پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeټولنیزد مان سینګهـ د زوی کالاسینګهـ اقرار |د عبدالباري جهاني ترجمه

د مان سینګهـ د زوی کالاسینګهـ اقرار |د عبدالباري جهاني ترجمه

د ۱۹۱۷ کال په وروستیو شپو ورځو کي، د هند د لودیانې ښار ته نیژدې د کالاسینګهـ په نوم یو سیکهـ ونیول سو چي څو کاله وړاندي په پنجاب کي د برټانوي هند د حکومت له عسکري خدمت څخخه تښتېدلی وو. پولیسو له هغه څخه تحقیقات وکړل او د هغه له تحقیقاتو څخه یې ډېر داسي شیان معلوم کړل چي تر دغه وخته دوی ته نه وه معلوم. کالاسینګه په کابل کي د هند د موقتي حکومت د مشر راجا مهیندراپراتاپ سره د خپلو اړیکو، د هغه د پټو فعالیتونو، د جرمني، د افغانستان له حکومت، او د صوبه سرحد له پښتنو سره د هغه د اړیکو په باب اطلاعات ترلاسه کړل. د دې تحقیقاتو یوه برخه له افغانستان سره مستقیمه اړه لري. په دې تحقیقاتو کي معلومیږي چي د هند او پښتني علاقو ټولو اوسېدونکو له برټانیې څخه مشترک نفرت درلود. په زړه پوري خبره دا ده چي په دې مبارزه کي مسلمان، سیکه اوهندو ټول ګډ کار سره کوي. هندیان، پنجابیان او پښتانه ټول همکاري سره کوي او په دې لړکي د افغانستان د پاچا امیر حبیب الله خان او د هغه د ورور نایب السلطنه نصرالله خان رول هم د یادولو وړ دی. تاسي د کالاسینګهـ د هغه اقرار ترجمه ګوری چي د هند په رسمي آرشیف کي قید ده. البته ما یې هغه برخي را اخیستي دي چي زموږ له هیواد او له پاکستان سره په پوله کي پرتو پښتنو سره مستقیمه اړه لري. کالاسینګه ته به ښايي پولیسو د اعتراف او ریشتیا ویلو په بدل کي څه وعدې هم ورکړي وې. خو د هغه په اقرار پوري مربوطو مکتوبونو څخه څرګنده ده چي هغه بالاخره اعدام سوی دی. د اقرار خط په پای کي لیکل سوي دي چي دا اقرار د ۱۹۱۸ کال د جنوري پر دیارلسمه نېټه د پنجاب د پولیسو د سرمامور د مرستیال سرداربهادر سوکه سینګه له خوا ثبت سو.

—————————

… پټان ماته وویل چي خواجه خېل ته ولاړ سه. زه هم ولاړم او هلته مي د یوه هندو په کور کي شپه تېره کړه. هندوماته وویل چي زه باید مُلا سرتور ته ورسم. ده زما سره یو سړی ملګری کړ او هغه ته یې وویل چي ما له ملا سرتور سره معرفي کړي. دغه سړي راته وویل چي ملا سرتور ډېر ښه سړی دی او زما په ژبه هم پوهیږي. ده هم زما سره یو سړی ملګری کړ چي زه یې مُلا سنډکي ته بوتلم، چي د خیرآباد څخه یې په دریو څلورو میلو فاصله کي، په لوړ سوات کي، د سیند پر هغه بله غاړه، په یوه کلي کي ژوند کاوه. ملا سنډکی په یوه جومات کي اوسېدی. ما هغه ته فقط دونه وویل چي زه یو سیکه یم او له پنجاب څخه تښتېدلی یم. ما ورته وویل چي غواړم یوه پټه خبره ورته وکړم. ما دوې شپې په جومات کي تیري کړې او په دریمه ورځ له ملا سنډکي سره کښېنستلم. سنډکی په هغو شپو ورځو کي د دیر له نواب سره په جګړه بوخت وو. ما هغه ته وویل چي د ترکیې سلطان د انګرېزانو سره جنګ اعلان کړی دی او دا، په ټوله نړۍ کي، د هر مسلمان وظیفه ده چي د سلطان له دښمنانو سره، چي یو خلیفه دی، جنګ اعلان کړي. ما ده ته وویل څرنګه چي د سوات علاقه ستا په لاس کي ده نو دا پر تا باندي فرض ده چي له برټانیې سره وجنګېږې. ما هغه ته وویل چي د هندوستان مسلمانان او هندوان ټول د انګرېزانو سره مخالف دي. او که له بهر څخه مرسته ورسره وسي نو دوی به انګرېزان له خپلي خاوري څخه وشړي. ملا سنډکي را ته وویل چي د دیر نواب د انګرېزانو ملګری دی او دی هغه ته د کافر په سترګه ګوري اود هغه پر ضد جنګ د انګرېزانو پر ضد جنګ دی. سنډکي ملا راته وویل چي د روژې له میاشتي وروسته به د انګرېزانو پر ضد جنګ پیل کړي او تر هغه وخته پوري به یې د دیر د نواب چاره هم کړې وي. ملا سنډکي په هیڅ ځای کي ډېر وخت نه تېراوه او له یوه ځایه بل ته خوځېدی. ما د دیر د نواب پر ضد په جنګ کي برخه وانه خیستله او ملا صاحب هم په جنګ کي عملاً برخه نه اخیستله بلکه له جبهې څخه څو میله لیري پروت وو. تقریبا پنځه لس ورځي وروسته ما ملا سنډکي ته وویل چي زه خپل وخت چیري تېر کړم. ده راته وویل چي د مجاهدینو سیمه به زما لپاره تر ټولو بهتره وي. ده زه ملا پاچا ته واستولم چي د بنیر په علاقه کي د پیر بابا په مزار کي ملا وو. یو مولوي، چي له ملا پاچا سره وو، د هغه د ترجمانی وظیفه پر غاړه درلوده. ما له پاچا ملا سره هم خبري وکړې او هغه هم ژمنه راسره وکړه چي د روژې له میاشتي وروسته به د انګرېزانو سره جنګ پیل کړي. ده زما سره یو سړی ملګری کړ او هغه په اسماس کي د مجاهدینو امیر ته بوتلم. ما هغه ته هم وویل چي زه د انګرېزانو له خاوري څخه تښتېدلی یم او یوه سرپناه غواړم. ده راته وویل چي ایا غواړم چي مسلمان سم. ما ورته وویل چي زه نه غواړم چي مسلمان سم او که مي څوک مجبور کړي نو بیا بله چاره نه لرم. ده راته وویل چي نه غواړي ما په زور مسلمان کړي او د خپل کور په لوړ پوړ کي یې ځای راکړ. مجاهدین هغه هندیان ول چي د انګرېزانو له قلمرو څخه وخت په وخت تښتېدلي وه. ځیني خو په دې علاقه کي د څلورو نسلونو راهیسي اوسېدل. مجاهدین درې مرکزونه لري؛ اسماس، چمرکنډ او تیراه. اسماس د هغوی یو لوی مرکز دی چي تقریباً اته سوه مجاهدین پکښي اوسیږي. دوی درې زاړه توپونه درلودل. دوی پر دې برسېره ډېر زیات توپکونه لري چي ځیني یې انګرېزي او ځیني یې تیراهي دي. دوی د کارتوس جوړولو یو ماشین هم لري. د مجاهدینو څخه ۱۵۰ تنه د اولادونو او کورنۍ خاوندان دي. د چمرکند د مهمندو په علاقه او تیراه کي تقریبا ۱۵۰ تنه مجاهدین اوسیږي. مولوي نعمت الله د مجاهدینو امیر دی. د اوتراپردېش اوسېدونکی مولوی عبدالکریم، د چمرکنډ د جمعیت مشرتوب پر غاړه لري، او مولوي بشیر د هغه مرستیال دی. مولوي بشیر د لاهور اوسېدونکی دی. ویل کیږي چي دی په لاهور کي د یوه جومات امام وو او په بندیخانو کي نابالغو بندیانو ته د نصیحت کولو وظیفه یې درلوده. ما پخپله د تیراه ډله نه ده لیدلې. ما اورېدلي دي چي د دې ډلي مشر یو زده کوونکی دی چي له پنجاب څخه تښتېدلی دی.

