سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستاني رسنۍ: د لارو د بیا بیا بندېدو له کبله له افغانستان...

پاکستاني رسنۍ: د لارو د بیا بیا بندېدو له کبله له افغانستان سره د پاکستان سوداګري زښته کمه شوې

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۱ مه) د پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز» د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کالنۍ اندازه له ۲.۵ میلیارد ډالرو څخه ۱ میلیارد ډالر ته راټیټه شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي دي چې سیاسي بې‌ثباتي او د دواړو خواوو ترمنځ د لارو، په ځانګړي ډول د «تورخم» او «چمن» په څېر د مهمو لارو، بیا-بیا بندیدا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کمېدو اصلي عوامل دي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال «ضیاءالحق سرحدي» ویلي چې د دې وضعیت د ښه‌کېدو لپاره پاکستان باید د منځنۍ اسیا بازارونو ته د رسیدو په خاېر د افغانستان لارې وساتي او پراخې کړي.

هغه زیاته کړه: «هر ځل چې پولې بندې شي، د افغانستان تازه میوې او سبزي‌جات په پراخه کچه له منځه ځي، چې دا یوازې د افغان سوداګرو لپاره نه، بلکې د پاکستاني سوداګرو لپاره هم زیان اړوي.»

تر دې وړاندې افغان سوداګرو په ځلونو شکایت کړی چې هر کله د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د صادراتو موسم وي، پاکستان په یوه بله پلمه خپلې لارې بندوي او په دې توګه افغانستان او افغانانو ته سخت مالي زیان اړوي.

پاکستانۍ ورځپاڼې «نیشن» هم څو ورځې وړاندې راپور ورکړی و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیټي سوداګري په بې‌سارې ډول کمه شوې ده. د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه د ۲۰۲۵ کال تر فبرورۍ پورې، دا سوداګري له ۲ زره او ۲۴۳ میلیون ډالرو څخه ۷۵۴ میلیون ډالرو ته یعنې ۶۶ سلنه کمه شوې ده.

ورځپاڼې ویلي و چې له پاکستان څخه د افغانستان واردات ۶۷ سلنه کم شوي دي. همدارنګه، د افغانستان صادرات پاکستان ته هم ۴۶ سلنه کم شوي او له ۴۶ میلیون ډالرو څخه ۲۵ میلیونه ډالرو ته راښکته شوي دي.

یوې سرچینې نیشن ته ویلي و چې د ۲۰۲۵ په فبرورۍ کې د افغانستان ترانزیټي سوداګري د تیر کال په پرتله ۷ سلنه کمه شوې او ۷۷ میلیون ډالره پاتې شوې ده.

د دې سرچینې په وینا، د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان ترانزیټي سوداګري ۶۹ سلنه راکمه شوې ده.

1 COMMENT

  1. MY DEAR AFGHANS PLEASE DO NOT BUY ANY PAKISTANI PRODUCT.
    FIRST BUY AFGHANI/SECOND INDIAN OR IRANI PRODUCT.
    PAKISTAN IS OUR ENEMY TRY TO PAKISTAN GET ECONOMIC REDUCTION

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره...