دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد ناټو سرمنشي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل مو له سولې سره...

د ناټو سرمنشي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل مو له سولې سره تړلی دی

تاند (جمعه، د عقرب ۲) د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور د افغانستان د سولې په خبرو کې له پرمختګ او د دې هیواد له مځکنیو شرایطو سره تړلی دی.

ستولتنبرګ نن (جمعه) د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په دوهمه ورځ وویل چې ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تنظیم کړی (کم) خو د نورو ځواکونو وتل یې له دې سره تړلي چې په دې هیواد کې د سولې خبرې پرمختګ کوي او که نه.

ده همداراز وویل، طالبان باید له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي، تاوتریخوالی کم کړي چې د سولې لار هواره شي.

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې طالبانو یوازې نن په نیمروز ولایت کې د افغان اردو تر ۳۰ زیات سرتېري وژلي دي.

ستولتنبرګ د امریکا او طالبانو د موافقې او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو هرکلی وکړ او هغه یې یو تاریخي فرصت وباله خو ویې ویل، دا مهمه ده چې په افغانستان کې د هر راز سولې په پایله کې د ښځو او بشري حقونو په شمول د دغه هیواد د تېرو دوو لسیزو بریاوې وساتل شي.

په داسې حال کې چې د ناټو سرمنشي له افغانستانه د خپلو پوځیانو وتل د افغانستان له امنیت او سولې سره مشروط بولي، د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د افغانستان حالاتو ته له کتو پرته ویلي چې خپل پوځیان باسي.

د چارو یو شمېر کتونکي وايي، د طالبانو د حملو تشدید او د سولې په خبرو کې نه پرمختګ کېدای شي چې د امریکا دریځ هم بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب