پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه

په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه

پوهاند نصرالله ستانکزی

  (نهمه برخه)

   ۲۴ – د کشمیر کړکیچ ۱۹۴۷-۱۹۴۸ (The Kashmir Conflict 1947-1948) :

   وروسته له هغه چې د هندوستان نیمه وچه په ۱۹۴۷ کال کې په هند او پاکستان وویشله شوه؛ او بیا تر هغه وروسته جمو‌ او کشمیر د هند برخه شوه؛ دا اقدام د پاکستان له سخت غبرگون سره مخ شو؛ چې په نتیجه کې د ۱۹۴۷ زیږدیز په اکتوبر کې د دواړه هیوادونو ترمنځ د جگړې لامل وگرځید. دغه جگړه د ملگرو ملتونو د هڅو په پایله کې د ۱۹۴۹ زیږدیز کال د جنورۍ په اوله ورځ د دواړه هیوادونو ترمنځ په اوربند پای ته ورسیده؛ او د ملگروملتونو تر نظارت لاندي په کشمیر کې د کنترول کرښه رامنځ ته شوه.

 د دي کرښې د کنترول او نظارت له پاره ملگروملتونو یوه ډله او ماموریت رامنځ ته کړ چې د هند او ‌پاکستان له پاره؛ ملگرو ملتونو پوځي نظارتي گروپ (UNMilitary Observer Groupe In India Pakistan) چې په مخفف ډول (UNMOGIP) نومیږي.

    د دې ماموریت دندې دا دي:

 – د دواړو هیوادونو ترمنځ د کنترول د کرښې په اوږدو کې پر اوربند څارنه؛

 – د سیمې پر حالاتو راپورټ ورکول؛

 – د شخړو او‌ کړکیچنو حلول د دواړو لورو سره؛

 – او د بشری حقونو د وضعیت څارنه

     ۲۵ – د کیوبا توغندیز کړکیچ ۱۹۶۲، کال (The Cuban Missels Crisis 1962) :

   دغه کړکیچ چی ورته د کیوبا بحران او د کارایب کړکیچ هم ویل کیږي؛ وروسته له هغه رامنځ ته شو چې پخواني شوروي اتحاد د ۱۹۶۲ په اکتوبر کې؛ د کیوبا په خاوره کې د خپلو لیري واټن ویشتونکو راکټونو او میزاییلو پر ځای په ځای کولو او اډې په جوړولو لاس  پورې کړ.

    کله چې روسانو دا اقدام وکړ د امریکاییانو چې په هغه وخت کې یې ولسمشر جان اف کنیدي (John F Kennedy) ؤ له سخت غبرگون او چټکو اقداماتو سره مخامخ شو.

    دا کړکیچ دومره شدید ؤ؛ چې د دریمې نړیوالې جگړې د پیښیدو امکان یې رامنځ ته کړی ؤ؛ لکه چې په دې هکله امریکانو په واضحه توگه روسانو ته دا خبرداری ورکړ.

   امریکایانو د روسانو د دې اقدام په وړاندي د سمندر له لارې کیوبا کلابنده کړه، د امریکا د دې اقدام په وړاندي روسانو د هوا له لارې کیوبا ته د وسلو د لیږد لاره غوره کړه؛ بیا هم د امریکا جمهور ریس خپل دفاع وزیر ته امر وکړ چې پوځي سمندري ځواک د روسانو د دې اقدام په وړاندي د هر ډول اقدام واک لري. روسانو برسیره پر دې چې خپل هوایي حرکات یې و نه درول په ختیځ جرمني کې هم پوځي تحرکاتو ته مخه  کړه او د ناټو د اروپايي غړیو امنیت یي و‌گواښه؛ په غبرگون کې یې امریکا په اروپا او‌ د نړۍ په نورو سیمو کې د خپلو پوځي تحرکاتو خبرداری ورکړ.

 خو؛ په پایله کې د روسانو له خوا د شوروي اتحاد صدراعظم نیکیتا سرکوویچ خروسچوف (Nikita Sergeyevich khurshchev) ؛ د امریکا د جمهورريیس په نامه کله تند او کله نرم پیغامونه واستول؛ چې په نتیجه کې یې د ښکاره او پټو دیپلوماتیکو‌ هڅو ‌په پای کې دا نتایج را برسیره شول:

 – شوروي اتحاد ومنله چې خپله پوځي توغندیزه اډه او تاسیسات به د کیوبا له خاورې باسي؛

 – امریکا دا ومنله چې پر کیوبا به یرعل نه کوي؛

 – امریکایانو ومنله چې له ترکیې څخه به په تدریج خپل توغندې لیري کوي او خپله پوځي اډه بندوي؛ او‌

 – د ستونزو د حل له پاره پر دیپلوماتیکو‌ دومداره اړیکو تاکید وشو.

     ۲۶ د هند او‌ پاکستان ترمنځ د تاشکند هوکړه لیک (Tashkent Agreement):

   دغه هوکړه لیګ د هند او پاکستان د کشمیر په سر د هغه جگړې چې په کال ۱۹۶۵ زیږدیز کې شوې وې؛ د پخواني شوروي اتحاد د صدراعظم الکسي کاسگین (Alexie Kosygin) په منځگړتوب؛ د هند د صدراعظم لال بهادر شاستري (Lal Bahadur Shastri) او د پاکستان د جمهور ریس محمد ایوب خان (Muhammad Ayob)  له له خوا د ۱۹۶۶ کال د جنوری په ۱۰ نیټه په تاشکند کې (چې هغه وخت ‌شوروي اتحاد د ازبکستان د سوسیالیستي جمهوریت پلازمینه وه)؛ د جگړې د ختم او د امن د راوستلو په موخه لاسلیک شو.

  د دغه هوکړه لیک مفادات دا ول:

  – دواړو لورو ومنله چې خپل پوځونه به بیرته هغو سیمو ته لیږدوي چې له جگړې څخه د مخه ول؛

 –  د شخړو حل د دیپلوماتیکو او خبرو اترو له لاري؛

 – د یو بل پر ضد د ناوړو پروپاگندو درول؛

 – د دیپلوماتیکو اړیکو بیرته پرانستل؛ او

  – د یو بل په کورنیو چارو کې نه لاس وهنه.

      (نور بیا)

په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب