سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبژبه او لیکدودیو څو مشهورې تیروتنې | دودیال

یو څو مشهورې تیروتنې | دودیال

که ووایم چی  دې شلو کلونو کې شل دقیقی تلویزیون ته نه یم ناست،.هیڅوک به یې ونه مني. دا په دې خاطر نه چې طالب به یم یا به نه یم،  بلکې ابتذال دومره برید ته رسیدلی چې د خبرونو راپورتاژونو له لیدو یې هم بیزاره کړو. د کرونا په ورځو کې به له مجبوریته او د خبرونو او نویو پېښو دخبریدو په تمه دتلویزیون کوټې ورغلم، خو هغه څه به می لیدل او اوریدل چې له ۲-۳دقیقو زیات یی د لیدو او اورید تحمل نه و. دا چې دافغانستان تلویزونو کې نور څومره ابتذال روان دی، دا به یوې خواته پریږدو؛ دخبرونو لاندې پټاره کی ژباړی او لیکنې یې همدومره مسخره او د ویلو او لوستول نه دی، لکه دسریال او اعلانو لیکنې یې او ژباړی یی چې مسخره دي. زه ادیب نه یم، اعتراف کوم په ادبیاتو نه پوهیږم، خو په عامو تیروتنو لږلږ پوهیږم. دلته به د ناسمو ژباړو یو څو بیلګې په  درناوي سره یادې کړم.

هیله ده  داسې یې مه ژباړئ:  قلم عبارت له هغی وسیلی څخه ده چې لیکنه ورباندې کوو

بلکې آسانه یې ولیکئ: قلم هغه وسیله ده چې لیکنه ورباندې کوو.

هیله ده  داسې یې مه ژباړئ : د یکاولنګ خلکو مارش په لاره واچاو !

ولیکئ: د یکاولنګ خلکو مارش وکړ

هیله ده داسې یې مه ژباړئ : یوکنفرانس په لاره واچول شو .

بلکې ولیکئ:  یو کنفرانس دایر/ جوړ شو.

هیله ده داسې یې مه ژباړئ: نن په آسمان کی وریځ شتون نلری !

ولیکئ: آسمان وریځ نه دی / آسمان شین دی/ آسمان کی وریځ نشته.

مه لیکئ: په ډای امونیم فاسفیت سره کی د نایتروجن ترڅنګ فارسفورس هم شتون لری.

ولیکئ: ډای امونیم فاسفیت سره نایتروجن او فاسفورس دواړه لري.

هیله ده داسې یې مه ژباړئ : مقاله خود را بخوانش گرفت/ خپله مقاله یي په لوستلو ونیوله!

ولیکې: مقاله ی خویش را قرائت نمود /مقاله ی خود را ارائه نمود/ خپله مقاله یې ولوستله.

هیله ده داسې یې مه ژباړئ : زمستان  دارد می آید / ژمی لري را روان دی !

ولیکئ: زمستان فرا میرسد/ زمستان فرارسید ؟ ژمی راورسید.

رسیدګی به شکایات داسې مه ژباړئ: شکایتونو ته وررسیدل! بلکې ولیکی: د شکایتونو اوریدل. همدارنګه (رسیدن به منازعه) که (شخړی ته رسیدل) وژباړئ، مفهوم یې ناسم دی، نو ځکه ولیکئ:  د شخړې هواری.

دا دواړه وګورئ، کم یو سم دی؟ نمرات بلند را از آن خود کرد – موفق به اخذ نمرات بلند ګردید.

مه لیکئ: لوړې نمری یی د خپل آن کړی. بلکئ ولیکې: لوړې نمری یی ترلاسه کړی…

هیله ده داسې یې مه ژباړئ: از سیمکارت پنجاه افغانیګی تیلفون لذت ببرید/ د تیلفون له پنځوس افغانیو سیمکارت خوند واخلئ (تیلفون د خوند شی ندی، افغانان خواران هره ورځ په تیلفون کې فقط د زخمیانو، ناروغانو، وفیاتو او نور خبرونه یوبل ته ورکوی، دې کې څه خوند دی؟) تاسی د enjoy  لغت ته ځیر شئ، یوه معنا یې ګټه اخیستنه(بهره ګرفتن) دی.

زموږ یوه خور طلوع ، رادیو فردا، رادیو ارمان کی هره شیبه چیغه وکړی:

لذت ببرید، لذت ببرید !!

اوریدونکی حیران شی  چې دا راډیو موږ څه ته را بولي ؟ آخر د تیلفون د کارت اعلان وی؟!

مه لیکئ چی: قلم یې د ما څخه واخیست/ دما څخه یې کتاب وغوښت !

ولیکی : له ماڅخه یې قلم واخیست / له ما څخه یې قلم وغوښت.

هیله ده  داسې یې مه ژباړئ: ازکجا به تماس استین ؟ له کوم ځایه په تماس کې یې ؟

ولیکئ: له کوم ځایه خبرې کوئ؟/ ځان راوپیژنئ .

هیله ده  داسې یې مه ژباړئ: همکار عزیز حالا یک اهنګ تقدیم میکنیم/ ګرانه همکاره اوس یوه سندره اورو!

ووایاست: همکار محترم حالا به شنوندګان رادیو یک اهنګ تقدیم میکنیم/ اوس اوریدونکو ته یوه سندره اوروو.

ګران (عزیزم) فقط دښځې او میړه ترمنځ یو بل ته ویل کیږی.

مه لیکئ چې د فساد د مخنیوی د ادارې مشر د پولیسو مرستیال سره غونډه ونیوله (په دری کې هم ؛جلسه ګرفتند) ناسمه ده، ولیکئ: په یوه غونډه کې سره کیناستل، غوڼډه دایره شوه، مجلس یی وکړ. صفا او آسانه.

د افغانستان دولتی مراجعو؛ تلویزیونو ته د ملی اردو، پوځ او پولیسو د اتلولۍ، امنیت او دولس د ساتنې یو انځور سپارلی چې کله ناکله یې خپور او د خلکو وطنی احساسات او ملی غرور نور هم پیاوړی شي، یا هم ځینی وخت د ولسمشر د وینا یوه برخه چی هیوادوالو ته د یوې مهمی موضوع په هکله خطاب دی؛ نشروی، خو دستی ورپسې یو نری او مسخره غږ اورو چې وایی:

آنچه شنیدید یک اعلان تجارتی بود !!

حیرانوونکی خو یې دا ده چی ممکن دا مسخرګی مقامات هم اوري او وینې یې، خو  په دې باریکی نه پوهیږی چې د دوی دریځ یې دشامپو،ژاولو او ایسکریم د اعلان تر بریده را غورځولی دی.

دا تفنن پریږدې چی مسلمان ته درګذشت لیکئ او غیرمسلمان ته وفات نمود، مګر پام کوئ چې فقید، شادروان او مرحوم هم یو بل سره ډیر توپیر لری. چشم ازجهان بست/له نړۍ سترګې پټول ، ټولو ته دواړه سم دی. دغه مثالونه هم زموږ دری-پارسی او هم پښتو کې درعایت وړ دی، اوس چې زموږ پشه یی او ازبک وروڼه هم خپل نشرات لری، متاسفانه  ددوی ځوان ژباړونکي او لیکوال هم زموږد ښکلی او ګڼ کلتوری هیواد د دغو درنو او ویاړلو ژبو اصالت ته ډیر پام نه کوی، زه په دې برخه کی جناب سمیع الله خان صیب، جناب ز.کلمامی او نورو درنو فرهنګیانو ته مخ اړوم، خو د جناب عبدالستار پردلی او څیړنپوه غلام فاورق مهرزاد د وینا له مخې بلوچي ژبه په اخبارونواو راډیو کې دا ستونزی نه لري. په دري ژبه کې د دې ډول تیروتنو په برخه کې قدرمن انوری صیبب ډیر کار کړی او اوس هم د ورځینو مسایلو جاج اخلی او که کومه تیروتنه وویني، ځای پرځای لارښوونه ورته کوي. آن دا چې آریانا آنلاین کې یې ورته جلا کړکۍ پرانیستې ده.

دکلتوری مسایلو د باریکی برخه کې به یو څو نورې بیلګې راوړم:

د فرهنګ اصطلاح خپل ځای لری، د فرهنګ خشونت، فرهنګ کشت خشخاش ، فرهنګ رشوت… ، ناسم دی. فرهنګ د کلتور متعالی برخه ده لکه میلمه پالنه، دمشرانو درناوی، دننواتی منل، شعراو ادبیات، …. حال دا چې خشونت، تاوتریخوالی، رشوت او نور یو هم فرهنګ کې نه راځي.

مه وایاست : یو دم راورسید/ یو دم یې چیغه کړه …

ووایاست : یو ناڅاپه راورسید؟ یو ناڅاپه یې چیغه کړه…

یو اخبار کی مې یو خبر په حیرانوونکی بڼه ولوست ؛ لیکلی یې و:

قانون احوال شخصیه … به شوهر اجازه نمیدهد که بدون موافقه بالای خانمش تجاوز جنسی نماید !!

اوس نو ځپله قضاوت وکړئ!

بده یې لا دا چې یوه علمی لیکنه کی راغلی و: نهنګ ها برای جماع کردن در کنار سواحل می ایند، خو  د دې پر ځای یې که لیکلی وای چی: (غرض نسلګیری در کنار سواحل…) نو سمه جمله به وه.

یو ورور د درملتون په دروازه باندی لیکلی: خوش آمدید ، هرکله راشئ ؟!

دې ته هم په غور وګورئ:  الکټاره فلز، الفیشن خیاطی، شمس لندن اکاډمی، ځلال ښوونځی، اطفال اکادمیسن، …

زه به دې ته هم حیران وم چې د نوي ښارد هټیو د قلیان(عصری چلم) اعلانونه به یې نشرول، خو لله الحمد چې اوس هغه  کم شوي دي،آن د هټیو او مغازو هغه جم وجوش یی ندی پاتې، لکه چې د عصریتوب دوران تیرشو؟!

