تاند「چهارشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۱مه」د آی سي سي یا د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې دوه افغان لوبغاړي د روان ۲۰۲۵ کال د پنځوس اوریزو لوبو غوره الرونډران ټاکل شوي دي.
د تازه درجه بندۍ له مخې، عظمت الله عمرزی په ۲۹۶ نمرو لومړی او محمد نبي عیسی خېل په ۲۹۲ نمرو دوهم ځای خپل کړی دی.
په نوملړ کې نور لوبغاړي په ترتیب سره:
سکندر رضا، مهدي حسن میراز، مایکل براسوېل، برنډن مکولن، مېچل سنټنر، راشد خان، ګلېن مکسوېل او روېنډرا جډېجا دي.
د افغان لوبغاړو دا ویاړ په کور دننه هم په خواله رسنیو کې د کرېکټ مینه والو ستایلی دی.
عمرزی او نبي د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دوه هغه ټولچاري یا الراونډران دي چې په کور دننه او باندې زیات مینه وال لري.