پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد امریکا د پوځ الوتکه د کندهار په هوايي ډګر کې بیړنۍ...

د امریکا د پوځ الوتکه د کندهار په هوايي ډګر کې بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه/ ویدیو

تاند (جمعه، د عقرب ۲) د امریکا د پوځ یوه لویه الوتکه تېره اوونۍ د کندهار په هوايي ډګر کې بیړنۍ ناستې ته اړ شوه.

د ایرفورس ټایمز ویبپاڼې د راپور له مخې، په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوی ډګروال سوني لیګیت وویل، د دې V-17 الوتکې د کښېناستو په ترڅ کې هیڅوک ژوبل شوي نه دي او په پېښه کې دښمن هیڅ راز لاس نه دی لرلی.

د امریکا پوځ د الوتکې د کښېناستو ویدیو د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ خپره کړې چې د الوتکې دروازې پرانیستې ښيي.

پوځ ویلي چې دا ویدیو پر مځکه له هغه موټر څخه اخیستل شوې چې پر الوتلار (ن وې) روان و.

تراوسه پورې دا څرګنده نه ده چې الوتکه ولې بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه.

د امریکا پوځ وايي چې د پېښې د علت په اړه لا هم څېړنې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...