کله چي زه اسماس ته ورسېدلم هلته مي څوارلس یا پنځه لس مسلمان زده کوونکي ولیدل چي د پنجاب له پوهنځیوڅخه ور تښتېدلي ول. زما له هغوی څخه دا څونومونه په یا دي. عبدالحق، خوشي محمد، عبدالباري، ثناءالله، عبدالقادر او یوسف.

د نورو نومونه مي هېر دي. دوی ټول په یوه خونه کي چي طویله وه اوسېدل او د مولوي بشیر او عبدالرحمن تر لاس لاندي وه چي دوی یې له پنجاب څخه اسماس ته راوستلي وه. ما اورېدلي دي چي عبدالرحمن هندو مسلمان وو. دی اصلا یو خیاط وو. ویل کیږي چي یوه خور یې په لاهور کي واده ده. زده کوونکي د مجاهدینو امیر له انګرېزانو سره جنګ کولو ته تشویقاوه او ورته ویل یې چي وروسته نو باید د کابل امیر هم تشویق سي. دوی ویل چي که د افغانستان امیر د دوي غوښتنه ونه منله نو دوی به ترکیې ته ولاړ سي. تقریبا لس ورځي وروسته یو بل عبدالرحمن نومی چي د پېښور په علاقه کي، شبقدر ته نیژدې، د یوه کلي اوسېدونکی دی، او پخپله یو ارباب دی،  زده کوونکي یې کابل ته بوتلل.

اسماس ته زما له رسېدلو څخه درې څلور ورځي وروسته، مولوی بشير له دربند څخه راغی. د مجاهدینو امیر زه ور وغوښتلم. هلته یو مولوي سندی ناست وو، د باري د جمعیت جمعه دار، مولوي بشیر او د هندوستاني جمعیت جمعه دار ناست وو. مولوي بشیر د مجاهدینو له امیر څخه وغوښتل چي د انګرېزانو پر ضد جنګ پیل کړي. امیر ورته وویل چي که له هند څخه څلور پنځه لکه روپۍ مرسته راسره وسي نو جنګ به پیل کړي. مولوي بشیر ورته وویل چي همدااوس هم د هندیانو له خوا مرسته ورسره کیږي او که جنګ پیل کړي نو دی یقین لري چي نوره مرسته به هم ورسره وسي. په مجلس کي ناستو کسانو چي هر څه دلایل وویل امیر غوږ نه ورباندي ونیوی. له دې څخه وروسته هم مولوي بشیر له امیر څخه څو ځله وغوښتل چي دا طلايی فرصت باید له لاسه ورنه کړي او د انګرېزانو سره جنګ پیل کړي مګر امیر قانع نه سو.

ضمنا د ترنګزیو حاجي صاحب، چي ویل کیږي د شنکرګهړ اوسېدونکی دی، د انګرېزانو له قلمرو څخه تښتېدلی او باج کټه علاقې ته راغی. د ډهلي اوسېدونکی سیف الرحمن هم له حاجي صاحب سره ملګری وو. د ترنګزیو حاجي صاحب د بونیر په علاقه کي ډېر زیات نفوذ درلود. موږ دواړو حاجي صاحب ته وویل چي سنډکی ملا او پاچا ملا دواړه له انګرېزانو سره جنګ کولو ته تیار دي او له ده څخه مو وغوښتل چي بونیر وال جنګ ته وهڅوي. ده وویل چي د جنګ پیل کولو ته تیار دی خو په دې شرط چي د مجاهدینو امیر له ده سره د خبرو لپاره راسي. موږ دواړه اسماس ته ولاړو. لومړی د امیر د کاکا زوی رحمت الله له حاجي صاحب سره خبري وکړې او بیا نو پخپله امیر هم ورسره وږغېدی. مولوی بشیر او مولوي سندهي له سلو تنو مجاهدینو سره د حاجي صاحب سره ملګري سول. ټول کسان، درې ورځي وروسته، اسماس ته راغلل. د مجاهدینو امیر وویل فیصله پر دې سوه چي سنډکی ملا به  په لنډکي کي جنګ پیل کړي، پاچا ملا په مالان دره کي او حاجي صاحب او مجاهدین به په سرکاوي کي جنګ پیل کړي. وروسته داسي پېشنهاد وسو چي حاجي صاحب په سرکاوي او مجاهدین به په اګرور کي جنګ پیل کړي مګر دا پېشنهاد ونه منل سو. امیر وویل چي دا درې واړه ډلي به د اختر له لمانځه څخه وروسته، په یوه وخت کي، حملې پیل کوي. بالاخره د روژې د میاشتي څخه وروسته د اختر دوهمه ورځ د جنګ لپاره وټاکله سوه.

د روژې د میاشتي پر څلېرویشتمه مولوی فضل ربي او مولوی فضل محمد اسماس ته راغلل. دوی د بابړي ملا را لېږلي ول. دوی امیر ته وویل چي د بابړي ملا مهمندو ته ویلي دي چي د انګرېزانو سره جنګ پیل کړي او د امیر څخه یې غوښتي وه چي د مجاهدینو یوه ډله ور ولېږي. د سلو تنو مجاهدینو یوه ډله د مولوي عبدالکریم او د هغه د مرستیال مولوی بشیر تر مشرۍ لاندي له دوو مولویانوفضل ربي او فضل محمد سره ولېږل سول….

د اختر پر دریمه د ترنګزیو حاجي صاحب د مجاهدینو امیر ته پیغام واستاوه او ویل یې چي مجاهدین باید په سبا ورځ د توربېلې کنډو ته راسي او پر انګرېزانو باندي به حمله وکړو. د مجاهدینو د امیر د خور مېړه میاصاحب سپه سالار او د امیر د کاکا زوی رحمت الله د مجاهدینو د ډلي د امیر په حیث واستول سول. مجاهدین د سلو تنو په شاوخوا کي وه او څلور یابو ګان ورسره وه چي مواد ورباندي باروه. په سبا ورځ مجاهدینو د کنډو پر لور حرکت وکړ او په ورپسې ورځ یې زه او مولوي کمال الدین اپرېدی د توربېلې کنډو ته ور ورسېدلو. موږ هلته خبر سولو چي د ترنګزیو د حاجی صاحب سړیو د مجاهدینو له ور رسېدلو څخه مخکي پر انګرېزانو حمله کړې ده او څوارلس تنه یې وژل سوي او ټپیان سوي دي. دوی د عملیاتو پرېښودلو ته تیار وه او د مجاهدینو د ناوخته رسېدلو له امله یې شکایت کاوه. مجاهدینو ویل چي دوی د حاجي صاحب سړیو ته ویلي وه چي د ورځي به حمله نه کوی مګر هغوی یې پر مشوره غوږ ونه نیوی. ما حاجي صاحب ته وویل چي دا فرصت باید له لاسه ورنه کړو. حمله مه پرېږدی او زه به امیر ته احوال ورکړم. حاجي صاحب خپل سړي معطل کړل او د اختر پر اتمه امیر له دوو سوو تنو مجاهدینو او دوو توپونو سره را ورسېدی. په هغه شپه مجاهدین، پر انګرېزانو باندي د حملې لپاره، روستام ته ولاړل مګر انګرېزان یې پیدا نه کړل. په دغه وخت کي د مجاهدینو شمېر دریو سوو تنو ته رسېدی چي پر دریو ډلو وېشل سوي ول، چي یوه ډله یې احتیاطي کسان وه. فیصله پر دې وسوه چي دوهمه ډله پر انګرېزانو حمله کوي او دریمه ډله به هغه غونډۍ نیسي چي له هغه ځایه به پر هغو انګرېزي قواوو باندي چي د دوهمي ډلي سره په جګړه لګیاوي ډزي کوي…. موږ، په دغه توګه، پنځه ورځي پر دښمن باندي حملې وکړې؛ او په شپږمه ورځ هغوی د ورځي حمله راباندي وکړه. زموږ پنځوسو تنو څخه، تر ماښامه پوري، اووه تنه ووژل سول او اووه تنه مو ټپیان سول. ضمنا موږ ته اطلاع ورسېده چي د حاجي صاحب سره ملګرو بونیروالو له انګرېزانو څخه پیسې اخیستي او میدان یې پرې ایښی دی. زه پوه سوم چي، په دغه ډول حالاتو کي، د انګرېزانو سره مقابله کول ممکن نه دي نو د سوات خواته، د ملا سنډکي د لیدلو لپاره، ولاړم . هغه په دغه وخت کي په لنډکي سیمه کي په جنګ لګیا وو. زه جبهې ته نه ولاړم او د مُلا ډلي هم کومه سوبه ونه کړه او دی هم د جنګ پرېښودلو ته مجبور سو. څلور پنځه میاشتي زه له مُلا سره پاته سوم او د بر سوات په غرونو کي ګرځېدم. موږ په دغه وخت کي د سیمي خلک د انګرېزانو پر ضد جنګ ته هڅول؛ مګر زموږ په مخ کي تر ټولو لوی خنډ د قبایلو ترمنځ جنګونه وه چي هر وخت به پېښېدل. بالاخره زه ناروغ سوم او اسماس ته ستون سوم.

ما واورېدل چي د بابړي د مُلا تر رهبری لاندي مجاهدینو، درې ځله، په شبقدر او مټه مغول خېل کي پر انګرېزي قواوو باندي حملې کړې دي. ماته وویل سول چي په هغو دریو حملو کي دغه ملایانو برخه اخیستې وه: ملا جان صاحب، ملابابا، د کامې مولوي صاحب او د کنړ شیخ پاچا. د ترنګزیو حاجي صاحب هم په دوهمه او دریمه حمله کي برخه درلوده.

کله چي زه، اسماس ته، په  سنډکي مُلا پسي ورغلم نو هغه د مجاهیدنو له یوې ډلي سره چمرکنډ ته روان وو. ما غوښتل چي کابل ته ولاړ سم نو له ده سره ملګری سوم. نهه منزله وروسته، موږ چمرکنډ ته ورسېدلو. ما هلته یوه هفته تېره کړه او له هغه ځایه د کنړ د پَشَت سیمي ته ولاړم او هلته مي اووه یا اته شپې په یوه درمسال کي تیري کړې. زه بیرته چمرکنډ ته ستون سوم او هلته مولوي بشیر ته منتظر سوم چي باید زما سره کابل ته تللی وای. موږ پنځه تنه وو چي مولوي بشیر، د پېښور عبدالرحمن، عبدالکریم مجاهد، معین الدین مجاهد او زه .

موږ له چمر کنډ څخه کابل ته روان سولو. په دریو ورځو کي جلال اباد ته ورسېدلو او هلته مو یوه شپه تېره کړه او له هغه ځایه کابل ته ولاړو.

د کابل امیر مجاهدینو ته له کاله څلور سوه پونډه ورکول اوما واورېدل چي اوس یې پیسې زیاتي کړي او له کاله اته سوه پونډه ورلیږي. مولوی بشیر اوس حاضر په کابل کي د مجاهدینو استازی دی او له ده څخه مخکي لال شاه پټان استازی وو.

مولوی بشیر په قلا باقر کي د امیر د رسمي مېلمه په حیث دېره سو او ما هم له ده سره واړول. د کابل حاجي عبدالرزاق زموږ د ژوند د وسایلو او شرایطو غم خوړ او موږ ته یې هغه پیسې را رسولې چي امیر زموږ لپاره ټاکلي وې.

زه د پښې د زخمونو او درد له امله پنځه لس ورځي په قلا کي پاته سوم خو مولوي بشیر به کله ناکله له سردارنصرالله خان سره لیدل. ما ته وویل سوه چي هغه محصلین چي له پنجاب څخه تښتېدلي او له مجاهدینو سره یو ځای سوي دي د کابل په هندوګذر کي په یوه دولتي مهانخانه کي اوسیږي. دوی د مولوي بشیر د لیدلو لپاره زموږ ځای ته راغلل. دوی موږ ته وویل چي له اسماس څخه د شبقدر له عبدالرحمن سره جلال آباد ته ولاړل او څرنګه چي د مجاهدینو د امیر پېژند لیک ورسره نه وو نو په جلال آباد کي بندیان سول. د جلال آباد ګورنر هغوی کابل ته واستول او په کابل کي درې څلور میاشتي بندیان ول. کله چي  مهیندراپراتاپ او له هغه سره ملګری هیات کابل ته ورسېدی نو د دوی د خوشي کولو غوښتنه یې وکړه او دوی هم خوشي سول. په لومړي سر کي د کابل د کوټوال تر نظارت لاندي وه او وروسته مولوي عبدالرازق ته وسپارل سول. زه نه یم خبر چي له دوی سره به د کابل مقاماتو لیده کاته کول کنه خو مولوی بشیر به، د هغوی په استازیتوب، له نایب السلطنه سره لیدل. دغو شاګردانوته میاشتنی تنخوا ورکول کېدله. ما دغه راز واورېدل چي د کهوټا اوسېدونکی هرنام سینګه او ډاکټر مترا سینګه هم په شمالي کي نیول سوي دي. دوی دواړه هم د مهیندرا پراتاپ په غوښتنه خوشي سول او اوس له زده کوونکو سره ژوند کوي.

کابل ته زما له رسېدلو سره هرنام سینګه زما لیدلو ته راغی. ده ما ته وویل چي زما له روانېدلو څخه وروسته یې پنځه ورځي د حضور صاحب سره تیري کړې او په امرتسر او لاهور کي د غدر له ګوند سره یو ځای سو. په هغه وخت کي راش بیهاري بوس هم په پنجاب کي وو. نادان سینګه، هرنام سینګه او ډاکټر متراسینګه ته وظیفه ورکړې وه چي پېښور، مردان او لاهور ته، د پوځونو مرکزونو ته، ولاړ سي او عسکر ولمسوي. دوی په هغو ځایونو کي کوم جدي کار ونه کړای سو او چي د غدر د ګوند د غړو ګرفتاری شروع سوې نو دوی هم آزادو سیمو ته وتښتېدل او ډېر وخت یې په تیراه کي تېر کړ. هرنام سینګه د هندو جوګي په لباس کي ګرځېدی او ډاکټر مترا سینګه د طبیب په جامه کي. دوی بالاخره د کاهي په پوځي مرکز کي ونیول سول؛ شپږ میاشتي یې په بندیخانه کي تیري کړې او کله چي مهیندراپراتاپ کابل ته را ورسېدی دوی هم خوشي سول. ډاکټرمتراسینګه او خوشي محمد، د یوه پت ماموریت لپاره، مهیندراپراتاپ روسیې ته واستول.

په هغو شپوورځو کي د جرمني هیات په کابل کي وو. د دې هیات پنځه غړي وه. جرمنی وان هینټیګ یې مشر وو. قاسم بېګ، ترکی سفیر، مهیندراپراتاپ او برکت الله یې غړي وه. دوی په باغ بابر کي د دولت مېلمانه ول. پر دوی برسېره، د قنبرخېل د علاقې، پنځوس اپرېدي وه چي مشري یې میرمست کوله، چي د برټانیې له پوځ څخه تښتېدلی وو. بل هم د پېښور د سمي علاقې اوسېدونکی عبدالرحمن او یو بل مسلمان هم وو چي له امریکا څخه  ترکیې ته تللی او هلته د مهیندراپراتاپ له هیات سره یو ځای سوی او کابل ته راغلی وو. دغه سړي هم په باغ بابر کي ژوند کاوه. دغه عبدالرحمن او د ده ملګری اوس د مهمندو په سیمه کي په لکړ کي د ترنګزیو له حاجي صاحب سره هستیږي. دوی له کابل څخه تر روانېدلو وروسته، یو څو ورځي، له مجاهدینو سره دېره وه.

یو هم نادرشاه نومېدی، چي یو قتل یې کړی وو، او وروسته له لاهور څخه کابل ته تښتېتدلی وو. دی په پنجاب کي د پولیسو د تمریناتو ښوونکی وو. دی به زیاتره وختونه زما د لیدلو لپاره راتلی.

