جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهچارواکي وايي، طالبانو نیمروز کې ۲۳ افغان سرتېري وژلي

چارواکي وايي، طالبانو نیمروز کې ۲۳ افغان سرتېري وژلي

تاند (جمعه د عقرب ۲) د نیمروز ځايي چارواکي وايي، چې ددغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو ۲۳ سرتېري وژلي دي.

د نیمروز د والي ویاند بهرام حقمل وايي، طالبانو تېره شپه خاشرود ولسوالۍ کې د دهمزنګ په نوم پوسته برید کړی او یاد ۲۳ تنه سرتېري یې وژلي او ۳ نور یې له ځان سره ژوندي بېولي دي.

د حقمل په خبره، طالبانو د سرتېرو ټول تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت او طالبانو تر اوسه په دې هکله نظر نه دی ورکړی.

وړمه ورځ د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو په کمین کې ۳۷ سرتېري ووژل شول، خو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې نږدې ۷۰ کسان وژل شوي.

طالبانو له دې وړاندې ویلي و چې تاوتریخوالی به کموي، خو د ژمنې خلاف یې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی د پخوا په پرتله څو چنده زیات کړی دی، چې د افغان ځواکونو سربېره پکې ډېره مرګژوبله ولسي وګړو ته هم اوړي.

4 COMMENTS

  1. د دی ۲۳ عسکرو مرګ په کوم قانون.؟په کوم دین،؟په کوم مذهب ؟،په کوم کتاب؟ کی راوا وه.ټول ځوانان د الله ج وبخی،وارثانو ته د الله ج صبر ورکړی،

  2. په نړۍ کې هېڅ هېواد نشته چې خپل سرتیري او مدافعین ونه لري . هر هېواد دخپلو پولواو کورنۍ نظم لپاره اردو ، پولیس او امنیت لري . سرتېري ، سربازان ، عسکر او امنیتي مسوولین د افغانستان دخلکو زامن ، ورونه ، پلرونه او اولادونه دي . مونږ پر خپلو سرتېرو ویاړو.
    هرڅوک چې په هرنوم سره وي او دافغانستان د امنیتي قواو په تضعیفولو کې برخه اخلي هغه د دې خاورې دښمنان دي .
    د اسلامي نړۍ د عالمانو اتحادیې رئیس شیخ احمد الریسوني وویل چې په افغانستان کې جنګ شرعي جواز نه لري .
    د کعبې شریفې امامانو د افغانستان جنګ غیر اسلامي او غیر شرعي بللی . اما د افغانستان د دښمنانو او مغرضو ګاونډیانو په لمسون او حمایت سره د ټالبانو له خوا د خپل ولس وژلو ، د خپل هېواد د ورانولو پروسه په چټکی سره روانه ده . دوی به په دنیا او آخرت کې د خپلو اولادونو په عمدي وژلو سره مسوول او مخ توري وي .

  3. الله دې د ملی اردو پاکو شهیدانو ته جنتونه نصیب کړي او ددوی کورنیو ته دې جمیل صبر ورکړي.
    الله دې دا دلال، خره، پدر او مادر لعنتي طالبان خپل په غضب ګرفتاره کړي.
    طاغوتیانو (طالبانو) او د رجیم شیطان وارثانو. والله که یې څکه وکړئ او یا یې مخ هم وګورئ. هر څه مو چې له لاسه راځي ویې کړئ. دا ملت هم خدای لري، ضرور به مو له مردارو او نمایشي ږېرو ځوړند کړي او خولې به مو درته له تورو خاورو ډکې کړي. تف لعنت دې وي په تاسو رټل شویو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب