پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپمپیو: ارمنستان او ازربایجان دې نور جګړه پای ته ورسوي

پمپیو: ارمنستان او ازربایجان دې نور جګړه پای ته ورسوي

تاند(شنبه، د عقرب ۳) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ارمنستان او ازربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی دې پای ته ورسوي او ملکي وګړي دې وژغوري.

د غرونو ترمنځ پرته د ناګورنو قرباغ په سیمه کې د نږدې یوې میاشتې راهیسې سخته جګړه روانه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورتوګوس وویل، امریکا پر دې هم ټینګار کوي چې دواړه غاړې دې مذاکرات پیل کړي.

خو د ارمنستان لومړي وزیر نېکول پشینین ویلي، دی د جګړې په دې پړاو کې د ډیپلوماتیک حل هېڅ ډول امکان نه ویني.

په همدې حال کې د ازربایجان ولسمشر الهام الیوف ویلي، د ارمنستان ځواکونه باید له ناګورنو قرباغ سیمې څخه ووځي تر څو جګړه ختمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...