Homeخبرونهد طالبانو حکومت؛ افغانستان کې د داعش موجودیت په اړه د نړیوالو...

د طالبانو حکومت؛ افغانستان کې د داعش موجودیت په اړه د نړیوالو اندېښنې بې ځایه بولي

تاند「چهارشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۱مه」د طالبانو د حکومت یوه ویاند‏ په افغانستان کې د ‎داعش د فعالیتونو په تړاو د روسیې د فدرالي امنیت د رییس څرګندونې بې‌ اساسه وبللې.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت زیاته کړې، چې د دوی اړوند امنیتي ځواکونو د داعش خوارجو د فعالیتونو مخنیوی کړی او د هغوی هر ډول ګواښونه یې له منځه وړي دي.

فطرت د کابل ښار په ۱۵مه امنیتي حوزه کې د داعش چې طالبان یې خوارج بولي، پر یوه پټنځای وروستي عملیاتو ته په اشارې ویلي، چې دا ډول اقدامات د افغان ځواکونو د چټک غبرګون او پوره وېښتیا څرګندونه کوي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د افغانستان په اړه د دا ډول اندېښنو څرګندول نه‌ يوازې بې‌ ځایه، بلکې د روان وضعیت له واقعي تصویر سره هم اړخ نه‌ لګوي.

‏د سي ای اې پخوانۍ مامورې، سارا اډمز د داعش خراسان څانګې پر ضد د طالبانو ترهګرۍ ضد مبارزه جعلي بللې وه.

نوموړې په یوه بیان کې په ډاګه کړې وه، چې د کابل ۱۵ مې ناحیې قصبه کې د تېرې شپې برید چې طالبان ادعا کوي، د داعش پر یوه پټنځای یې کړی، ډرامه ده.

هغه وايي، د طالبانو استخباراتو یا GDI دا عملیات په هغه مرکز کړي، چې خپله د همدوی په واک کې دی، څو امریکا او متحدینو ته یې وښيي، چې د داعش پر ضد یې مبارزه واقعي ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د کابل په قصبه کې د تېرې شپې عملیات تایید کړي، خو د نوعیت او علت ‏په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.

د المرصاد په نامه د طالبانو اړوندې یوې رسنۍ بیا تایید کړې، چې د کابل ۱۵ مه ناحیه کې د داعش وسله والې ډلې پر پټنځای عملیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...