Homeخبرونهد امریکا د باندنیو چارو وزارت ویانده: د ایس آی وي لرونکي...

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویانده: د ایس آی وي لرونکي د امریکا په بندیز کې شامل نه دي

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۱ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده تیمي بروس، پرون (سې شنبې) وویل چې هغه افغان کډوال چې د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) دوسیې لري، امریکا ته د داخلېدو د بندیز له فرمان څخه مستثنا دي.

هغې په یوه تازه خبري ناسته کې ټینګار کړی چې دغه کسان د ډونالډ ټرمپ د اجرايي فرمان له بندیز څخه معاف دي او متحدو ایالتونو ته راتلی شي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویاندې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه پوهیږم چې د هغو ویزو په اړه محدودیتونه شته چې {د افغان اتباعو لپاره} دي؛ خو د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (SIV) لپاره، یو اعلامیه خپره شوې چې وایي افغان SIV ویزې – اجازه راکړئ دا ووایم – امریکا ته د داخلېدو د بندیز له فرمانه معاف بلل کیږي.»

تیمي بروس وایي چې په ټوله نړۍ کې د امریکا په سفارتونو او قونسلګریو کې د مرکو په شمول د افغانانو لپاره د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو قونسلي پروسې دوام لري.

خو هغې د هغو کسانو په اړه چې د کډوالۍ دوسیې یې د “P1” او “P2” پروګرامونو لاندې دي، څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، یو نوی اجرايي فرمان لاسلیک کړی چې پر اساس یې امریکا ته د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر سفر بندیز لګول شوی دی.

د ټرمپ اداره وایي چې دا اقدام د ملي امنیت په هدف شوی او ادعا کوي چې یاد هېوادونه یا د ترهګرۍ مرکزونه دي یا د مسافرو د هویت د تثبیت په برخه کې لازم ستندردونه نه پلي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...