پوهاند نصرالله ستانکزی
( لسمه برخه )
۲۶ – د شیملې تړون (Shimla Agreement) :
دا تړون؛ د بنگله دیش یا شرقي پاکستان د خلکو او د پاکستان د پوځ ترمنځ له جگړي ورورسته چې په ۱۹۷۱ زیږدیز کال کې وشو؛ او په پایله کې یې شرقي پاکستان د بنگله دیش په نامه له پاکستانه د یوه مستقل هیواد په توگه بیل شو، د ۱۹۷۳ کال د جنورۍ میاشتې په ۳ نیټه دهند او پاکستان ترمنځ؛ د دې له پاره لاسلیک شو چې د بنگله دیش د تاسیس او له پاکستانه یې بیلوالی؛ نوی حقوقي حالات را منځ ته کړی ؤ؛ او له بلې خوا په دغه جگړه کې هند هم د بنگله دیش له خلکو سره چې شیخ مجیب الرحمن یي رهبري کوله په مستقیم ډول ورگډ شوی ؤ؛ او عملا یې د پاکستان د پوځیانو پر وړاندي دریځ غوره او پوځي اقدامات یې وکړل.
د دغه تړون مفادات یا محتویات دا ول:
– په کشمیر کې د هند او پاکستان تر منځ د کنترول د کرښۍ (Lien of Control یا LoC) پر سر هوکړه چې له مخې بې د دواړو هیوادو ترمنځ پر کشمیر باندی د حاکمیت او یوه غیر رسمي سرحدي کرښه رامنځ ته شوه.
– د کړکیچونو حل د خبرو اترو له لارې: دواړو هیوادونو هوکړه وکړه چې خپل کړکیچونه او ستونزې به د خبرو اترو له لارې حلوي؛
– دواړو هیوادونو ومنله چې د یو بل حاکمیت ته به درناوی کوي؛ او
– دواړو دولتونو ومنله چې د هند او پاکستان تر منځ به سوداگریز او اقتصادي همکارۍ پیل او وده به کوي.
۲۷ – د پاریس د سولې توافق لیک (Paris Peace Accords):
دغه تړون چې د ویتنام د جگړې د پای د تړون په نامه هم پیژندل کیږی، د ۱۹۷۳ زیږدیز کال د جولای د میاشتې په ۲۷ نیټه د شمالي ویتنام، جنوبي ویتنام، د ویت کنگ د آزادي غوښتونکې جبهې او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شو او هغه جگړه یې پای ته ورسوله چې له ۱۹۵۵ کال څخه د شمالي ویتنام له یوې خوا په توگه او د جنوبی ویتنام او امریکا د مقابل لوري په توگه پیل شوې وه.
په دغه تړون کې پر دغو ټکو هوکړه وشوه:
– په اوربند هوکړه وشوه؛
– د جگړې د اسیرانو تبادله؛
– په شپیتو ورځو کې د امریکایي قوتونو وتل له جنوبي ویتنامه ؛
– د ویتنام خلکو ته د خپل برخلیک ټاکلو حق؛ پرته له بهرنۍ لاس وهنې څخه؛
– د شمال او جنوب تر منځ د بیلوالې د کرښو درناوی او وپتیل شوه چي په راتلونکې کې د شمالي او جنوبي ویتنام تر منځ د یوه واحد هیواد رامنځ ته کیدل.
پاتي دې نه وي چې وروسته په ۱۹۷۶ زیږدیز کال کې ؤ چې دواړو هیوادونو واحد وطن د ویتنام سوسیالیستی جمهوریت تر نامه لاندی جوړ کړ.
۲۸ – سینایي۱ تړون (Sinai 1 Agreement) :
دغه تړون چې د مصر او اسراییلو تر منځ د سینا له جگړي څخه وروسته په کال ۱۹۷۴ زیږدیز کی په ۲۴، برخو کې لاسلیک شو، د اعرابو او اسراییلو ترمنځ لومړنی تړون شمیرل کیږي.
د دې تړون هوکړې دا وې:
– د اسراییلو پوځیان به د سینا نوی ټاکل شوې سیمې ته شاتگ کوي او مصري ځواکونه به هم د سینا له ځینو برخو په شا کیږي؛
– یوه حایله کرښه به د دواړو هیوادونو تر منځ رامنځ ته کیږي او دغه کرښه به د ملگرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو له خوا څارل کیږی؛ او
– مصر به په سینا کې ځینې سیمې بیرته تر لاسه کوی.
د یادوني وړ ده چې دغه تړون د کمپ دیوید د تړون (چې په راتلونکو لیکنو کې به راشي) له پاره یوه پیلامه گڼل کیږي.
( نور بیا )