نور یې د ویلو او لیکلو ندی، تاسې یې یې خپله درپیادولای شئ.

لنډه داچې ژورنالیزم، راډیو، تلویزیون، سیاست، ښوونځی،ترجمه، لیکوالی، نطاقی … ټول را څخه وران شول، جوړ به شی، خو په ډیرو خواریو.

غواړم یو بل عرض وړکړم:

د هنر،ژبې او فرهنګ ګڼ شمیرنوي بحثونه (د بیلګې په توګه د ماډرنیزم وروسته Postmodernism ، جوړښت وروسته Post-structuralism) د ژبې او کلتوري تعبیر موضوعاتو سره تړاو پیدا کړی، چی په پایله کی دا مسئلې دټولنپوهنې د مطالعاتو تر سرلیک لاندی راځي.  نودلته اوس دهغو میتودونو لپاره اړتیا لیدل کیږي چی د فرهنګی متنونو د پرتله کولو، تکرارولو او عام کولو تحلیل ته لاره هواروي. په دې زمینه کې، کلتوري متنونه پیژندل کیږی تر څو هرهغه متن شامل شی چې اوچته کلتوري معنا څرګندوي.

له۱۹۵۰ کال راهیسی، ژبه له څو اساسي نظریو څخه تحلیل شوې: د ژبې جوړښتي خاصیت (په ځانګړي توګه، چومسکي، ساکس، شیګلوف Chomsky, Sacks, Schegloff) )، ژبه د عمل په توګه په متناسب چاپیریال کې (په ځانګړي توګه وټګینسټین ، آسټین او سیریلWittgenstein, Austin and Searle) او د ژبی، کلتوراو ټولنیزو اړیکو په برخه کی (هایمز ، برنسټین ، لابوف او نورو ډیر شمیر Hymes, Bernstein, Labov and many others) علمی او څیړنیز کارونه کړی دي. تکنالوژی ته هم دنده سپارل شوی، دبیلګې په توګه تاسې خپل کمپیوتر کی یوه انګلیسی جمله کې قصدی ګرامری غلطی ولیکئ، ډیر ژر به وګورئ چی شنه کرښه ورلاندی راځي، معنا یې داده چی دا جمله سمه نده لیکل شوی. که په قصدی ډول یو لغت غلط ولیکئ ډیر ژرورلاندی سره کرښه راځی او چی سم یې ولټوې، پورته برخه کی همدغه لغت درته سم لیکی. د امریکی پوهنتونو کی ترڅو د چا املا او ګرامر سم نه وی، نه منل کیږی. زموږ مطبوعات لا هم له تیروتنو ډک دی، دپوهنتونو دډیر لږ محصلانو املا سمه ده، ښوونکي او نطاقان مو هم ستونزې لري…

دا څو ټکی مې عرض کړل هیله ده خوا مو بده نشی.

درناوی.

3 COMMENTS

  1. مننه دودیال صیب. ښه موضوعات مو د لوستونکو مخې ته ایښي. زه هم له خپلې خوا دوه نظره شریکوم:

    لومړی: د یو ناڅاپه راورسید او یو ناڅاپه یې چیغه کړه نه کې ((یو)) لرې کړو، جمله لا ښکلې او روانیږي.
    دویم: د (دا هم یو تجارتي اعلان و) موضوع ته دې اشاره کړې. خو دا دې نه دي ویلي چې ولې داسې کوي. یا خو به ورنه خبر نه وې، یا دې یې د ویل زحمت ته زړه نه دی ښه کړی. دلته د رسنیو بې منطقه منطق دا دی دوی فکر کوي د هغو اعلاناتو په خپرولو کې چې، د دولت په ګټه او د دولت مخالفینو په ضد وي، د دوی رسنیو ته تهدید متوجه کیږي. خو که ووایو چې موږ د دولت یا مخالفینو د پالیسیو سره توافق نه لرو، ماځې تجارت مو هدف دی. ممکن په دې صورت کې متوجه ګواښ رفع یا کم شي.

  2. دواړو درنو ورڼو، السلام علییکم !
    له تاسو څخه ډیره مننه، له دې لیکنی څخه مې موخه فقط دا وه چې که لږ څه لیکنه په دقت سره وشي، نو زموږ لوستونکی به یې هم په مانا ښه پوه شی او هم به دژبې اصالت، خوږوالی او سچه والی ساتلی وي. ما یو څو مثالونه ورکړی، داسې ډیر نور موارد هم شته، په دې اړه مې یوه بله لیکنه چې یو ځو نور مثالونه هم پکې و، لادرکه ده فکر کوم تاند هیره کړې ده، همداسی هم د میناتوری د ځانګړی افغانی سبک مقاله هم ورسره لادرکه ده، خو په همدې ورځوکې به د مشهورو تیروتنو په هکله یوه بله لیکنه هم واستول شي.
    زه کاملاً موافق یم . ناڅاپه تر (یوناڅاپه) لا غوره ده، خو هلته لیکوال لیکلی و (یو دم) نو ما ناڅاپه سره ځکه [یو ] هم پیوست کړ، چې مشخص شي.
    درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب