میلیاردر او د دغه هېواد په نوي حکومت کې د اغېزمنتیا ادارې مخکېنی مشر، ایلن ماسک وايي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه په ځینو څرګندونو پښېمان دی.
که څه هم هغه مشخصاً نه دي ویلي، چې کومې څرګندونې یې د ولسمشر پر وړاندې ډېرې تُندې وې، خو د دواړو ترمنځ جنجالونه هغه وخت زیات شول، چې کله ماسک د ټرمپ مالیاتي قانون نقد کړ.
له دې وروسته ایلن ماسک سپینې ماڼۍ ته خپله استعفی وکړه او د حکومت اغېزمنتیا ادارې مشري يې پرېښوده، خو ټرمپ وویل چې په ځینو برخو کې به د سلاکار په توګه همکار وي.
د ایکس، سپېس ایکس او ټیسلا شرکتونو مشر تېره اوونۍ د ولسمشر ټرمپ پر ضد ځینې شوي پوسټونه هم ډیلیټ کړي وو.
بل لورته ماسک په لاس انجلس کې د ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو پر ضد د پراخو لاریونونو غبرګون کې د هغه طرف نیولی او دا یې ښه نه دي ګڼلي.
د لاریونونو پر وړاندې هغه مقاومت چې د کالیفورنیا والي د ډيموکراسۍ خلاف بللی دی.
خو له دې پښېمانیو سربېره هم تر اوسه ولسمشر ټرمپ ماسک سره بېرته د اړیکو عادي کولو په اړه کومه لېوالتیا نه ده ښودلې؛ ځکه ټرمپ ویلي، چې هغه سره بیا اړیکې نه غواړي او فکر کوي ختمې شوې دي.