یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد افغانستان حکومت د ارمنستان او اذربایجان تر منځ شخړه کې لاسوهنه...

د افغانستان حکومت د ارمنستان او اذربایجان تر منځ شخړه کې لاسوهنه رد کړه

تاند (شنبه د عقرب ۲) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګڼې هېواد یې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ شخړه کې لاسوهنه کوي.

تر دې وړاندې د ارمنستان د ملي امنیت ادارې ادعا کړې وه، چې د ورېښمو له لارې د ملکي الوتنو په وسیله له افغانستان څخه اذربایجان ته وسلې او وسله وال کسان لېږدول کېږي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ارمنیا دغه ادعا په کلکه ردوي او وايي، چې دوی د جګړې د یوه قرباني هېواد په توګه د اذربایجان او ارمنستان د جګړې سوله ییز حل غواړي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې دغه شخړه باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه ‌لیک او د مېنسک ډلې د پرېکړو له مخې هواره شي.

د یادونې ده چې د منیسک په هوکړه کې قره‌باغ د اذربایجان خاوره بلل شوې ده.

د دواړو هېوادونو تر منځ د نګورنو قره ‌باغ جلا شوې سیمې پر سر له څو ورځو راهیسې جګړې روانې دي چې د ښکیلو خواوو سلګونه ملکي او امنیتي کسان پکې وژل شوي دي.

په ورته مهال د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف په خپلو تازه څرګندونو کې په نګورنو قره‌باغ سیمه کې اوربند ته تیاری ښودلی دی او ویلي یې دي چې ارمانیا دې لومړی له خپلو غیر قانوني کړنو او د اذربایجان خاورې له اشغاله لاس واخلي، کنه دوی به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب