Homeخبرونهد اختر په ورځو کې بامیان او ځاځی اریوب ته له ۳۹۰...

د اختر په ورځو کې بامیان او ځاځی اریوب ته له ۳۹۰ زره ډېر سیلانیان تللي

تاند「چهارشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۱مه」په پکتیا کې د طالبانو د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د اختر په ورځو کې د دې ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې تفریحي پارک ته څه باندې ۳۵۰ زره سیلانیان تللي دي.

طالب چاوراکي وایي، په دې تفریحي پارک کې د سیلانیانو لپاره اړین خدمتونه هم برابر شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد پارک یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړ شوی دی.

د دې شرکت د څرګندونو له مخې؛ په ياده تفريحي سيمه کې دوه‌ زره خېمې، د ناستې لپاره غرفې، ۲۴ساعته مخابراتي خدمات او برښنا، د اوبو سېسټم، دوه لوی هوټلونه، ايسکريم خونې، کافي شاپونه او نور بېلابېل خوړن‌ځايونه جوړ شوي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د اختر په ورځو کې ۴۰زره کورنيو او بهرنيو سېلانیانو له بامیان ولایت څخه لیدنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۴زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو تاریخي او لرغونې سیمې لیدلي دي.

طالبان وایي، چې د ګرځندویانو د جذب لپاره یې د آسانتیاوو برابرولو هڅې پیل کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...