دوشنبه, مې 6, 2024
Homeادبترهېدلې خاموشي / اناهیتا روهي

ترهېدلې خاموشي / اناهیتا روهي

ترهېدلې خاموشي

د باران ټکا او د اسمان غربا، د شپې په غېږ کې پرته خاموشي راویښه کړله.

ترهېدلې خاموشۍ د تالنده برېښنا کې د شپې په سیوري پسې منډه کړه.

پېژندګلوي

عجیبه ده، په خوښيو کې درنه کرکه لرم، په بدیو کې راباندې ګران یې.

دوست دې نه ګڼم لېکن له ژوند سره مې تړلی یې.

ښکالو دې نه اورم، خو شتون دې احساسوم.

وايي چې ته ډېر تریخ یې، خو زه ستا په ترخو کې خواږه لټوم.

هڅه کوم چې تا خپل ژوند ته وروپېژنم.

اخ مرګیه، څومره به ښه شي چې ستا له راتګه مخکې زما ژوند تا وپېژني.

د خیال جزیره

راځه،

چې د زړه له لارې دې د روح په وزرونو، د خیال جزیرې ته والوزوم.

ته پوهېږې،

هلته د الفاظو پر ځای احساس غږېږي. هلته ماضي او راتلونکې نه وي. هلته (زما) او (ستا) په نوم د ویش ټکي څوک نه پېژني. هلته زما او ستا تر منځ بریدونه نه ټاکل کېږي. بس هلته به یوازې (موږ) اوسو، کټ مټ لکه چوپتیا د شپې په زړه کې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب