پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه بلخ کې د سړک جوړونې د یوه شرکت ۷ کارکونکي تښتول...

په بلخ کې د سړک جوړونې د یوه شرکت ۷ کارکونکي تښتول شوي

تاند (جمعه د عقرب ۲) چارواکي وايي، طالبانو نن په بلخ کې د سړک جوړونې د یوه شرکت اوه تنه کارکونکي له ځان سره بېولي دي.

د بلخ د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رئیس عبدالباسط عیني ویلي، طالبانو هغه مهال د سړک جوړونې د یوه شرکت پنځه تنه موټرچلونکي او دوه کاریګر تښتولي چې د نهر شاهي ولسوالۍ د لنګرخانې – کمپرک سړک باندې یې کار کاوه.

د ښاغلي عیني په خبره طالبانو د سړک جوړونې یو شمېر وسایط هم له ځان سره وړي دي.

نوموړي زیاته کړې، یادې ډلې څو ورځې مخکې هم د دغه شرکت درې کارکونکي له ځای سره بېولي و، خو له څو ساعته ځنډ وروسته یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې کړل.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د داسې پېښو په اړه ویل شوي، چې طالبان دغه ډول کارونه ددې لپاره تر سره کوي چې یوه اندازه پیسې له اړوندو شرکتونو څخه تر لاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...