یو هم مولنا عبیدالله نومېدی چي له هندوستان څخه تر تښتېدلو وروسته یې ځان کابل ته رسولی وو. ویل کېدله چي دی په هند کي د یوه پوهنځي استاد وو. دی هم په هندوګذر کي له محصلینو سره اوسېدی.

د ګل منصور په نوم یو بل تن هم، چي ویل یې د ډهلي اوسېدونکی دی، په کابل کي اوسېدی هغه اوس په باغ بابر کي هستیږي. فضل ربي هم له همدغه ملا سره دی.

یو بل تن مولوي محمدعلي وو چي په کابل کي په یوه ښوونځي کي معلم وو. هغه له ښوونځي څخه وایستل سو او اوس په اسماس کي له مجاهدینو سره دی. یو بل تن د سند مولوي ابراهیم وو چي هغه هم ښوونکی وو او کله چي یې هلته وظیفه ختمه سوه او اوس د ترنګزیو له حاجي صاحب سره دی.

کله چي زه روغ سوم نو مولوي رشید زه مولوي عبدالرزاق ته بوتلم چي په اردو ژبه ښه پوهېدی. ما هغه ته خپل ټول نکل وکړ او د هغو کارونو په باره کي مي معلومات ورکړل چي په آزادو قبایلو کي مي کړي وه. ما هغه ته وویل چي د افغانستان د حکومت لپاره هر ډول خدمت ته حاضر یم. ده راته وویل چي سردار نصرالله خان ته به مي بوزي. څو ورځي وروسته مولوي بشیر زه سردار صاحب ته بوتلم او زما د کارونو او فعالیتونو په باره کي یې معلومات ورکړل. کله چي سردار صاحب زما د کارونو په باره کي معلومات واورېدل نو ډېر خوشاله سو او ماته یې وویل چي په کابل کي په آرامه شپې تېروه. زه له خوني څخه را ووتلم مګر مولوي بشیر هلته پاته سو. سردار صاحب، په هغه ورځ، ماته هیڅ وظیفه را ونه سپارله مګر د ورځي یې دوې روپی تنخوا راته مقرره کړه. وروسته له هغه مولوي بشیر راته وویل چي سردار صاحب وايی ته باید له مهیندراپراتاپ سره وګورې. زه له مولوي بشیر سره، د هغه د لیدلو لپاره، باغ بابر ته ولاړم. مولوي بشیر زه له میهندراپرتاپ سره معرفي کړم او هغه  راته وویل چي سبا یې ووینم او زه هم په بله ورځ ورغلم. برکت الله او قاسم بیګ هم هلته ناست ول. ما هغوی ته، په آزادو قبایلو کي، د خپلو فعالیتونو په باره کي معلومات ورکړل. دوی دریو واړو زما زړه ورتوب وستایه او راته وې ویل چي هر وخت د دوی لیدلو ته ورسم.

پنځه تنه جرمني صاحب منصبان، دا وخت، له کابل څخه وتلي ول. زه خبر سوم چي وان هینټیګ او یو جرمنی ډاکټر، د پیکینګ له لاري، جرمني ته تللي دي او وروسته مي له میهندراپراتاپ څخه واورېدل چي هغوی سالم رسېدلي دي. یو بل تن جرمنی، د ایراني په جامه کي، د روسي ترکستان له لاري جرمني ته رسېدلی وو. هغه نور دوه تنه، د دوو تنو هندیانو په ملګرتوب، چي یو یې سیکه او هغه بل یې سندی هندومسلمان وو، د ایران له لاري ترکیې ته رسېدلي وه او نور یې زه په احوال خبر نه سوم.

زه کله کله راجا مهیندراپراتاپ ته ورتللم او هغه د ځان په باره کي ماته دغه معلومات راکړل: دی د هتراس راجا وو اود جیند د مهاراجا له خور سره یې واده کړی وو. دی د برټانیې له واکمنی سره مخالف وو. یو ځل د کوم ښورښ د لمسونکي په تور ونیول سو مګر حسابدار وژغوری. د جنګ د پیل په ورځو شپو کي له هند څخه فرانسې ته ولاړ څو هلته د جنګ جبهه وګوري. له فرانسې څخه سویس زرلینډ ته ولاړ او هلته یې د سردار سُوندر سینګه ماجیتیا له ورور سردار امراو سینګه سره وکتل. مهیندراپراتاپ له هغه څخه وغوښتل چي د برټانیې پر ضد کار وکړي او له دې طلايی فرصت څخه کار واخلي. امراو سینګه ورته وویل چي دی کور او عیال لري او په دغه راز فعالیتونو کي برخه نه سي اخیستلای. میهندراپراتاپ له سویس زرلینډ څخه برلین ته ولاړ او هلته یې د جرمني له پاچا قیصر ویلهلم سره وکتل. میهندراپراتاپ د جرمني پاچا ته وویل چي دلته د دې لپاره راغلی دی چي د برټانیې سره په جنګ کي له جرمني سره مرسته وکړي او د هغه په خدمت کي هر کار ته حاضر دی. قیصر ورته وویل چي هند ته ولاړ سي او د هغه هیواد ولایتونه د برټانیې په مقابل کي ولمسوي او که دی له جرمني سره مرسته وکړي او برټانیه ماته وخوري نو دی ژمنه کوي چي نیپال به یو بېل هیواد کړي. قیصر دغه راز ژمنه وکړه چي که ده هند فتح کړ نو هلته به جمهوریت جوړ کړي. ضمناً قیصر د هند د اوسېدونکو مشرانو په نامه یو څو لیکونه او د نیپال د پاچا لپاره یو کتاب راکړ. مهیندراپراتاپ په برلین کي په یوه هوټل کي اوسېدی او هلته یې د  هرډایال چاټو پاړیا او اجیت سینګه سره ولیدل. قیصر دوی ته امر وکړ چي د افغانستان امیر ته ورسی او هغه د برټانیې پر ضد جنګ ته وهڅوی. میهندراپراتاپ د هیات مشر وټاکل سو. ده له برلین څخه، د جرمنیانو په ملتیا، د ترکیې پر لور حرکت وکړ. په ترکیه کي یې د انوربیګ پاشا سره وکتل او هغه د افغانستان د امیر لپاره یو لیک ورکړ. پاشا دغه راز قاسم بیګ له هیات سره ملګری کړ چي کابل ته سفر ورسره وکړي. برکت الله، چي امریکا او جاپان ته یې سفرونه کړي وه، او په ترکیه کي دې ته منتظر وو چي د یوه جعلي ایراني پاسپورټ په وسیله افغانستان ته ولاړ سي، هم له دې هیات سره ملګری سو. ځیني اپرېدي، چي د ترکیې له پوځ سره ملګري سوي او یا په جنګ کي نیول سوي وه، هم د جمادار میرمست په مشرتوب، له هیات سره یو ځای سول. دې ټولي ډلي له ترکیې څخه د ایران له لاري د افغانستان پر لور حرکت وکړ او پر دریو ډلو ووېشل سول. له دوی څخه یوازي ډله، چي پنځه تنه جرمنیان، قاسم بیګ، برکت الله او مهیندرا پراتاپ وو، هرات او وروسته کابل ته ورسېدل. د هغو نورو دوو ډلو سرنوشت تر اوسه نه دی معلوم. جرمني هیات له امیر سره وکتل او له هغه څخه یې وغوښتل چي د برټانیې پر ضد جنګ اعلان کړي. امیر ورته وویل چي هغه بالکل تیار دی خو په دې شرط چي جرمني او ترکیه، له برټانیې سره د جنګ لپاره،  خپل پوځیان افغانستان ته واستوي. ده وویل په اوسنیو شرایطو کي دا تقریبا غیر ممکنه ده چي له هغوی څخه مرسته ترلاسه کړو ځکه چي تر کابل پوري ټولي لاري تړلي دي. ده وویل چي که په اوسنیو شرایطو کي دی جنګ اعلان کړي نو مخکي له هغه چي د جرمني څخه مرسته ورته را ورسیږي د برټانیې او روسي پوځونه به د ده هیواد پایمال کړي. سردار نصرالله خان جرمنیانو ته وویل چي که حتی د جرمني د پوځ یوه وړه برخه هم کابل ته ورسیږي امیر به د برټانیې پر ضد جنګ اعلان کړي. ده زیاته کړه چي د افغانستان حکومت هر وخت له ترکیې او جرمني سره دوستانه اړیکي درلودلي دي. امیر د جرمني له هیات څخه وغوښتل چي هغه جرمنیان او اطریشیان چي په روسیه کي له اسارت څخه کابل ته تښتېدلي دي تشویق کړي چي د افغانستان په پوځ کي کار وکړي. ده وویل چي دغه ډول مهاجرین به په خپل پوځ کي د روزونکو په توګه استخدام کړي. نصرالله خان، په زړه کي، د جرمنیانو ملګری دی. مهیندراپراتاپ ماته وویل چي هغه آزاد قبایل چي د نصرالله خان په هدایت کار کوي هم د برټانیې پر ضد پاڅېدلي دي؛ او تیار دي چي د برټانیې پر ضد جنګ اعلان کړي او یوازي فرصت ته منتظر دي. د جرمني او اسټریا بندیان چي مخکي مي اشاره ورته وکړه اوس هم په کابل کي دي او ما لیدلي دي. مهیندراپراتاپ دغه راز ماته وویل چي که هند د برټانیې له استعمار څخه خلاص سي نو د امیر حبیب الله خان زوی غواړي چي د افغانستان د جمهوریت رییس سي او د برټانیې قلمرو به تر اباسین پوري د افغانستان خاوره سي. مهیندراپراتاپ د« دولت موقت هند » په نوم یو کتاب هم لري او ده ویل چي د انګرېزانو له ایستلو څخه وروسته به دا جمهوریت تاءسیس سي. په دې کتاب کي هم دا ښودله سوې ده چي تر اباسین پوري ټوله خاوره به د امیر د قلمرو برخه سي. په دغه کتاب کي دغو کسانو لاسلیکونه کړي دي: مهیندراپراتاپ، برکت الله، ثناءالله، مولوي بشیر، متراسینګه، ما هم په ګورموکي رسم الخط خپل نوم، د تیجاسینګه، په نامه ولیکی. مهیندراپراتاب یو تعلیم یافته  سړی دی او وايي چي د کابل امیر باید د برټانیې په مقابل کي وجنګیږي او په هغه صورت کي به یقیناً چي هند آزادي ترلاسه کړي.

زه په کابل کي وم چي متراسینکه او خوشی محمد د روسیې له لوري راستانه سول. خوشي محمد د روسیې په خاوره کي تبي نیولی وو او دوی مجبور سول چي بیرته را وګرځي. مهیندراپراتاپ ماته وویل چي دا داوړه کسان، یې د سردار نصرالله خان سره په مشوره، د جاپان په نیت لېږلي وه چي د جاپان حکومت د برټانیې پر ضد وهڅوي. دوی باید د روسیې په خاوره کي د سایبیریا د اورګاډي په واسطه جاپان ته رسېدلي واي. دوی د افغان مقاماتو څخه پاسپوټونه ترلاسه کړي وه او هیله یې درلوده چي د روسیې له لاري به جاپان ته ورسیږي ځکه چي روسان، جاپانیان او افغانان ټول دوستانه اړیکي سره لري. دوی ته هدایت ورکړه سوی وو چي خپل راز له روسانو سره شریک نه کړي. مترا سینګه ما ته وویل چي دوی په روسي ترکستان کي د روسيې له ویسرا سره وکتل او د پاسپوټ غوښتنه یې ورڅخه وکړه مګر هغه پاسپوټ ورنه کړ. ده وویل چي، د روسیې د پوستې له لاري یې، د جاپان صدراعظم او نورو آدرسونو ته لیکونه ولېږل. دوی د خوشي محمد د ناروغی له کبله بیرته کابل ته ستانه سول.

دوه تنه ترکان په کابل کي استخدام سوي وه. مهیندراپراتاپ، د سردار نصرالله خان سره په مشوره، هغه دوه تنه یاغستان ته واستول چي قبایل ولمسوي. میرمست او د قنبرخېلو د علاقې جمادار اپرېدی او څو تنه نور اپرېدي پښتانه هم له هغوی سره ولېږل سول. دغه دوه تنه ترکان د مهیندراپراتاپ په هدایت روان سوي وه مګر هغوی ته ویل سوي وه چي خپل نیت به مامورینو ته نه وايی او مهیندراپراتاپ په هغوی پسي داسي آوازه ګډه کړه چي ګواکي تښتېدلي دي. له کابل څخه، د دوی له حرکت څخه څو ورځي وروسته مهیندراپراتاپ ، قاسم بیګ او برکت الله زما څخه وغوښتل چي تیراه ته ولاړ سم او وګورم چي په هغه سیمه کي د ترکانو فعالیت څه نتیجه ورکړې ده. دوی دغه راز ماته هدایت وکړ چي په سرحد کي د برټانیې د پوځیانو په باره کي تحقیق وکړم. زه له کابل څخه تیراه ته روان سوم او د میرمست وراره او د شینوارو د علاقې یو پټان پاینده خان هم راسره ول.

مهیندراپراتاپ، برکت الله او قاسم بېګ، له کابل څخه زما تر حرکت مخکي، یو مخفي هیات د ترکیې له لاري ایران ته واستاوه. زه په هغه پیغام چي دوی ته ورکړه سوی وو نه یم خبر.

له کابل څخه زما تر روانېدلو یوه ورځ مخکي، دغه کسان آزادو قبایلو ته روان سول:

مولوي بشیر، عبدالحق، دوه شاګردان، نادرشاه، محمدعلي او شیخ سندهي.

له کابل څخه تیراه ته په لاره کي مي د اچین په کلي کي د شینوارو د سیمي حکیم حاجي صاحب ولیدی. ما هغه ته ټوله کیسه بیان کړه او له هغه څخه مي وغوښتل چي د برټانیې پر ضد جنګ وکړي. ده ژمنه وکړه چي که اپرېدي او نور قبایل جنګ ته تیار وي دی به هم په جنګ کي برخه واخلي. ده ما ته یو راه بلد هم راکړ. زه په تیراه کي، د قنبر خېلو په علاقه کي، د میرمست کورته ورغلم. دواړه ترکان هلته  اوسېدل. میرمست راته وویل چي اته لس زره تنه یې جنګ ته تیار کړي دي او ټول دې ته منتظر دي چي د کابل د امیر له خوا وسلې او مهمات ورته ورسیږي. د میرمست له کور څخه روان سوم او د میدان په علاقه کي یوه سیکه ته چي شیرسینګه نو میدي ورغلم او له هغه څخه مي غوښتنه وکړه چي تر کوهاټ پوري یو راه بلد راکړي…. په کوهاټ کي مي په یوه ګوردواره کي دوې شپې تیري کړې او راته معلومه سوه چي برټانوي حکومت هلته چنداني قواوي نه لري. ما ته نور مشخص معلومات ترلاسه نه سول. په هغه سیمه کي مي د ملامموزي په کور کي لس دوولس شپې تیري کړې او د خپلو نورو ملګرو سره مي په هغه علاقه کي خلک ولمسول او ټولو ته مو ویل چي د ترکیې سلطان له انګرېزانو سره جنګ اعلان کړی دی او دا پر هر مسلمان باندي فرض ده چي د انګرېزانو په مقابل کي په جنګ کي برخه واخلي. ټولو خلکو ویل چي که امیر وسلې او مهمات ورته را ولیږي دوی ټول جنګ ته تیار دي او وسلې باید تر همدغه اوړي پوري ورته ورسیږي. تر کانو ماته دوه لیکونه راکړل چي یو د مهیندراپراتاپ په نامه وو او بل لیک د مهیندراپراتاپ له لارۍ نصرالله خان ته لیکل سوی وو. زه کابل ته ولاړم. خپل ټول نکل مي مهیندراپراتاپ ته وکړ او لیکونه مي وروسپارل. مهیندراپراتاپ راته وویل چي له ده سره ملګری سم. په هغو شپو ورځو کي دغو کسانو له سردارنصرالله خان سره وکتل: مهیندراپراتاپ، قاسم بیګ، برکت الله، خوشي محمد، عبیدالله، مولوي ګل منصور او د متحدو ولایتونو یو مولوي.

زه له دوی سره ملګری سوم او حاجي عبدالرزاق هم هلته وو. زه پوه نه سوم چي دوی څه سره ویل خو وروسته مهیندراپراتاپ ټول بیان راته وکړ. ده ماته وویل چي له نصرالله خان څخه یې پوښتنه وکړه چي امیر، آزادو قبایلو ته، د وسلو او مهماتو لېږلو ته تیاردی کنه. مهیندراپراتاپ راته وویل چي د نصرالله خان جواب دا وو چي امیر پر آزادو قبایلو باندي حساب نه سي کولای او وسلې او پوځیان نه سي ورلېږلای. ده وویل چي تر څو پوري د ترکیې او جرمني پوځیان له امیر سره مرستي ته راونه رسیږي امیر نه سي کولای چي د برټانیې په مقابل کي پوځي اقدام وکړي.

وروسته ډله سره متفرقه سوه. برکت الله او قاسم بيګ د ایران له لاري ترکیې ته روان سول. ګل منصور یاغستان ته ولاړ او زه او مهیندراپراتاپ روسي ترکستان ته روان سولو. زه او هرنام سینګه او زموږ یو نوکر جیون سینګه له مهیندراپراتاپ سره په سفر کي ملګري وو. د سفر ټولي اسانتیاوي، نوکران، محافظین او د لاري لګښتونه د افغانستان حکومت راته برابرول. دوهمي ډلي ته، چي برکت الله، قاسم بېګ، یو ترکی او یو ایرانی ورسره وو، هم ټول لګښتونه او اسانتیاوي په دغه ډول د افغانستان حکومت برابرول. دواړو ډلو څلور منزله یو ځای سفر وکړ. تر څو چي موږ د مزارشریف او د قاسم بېګ ډله د هرات خواته وخوځېده.

په مزار شریف کي خبر سولو چي عبدالقادر او ډاکټر مترا سینګه، په روسي ترکستان کي، پتک حصار ته تللي دي. مزار شریف د افغانستان خاوره ده او موږ هلته پنځه میاشتي تیري کړې. مهیندراپراتاپ ته هم د ډاکټرمتراسینګه او هم د پتک حصار د حاکم روسي جنرال لیکونه رسېدل. مهیندراپراتاپ یو ځل عبدالقادر او ډاکټرمتراسینګه ته ولیکل چي راسي او له ده سره د آمو د سیند پر دې غاړه د افغانستان په خاوره کي وویني او له دوي څخه یې وغوښتل چي د ده بې مشورې له پتک حصار څخه ونه خوځیږي. څو ورځي وروسته د ډاکټر متراسینګه او د هغه د ملګري کالي را ورسېدل او په هغو کي د دریو سوو پونډو یو چیک وو چي پر یوه جاپاني بانک حواله ورکړه سوې وه او دا هغه چیک ووچي مهیندراپراتاپ ډاکټر متراسینګه ته ورکړی وو.

د پتک حصار جنرال مهیندراپراتاپ ته لیکلي وه چي ډاکټر متراسینکه او عبدالقادر، د ده له خوښي پرته، د روسیې داخل ته خوځېدلي دي او دی نه دی خبر چي هغوی ته به څه ور پېښه سوې وي. مهیندراپراتاپ ماته وویل چي پتک حصار ته ولاړ سم او د هغوی احوال معلوم کړم. زما سره یې د دوني چند په نوم یو راه بلد هم راسره کړ چي په دغه علاقه کي یې تجارت کاوه او تصادفا مزار شریف ته راغلی وو او اوس هم د خپل کاروبار لپاره پتک حصار ته روان وو. ما ته په پتک حصار کي جنرال وویل چي د متراسینګه او عبدالقادر په سرنوشت نه دی خبر او په اوسنی وضع کي خو مهیندراپراتاپ د روسیې پاسپوټ هم نه سي ترلاسه کولای. مهیندراپراتاپ، په دې برخه کي، د سردار نصرالله خان څخه مرسته وغوښته او دغه راز یې د روسیې له لاري چین ته د تللو اجازه ورڅخه غوښتې وه….

مهینداپراتاپ، هرنام سینګه د هند خواته واستاوه. د هغه ماموریت مخفي وو او زه یې په هدف پوه نه سوم. تر پنځه لسو ورځو سختو سفرونو وروسته خان آباد ته ورسېدلو او مهیندراپراتاپ چي لا یې هم د روسي جنرال سره مکاتبه درلوده ماته وویل چي د یوه مهم ماموریت لپاره هند ته ولاړ سم. مهیندراپراتاپ ماته پنځه لس پاکټونه راکړل چي پر ځینو باندي په انګلیسي او پر ځینو باندي په هندي آدرسونه لیکل سوي وه. ده راته وویل چي دا خطونه د هند د مشرانو لپاره دي چي ده ته قیصر ورکړي دي. دا لیکونه به یا محمدعلي او یا په چمرکنډ کي د سند شیخ ته ورسوې. ده دغه راز ماته د هند د صدراعظم لپاره یو لیک او د نیپال د پاچا لپاره هغه کتاب راکړ چي قیصرورته رالېږلی وو. ده دغه راز ماته د نیپال د صدراعظم لپاره یو شفاهي پیغام هم راکړ.

تر دغه ځایه پوري د کالاسینګه او د مهیندراپراتاپ فعالیتونه د پښتنو په علاقه او په افغانستان پوري اړه لري. کالاسینګه د مهیندراپراتاپ لیک  او کتاب نیپال ته ورساوه. له نیپال څخه د راستنېدلو په لاره کي د برټانوي هند پولیسو ونیوی او دا اقرار یې ورڅخه اخیستی دی چي د زیاتو معلوماتو درلودلو له امله یې تاریخي اهمیت، اوس هم،  له لاسه نه دی ورکړی.

له دې څخه وروستهNO.1992-16-S.B.  په دغه نمبر یو مکتوب، د پنجاب د حکومت د سکرټر له خوا د هند د خارجي او سیاسي څانګي دفتر ته په سیمله کي لېږل کیږي. د مکتوب نېټه د ۱۹۱۸ کال د مارچ د میاشتي ۲۸ ده.

ښاغلیه، ماته هدایت راکړه سوی دی چي تاسي ته احوال درکړم چي د ګورنر مرستیال د شمال لوېدیځي صوبې د اعلی کمیشنر په غوښتنه پېشنهاد کوي چي که د هند حکومت اعتراض نه لري نو کالاسینګه دي د نورو تحقیقاتو لپاره د هغه ایالت د جنايي پلټنو څانګي   ته ولېږل سي. خو د ګورنرمرستیال غواړي چي له دې تحقیقاتو د کېدلو څخه مخکي په دې پوه سي چي ایا نور داسي څه هم سته چي د هند حکومت یې روښانېدلو ته ضرورت لري.

د دې په جواب کي په خارجي او سیاسي څانګه کي د هند د حکومت د سکرټر مرستیال د پنجاب د حکومت سکرټر ته د ۱۹۱۸ کال اپرېل پر ۱۸ لیکي :

ښاغلیه، ماته هدایت راکړه سوی دی چي ستاسي د محرم مکتوب د رارسېدلو څخه اطمینان درکړم چي د کالاسینګه په باره کي مو رالېږلی وو.

داسي ښکاري چي کالاسینګه په کل کي په ډېره ښه طریقه سپیني او ریشتیا خبري کړي دي او د هغو دسیسو په برخه کي چي ده رول پکښي درلودلی دی موږ ته ډېر ارزښتمن اطلاعات راکوي. زه باید ووایم چي د هند حکومت د هغو افسرانو څخه چي دغه تحقیقات یې کړي دي مننه کوي.

د هند حکومت پېښور ته، د نورو تحقیقاتو لپاره، د کالاسینګه پر لېږل کېدلو باندي هیڅ اعتراض نه لري چي د شمال لوېځي صوبې د مرکزي استخباراتو اداره یې کوي. ځیني داسي ټکي ښايي وي چي پوځي مقامات به غواړي په هغه باره کي له کالاسینګه څخه نور تحقیقات هم وسي مګر دا ترتیب په پېښور کي په ښه توګه نیول کېدلای سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب